د اسرایل وزیراعظم بنجمن نېتن یاهو د خالي/ شنبې په ورځ د وخت نه مخکې د انتخاباتو غوښتنه رد کړې. په دغه ورځ په تل ابیب کې په زرګونو مظاهرچیانو د حکومت پرضد مظاهره کې د نیتن یاهو نه د وخت نه مخکې د انتخاباتو غوښتنه کړې.
د اکتوبر په ۷مه نېټه د حماس وسله والو لخوا په اسرایل د ناڅافي خونړي برید وروسته په نظر پوښتنو کې د نیتن یاهو شهرت کم شوی. په کال ۲۰۲۳م کې د حکومت پرضد پېل شوې دغه مظاهرې د اسرایل او حماس ترمنځه روانه جګړه کې کمې شوې وې.
خو اوس یو وارې بیا د تل ابیب په لارو کوڅو کې مظاهرچیان لیدل کیږي. د خالي/ شنبې په شپه رابلل شوو دغه مظاهرو کې بیا د نوي انتخاباتو غوښتنه شوې. په اسرایل کې به راتلونکې ټاکنې په کال ۲۰۲۶م کې کیږي.
که څه هم د تېرې ورځې دغه مظاهرې د تېر کال په پرتله وړې وې او د ځايي میډیا تر مخه د مظاهره کونکو شمېره څو زره وه. یو مظاهره کونکی چې مخ یې په اسرایلي بېرغ کې پټ وو د مظاهرې په مهال ویلي
٬٬ ځه غواړم دې حکومت ته اوایم چې تاسو خپل وخت پوره کړی، تاسو هر هغه څه ګډو وډ کړي چې تاسو کولی شو. اوس وخت راغلی چې دغه هر څه سم کړي. هغه هر څه چې تاسو خراب کړي.٬٬
کله چې د نیتن یاهو نه په یو خبري کانفرنس کې د هغه د ګوند لېکوېډ دننه د اسرایل حماس جګړې ختمیدو وروسته د انتخاباتو کولو په اړه پوښتنه وشوه نو هغه په ځواب کې وویل
٬٬ انتخابات به مونږ تقسیم کړي، اخیری کار چې مونږ به ورته ګورو هغه به انتخابات وي. خو دا مهال مونږ ته د یو والي/ اتحاد ضرورت دی.٬٬
Forum