لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا په ټېکساس، اوکلوهاما او ارکېنساس کې زورور طوفان ۱۱ تنه وژلي


د امریکا ټېکساس ایالت کې د اتوار/ یکشنبې په ورځ یو زورور طوفان د لاسه لږ تر لږه ۱۱ تنه مړه شوي او د ټېکساس تر څنګ یې يه اوکلوهاما او ارکنساس کې په لویه کچه تباهي کړې.

دغه طوفان یو شمېر کورونه او د لویو ټرکونو د ودرولو عارضي اډې یا سټاپونه د منځه وړي. په دغه عارضي اډو کې د لویو ټرکونو ډراېوران د طوفان په وخت د ځان خوندي ساتلو لپاره ګاډي ودروي.

د اوکلوهاما د پولې سره نژدې د ټېکساس په کووک کاونټۍ کې د اوو کسانو وژنه رپورټ شوې چرته چې تېره شپه د هوا بړبوړکو یوه کلیواله سیمه ووهلې او د چارواکو په وینا د عارضي ګاډو ودرولو یو پارک یې د ځان سره وړی.

طوفان په اوکلوهاما کې هم په لویه کچه تباهي کړې چرته چې د واده په یوه دستوره کې ګڼ خلک ژوبل شوي. په دغه ټوله سیمه کې د یاد طوفان د لاسه د لسګونو زره خلکو بجلي / برق هم قطع شوی.

د کووک کاونټۍ د پولیسو مشر ری سېپنګټن اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ته ویلي ٫٫ یواځې د کورونو ملبه یا کباړ پاتې شوی. دغه تباهي ډیره زیاته ده.٬٬ د طوفان د لاسه مړوو شوو کسانو کې د ۲ او ۵ کالو دوه ماشومان هم شامل دي.

ری سېپنګن ویلي د ټېکساس یوې کلیوالې سیمې په یو کور کې د یوې کورنۍ درې کسانو مړي موندل شوي.

د ټېکساس ډېلس ښار په جنوب کې د زراعتو یو فارم کې کارکونکي هوګو پارا ویلي، هغه د ګېس سټېشن په تشناب/ غسل خانه کې د ۴۰ نه تر ۵۰ پورې کسان خوندي کړي وو.

نوموړي ویلي ٫٫ دغه طوفان داسې وو لکه زوروره سیلۍ چې غواړي مونږ د تشناب نه بهر ته لړه کړي. د اوور وژونکې عملې یو تن چې زمونږ لیدو له راغی نو راته یې وویل چې تاسو ټول خوش بخته یئ.٬٬

د ټېکساس ډینټن کاونټۍ کې بیا ګڼ شمېر خلک په اېمبولېنسو او هیلي کاپټرو هسپتال ته وړل شوي. خو چارواکو تر اوسه د طوفان د لاسه د ژوبلو کسانو کره شمېره نه ده ښودلې.

په ارکنساس کې د دوو کسانو د مرګ رپورټ ورکړل شوی چې پکې یوه ۲۶کلنه مېرمن د خپل تباه شوي کور د ملبې بهر موندل شوې.

د ارکنساس بېنټن کاونټۍ د بیړنۍ مرستو د ادارې یوې چارواکي ویلي چې دغلته یو بل تن هم وژل شوي. د اوکلوهاما په ماېس کاونټۍ کې هم چارواکو د دوه کسانو د مرګ پخلی کړی خو د وژل شوو کسانو په اړه یې نور کوم معلومات نه دي ورکړي.

په امریکا کې دا تازه مرګونه او تباهي د سخت خونړي موسم په لړۍ کې تازه پېښې دي. تیره اونۍ په ایووا ایالت کې هم دغه شان طوفان (تیزې هوا) پینخه تنه وژلي او ګڼ نور ژوبل کړي وو.

د امریکا په اېلیناېس، مېزوري او کنټکي کې هم د خطرناکو هواګانو او طوفان وړاندوینه شوې. د موسمیاتو د محکمې د اندازو تر مخه دغه خراب موسم د ګل/ دوشنبې په ورځ شمالي کېرولاېنا او ورجینیا اړخ ته تلی شي.

د دې خبر معلومات د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې نه اخستل شوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG