لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو لپاره نوم لیکنه وکړه


دافغانستان جمهورريیس محمد اشرف غني او اجرایه رییس ډاکټرعبدلله عبدلله د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنوته دنوماندۍ لپاره نوم لیکنه وکړه.

دافغان حکومت دا دوه لوړپوړي چارواکي له خپلو مرستیالانو سره یوځای د ټاکنو خپلواک کمیسیون دفترته نن دیکشنبې په ورځ ورغلل او د نومونو د رجسټرکولو قانوني پروسه یې پای ته ورسوله.

محمد اشرف غني دټاکنو په خپلواک کمیسیون کې له خپلو مرستیالانو سره دنومونو د رجسټرکولو وروسته له رسنیو سره په خبرو کې وویل که په ټاکنو کې بریالی شي دافغانستان او دسیمې د پرمختګ لپاره ځانګړې پلاونه لري.

اشرف غني وویل:

"دسیمې دهوساینې لپاره طرحې لرو او هرګاونډي هیواد ته مثبت پروګرام لرو او مونږ غواړو چې افغانستان نه یوازې دسیمې دهیوادونو لپاره څلور لارې بلکې د ټولنې نړۍ لپاره دهمکاری اوهمغږی مرکز ويخودا باید په ډاګه کړم چې مونږ دشومو اهدافو لپاره مداخله په هیڅ صورت نه شوزغملی نو ځکه غواړو چې دسیمې او دنړۍ له نورو هیوادونو سره دثبات او رفا پایلې ته ورسیږو".

اشرف غني وايي سوله له هیچا څخه په خیرات کې نه غواړي اوپرافغان امنیتي اودفاعي ځواکونوبه معامله ونه کړي او د سرپه بدله هم د سولې قربانی ته چمتو دی.

نوموړي په خبره دافغانستان په ثبات او امن کې زمونږ او دنړیوالې ټولنې ترمنځ مشترکې ګټې نغښتي دي اوپه جرات سره به له خپلو ملي ګټو دفاع کوي.

اشرف غني زیاته کړه افغانستان د نړیوالې ترهګرۍ دمبارزې په لومړي کرښه کې دی او دا هیواد دنړۍدامنیت لومړی کرښه ده.

نوموړي له طالبانو وغوښتل چې له جګړې لاس وااخلي او له افغان حکومت سره دسولې مخامخ مذاکرات پیل کړي.

هغه وویل:

"طالبان دوه انتخابه لري که غواړي چې پاکستان ورڅخه استازیتوب وکړي اویا نور ګاونډي هیوادونه اویا غواړي چې دافغان په حیث له خپل ځان څخه په خپله استازیتوب وکړي او که غواړي چې پاکستان ورڅخه نمایندګي وکړي مونږ به له پاکستان سره سره وغږیږواما که دافغان په حیث راځي دعزت کورته به راځي."

اشرف غني راتلوونکو ټاکنو لپاره امرالله صالح لومړی مرستیال او سرور دانش یې دویم مرستیال ټاکلی دی.

امرالله صالح چې نږدې یوه میاشت وړاندې دافغانستان دکورنیو چارو دسرپرست وزیرپه توګه په دنده ګمارل شوی و دجمهور محمد اشرف غني انتخاباتي ټکټ کې دیوځای کیدو له امله یې له خپلې دندې اسعفا ورکړه.

راتلوونکو انتخاباتو لپاره عبدالله عبدالله لومړی مرستیال عنایت الله بابر فرهمند اواسدالله سعادتي یې دویم مرستیال انتخاب کړی دی.

اجراییه ريیس عبدالله عبدالله د جمهوري ریاست راتلوونکو ټاکنو کې دګډون لپاره دنوم لیکنې پرمهال وویل چې له ټاکنو بغیر دافغانستان دسیاسي واک د ترلاسه کولو لپاره بله لار شتون نه لري او ولس له همدې برخلیکه ملاتړکوي.

عبدالله وویل:

"دهیواد دسیاسي برخلیک د ټاکلو لپاره ټولټاکنې یوازنی لاره ده او دا دافغانستان دخلکو لخواانتخاب شوې ده او د قدرت ترلاسه کولو لپاره بله بدیله لار شتون نه لري او نن مو له خپلو مرستیالانو سره په دې ځای کې ثبت نام وکړ او ژمنه به دا وې چي دقانون مطابق به په راتلوونکي کې ټاکنیزه مبارزه کوو."

د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د نوماندۍ د ثبت پروسه چې یوه میاشت وړاندې پیل شوې ده نن یې وروستی ورځ ده او ویل کیږي د ورځې ترپایه به د راتلوونکو ټاکنو ته دنوماندانو شمیر۱۶ تنو ته ورسیږي.

حنیف اتمر،رحمت الله نبیل،ګلبدین حکمتیار، احمدولي مسعود،ابراهیم الکوزي،حکیم تورسن ،نورالحق علومي،زلمی رسول ،فرامرزتمنا،عنایت الله خفیظ،سیدنورالله جلیلي،ډاکترعبدالله اوجمهور ريیس محمد اشرف غني هغه کسان دي چې ځانونه یې راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند کړي دي.

د انتخباتو کمیسیون ویلي دافغانستان د جمهوري ریاست راتلوونکې ټاکنې به د روان م کال د جولای په ۲۰ نیټه ترسره کیږي.

د ۲۰۰۱ م کال څخه تراوسه پورې د جمهوري ریاست ۳ ځله انتخبات ترسره شوي او راتلوونکی انتخابات به یې څلورم ځل وي چې دافغانستان ولس به یې تجربه کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG