لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي ټي ايي د مشرانو د نيولو وارنټ جاري شوی، خو بيا يې ضمانت هم منظور شوی


د پنجاب صوبې د لاهور د ترهګرۍ ضد مقدمو اورېدونکي عدالت د پاکستان تحریک انصاف ګوند [پي ټي ايي] د څو مشرانو د نيولو حکم کړی خو دوی مشرانو بيا ضمانت ترلاسه کړی دی. د پي ټي ايي د مشرانو پرضد د 25 د لانګ په مهال مقدمې جوړې شوې وې.

د پي ټي ايي ګوند د 25 مې اسلام اباد ته د لانګ مارچ په مهال د پنجاب او اسلام اباد پوليسو د عمران خان او د هغه د ګوند د يو شمېر مشرانو پرضد مقدمې درج کړې او د دغه لانګ مارچ څخه چې عمران خان د بني ګاله په ځای پېښور ته تللی او بيا اسلام اباد ته د ستنېدو وړاندې يې په دوېم جون د پېښور هايکورټ نه راهداري ضمانت اخستی وو.

او په پينځم جون بیا د پاکستان د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله ويلي وو، د مخکني وزيراعظم عمران خان "د عدالتي ضمانت په ختمېدو به ورکړی شوې سيکورټي عمران نيازي په ښه طریقې سره ګرفتاره کړي"، خو د عمران خان ګوند پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ايي) ويلي وو، "چې دغه کار ته به سخت غبرګون وويل شي".

د زیارت/ پنجشنبې په ورځ د لاهور عدالت د مخکني مرکزي وزيرانو حماد اظهر او شفقت محمود سره د صوبې د وزیرانو په ګډون د پي ټي ايي د 12 ځايي مشرانو ناقابل ضمانت ورانټ جاري کړي وو.

خو پرون د جمعې په ورځ د پي ټي ايي دغه مشران عدالت ته رسېدلي او د 17 جون پورې يې د نه نيولو ضمانت ترلاسه کړی دی.

د 25 مې د لانګ په مهال پوليسو دعوه کړې وه چې د پي ټي ايي مشرانو د لاهور په ګډون په بېلابیلو ښارونو کې ګډوډي جوړه کړې وه. او د وراني په تور يې د دغو کسانو پرضد مقدمه درج کړې او عدالت ته يې د دغو کسانو د نيولو د حکم دپاره خواست کړی وو.

د پي ټي ايي په مشرانو د 144 دفعې/ مادې د سرغړونې تور لګول شوی او ويل شوي چې د لانګ مارچ په مهال د پي ټي ايي د غړو په مبيینه حملو کې درې پوليس اهلکار وژل شوي او د 100 پورې نور ژوبل شوي وو.

د خو د پي ټی ايي ګوند مشرانو ويلي د دوی لانګ مارچ پرامن وو، او حماد اظهر ويلي د دوی پرضد مقدمې د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله په وېنا جوړې کړی شوي دي.

د وي او اې اردو څانګې د خبر ترمخه د اسلام اباد پوليسو هم د پي ټي ايي د لانګ مارچ په اړوند خپل رپورټ سپريم کورټ ته وړاندې کړی دی.

په رپورټ کې ويل عدالت د لاریون ګډون وال رېډ زون/ حساسه ځای ته د تلو څخه منع کړي خو مخکني وزيراعظم عمران خان بيا خپلو پلويانو ته ويلي وو چې ځان رېډ زون ته ورسوي.

د پوليس رپورټ ترمخه پوليس او نورو قانون نافذونکو ادارو د دوی د ودرولو هڅه کړې خو لاريون کوونکو د لارې څخه خنډان لرې کړي او په مخکې تللي دي.

ویل شوي د پي ټي ايي د غړو سره وسلې او ډنډې وې او پوليسو د دوی د ودرولو دپاره اوښکې بهيونکی ګېس هم کارولی چې پکې 21 تنه ژوبل شوي وو.

په ياد رپورټ کې په عمران خان تور لګول شوی چې په ډي چوک کې ګډوډ د هغه په وجه جوړ شوی وو، ځکه چې عدالت د پي ټی ايي د جلسې دپاره د اېچ ناين ګراونډ ورکولو حکم کړی خو دوی بيا ډي چي چوک ته رسېدلي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG