لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستاني پوځ تنقید کوونکی اشهر عباس تر اوږدې مودې لادرکۍ وروسته پیدا شو


د یو بې درکه پاکستاني کس ورور وايي هغه کور ته پیغام ور لېږلی، چې ډیر زر به بیرته خپل کور ته ور ستون ‍شي.

ټولنیز فعال ثمر عباس د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباده بې درکه شوی وو. په دغه وخت کې د پاکستان له نورو ښارونو څلور نور کسان هم بې درکه شوي وو. د ثمر عباس ورور اشهر عباس د زیارت-پنجشنبې په ورځ مطبوعاتو ته ویلي:

"د هغه [ثمر] درک لګېدلی خو لا کور ته نه دی راغلی".

له ثمر عباس سره په یوه ورځ بې درکه شوي کسان یوه میاشت پس پیدا شول او په پاکستان کې تر هغې پراخې مبارزې وروسته له هېواده په تېښته مجبور شول، چې د دوی په غیرموجودګۍ کې د دوی خلاف پیل شوې وه.

په دغه کمپاین کې پر انټرنیټ اسلام او د اسلام د پیغمبر خلاف د موادو اچولو تور پر دې کسانو لګول شوی وو.

په پاکستان کې د اسلام د پیغمبر په شان کې ګستاخي کول ډېر ستر جرم ګڼل کیږي او سزا یې مرګ ده.

دا لا نه ده معلومه چې پر دې کسانو څه تورونه وو یا دوی چا او ولې تښتولي وو او اوس یې خلاس کړي خو په پاکستان کې د داسې پېښو تر شا همېش استخباراتي ادارې لاس لري.

په دې جرم تورن کس عدالت یا جیل ته تر لېږلو وړاندې اکثره توندروه خلک په لارو کوڅو کې وژني. د بشري حقونو ډلې وايي په پاکستان کې اکثره له یو بله د انتقام اخیستلو یا د دوښمنۍ زور ایستلو لپاره د دې قانون بې درېغه استعمال کېږي.

له ثمر عباس سره په یوه وخت کې بې درکه شوي دوه کسان- چې وروسته پیدا شول- وقاص گورایا او عاصم سعید وايي، د پاکستان استخباراتي ادارو پرې په بند کې سخت تشدد کړی. یو بل شاعر او لیکوال سلمان حیدر هم ورته تور پورې کړی، خو د پاکستان امنیتي ادارو تر اوسه د داسې یوې پېښې پړه هم نه ده منلې.

اشهر عباس دا نه وايي چې په تېرو څورلس میاشتو کې ورسره ثمر عباس تر دې وړاندې رابطه کړې ده که نه او یا دا چې ورور یې په کوم جرم دا سزا تېره کړه.

په تېر دسمبر میاشت کې څلوېښت کلن رضا محمود خان چې د هند او پاکستان تر منځ د امن لپاره کارکوونکي تنظیم "اغازِ دوستي" سره یې کار کاوه، وسلوالو کسانو وتښتاوه. کورنۍ یې ګومان کوي چې هغه استخباراتي ادرو تښتولی او دوی د لاهور په ستر عدالت کې مقدمه کړې ده.

د بې درکه کېدو په ورځ رضا محمود په لاهور کې د توندروۍ پر موضوع یوې غونډې ته وینا وکړه او بیا یې پر خپله فېسبوک پاڼه د پاکستان پر پوځ تنقید وکړ، چې له توندره ډلو سره د باقایده اړیکو تور پر لګېږي. په دغو ورځو کې په پلازمېنه اسلام اباد کې د اسلامي توندلارو د جمهوري حکومت خلاف مظاهرې هم دوام درلود.

د ٢٠١٧م کال په مې کې د پاکستان جمهوري حکومت د هغو کسانو خلاف د قانوني مبارزې د پیلولو اعلان هم وکړ، چې پر ټولنیزو ویبپاڼو د رایې تر ازادۍ لاندې د پاکستان پر پوځ تنقید کوي. د پاکستان حکومت په دې لړ کې تر اوسه تر ٢٠٠ پورې د سوشل مېډیا اکاونټونه تړلي هم دي.

  • 16x9 Image

    محمد عالمگیر

    محمد عالمګیر د ۲۰۰۶ راهسی وایس آف امېریکا سره د ملټي ميډیا خبریال،او د پروګرام واشنګټن ټو خېبر او بي بي شیرینه پروډوسر دی او د روانو چارو پروګرام هیلو وي او اې او سندرو پروګرام ټاپ ټین کوربه پاتی شوی. وي او اې محمد عالمګیر له په خپل کار ګولډ میډل جایزه هم ورکړی او هغه د ترهګرې،افغانستان، پاکستان او امریکا پشمول یو شمیر موضوعاتو باندی ملټي میډیا رپورټونه تياروي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG