واشنګټن —
په هندوستان کې چارواکو د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل چې د همالیه په سيمه کې د سختو بارانو دلاسه په تېرو دوو ورځو کې لږ تر لږه ۴۱ کسان مړه شوي دي.
د هند په هماچل پرادېش ریاست کې درنو بارانونو د ځمکې خټان رانړولي چې په کې د یو مندر په شمول ګڼ شمېر ودانۍ تباه شوي دي. وېل کېږي چې په مندر کې د عبادت کونکو ګڼه وه.
د ریاست په ځینو برخو کې سکولونو تړل شوي دي او په ځینو علاقو کې خلک محفوظو ځایونو ته منتقل کړی شوي دي.
د ریاست وزیراعلا سوکېندر سېنګ په اېکس یا پخواني ټوېټر خپل پېغام کې وویل د تېرو ۴۸ ګنټو راهسې دوامدارو بارانونو
دلاسه هېماچل پرادېش په غمېزې یا ځپلو.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي او روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي
Forum