لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا کې د واورې په طوفانونو کې لږ تر لږه ۴۸ مړه شوي


د نیویارک ریاست بفېلو ښار او شا او خوا سيمې د واورې  د طوفان نه تر ټولو زیاتې متاثر شوي او په دغه سیمه کې ۲۷ کسان مړه شوي دي
د نیویارک ریاست بفېلو ښار او شا او خوا سيمې د واورې  د طوفان نه تر ټولو زیاتې متاثر شوي او په دغه سیمه کې ۲۷ کسان مړه شوي دي

واشنګټن - په امریکا کې د سختې یخنۍ او د واوري په طوفانونو کې لږ تر لږه ۴۸ کسان مړه شوي، میلینونه اغېزمن شوي، او په لکهاوو کسانو باندې بجلي بنده شوې ده.

د نیویارک ریاست بفېلو ښار او شا او خوا سيمې د واورې د طوفان نه تر ټولو زیاتې متاثر شوي او په دغه سیمه کې ۲۷ کسان مړه شوي دي.

په قامي کچه په امریکا کې لږ تر لږه ۴۸ مړه شوي دي.

په نیویارک او په نورو علاقو کې د واوارې طوفان د کرسمس نه مخکې راغلی و او د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه، د ګل، دوشنبې، په ورځ امدادي هلو ځلو دوام درلود.

رپورټونه وايي ګڼ شمېر خلک په موټرو، کورونو او نورو ځایونو کې مړه موندل شوي دي. ځینې کسان د واورې د لېرې کولو په مهال په یخ کې مړه شوي دي.

د دې ساړه طوفان اندازه دومره پراخه ده چې تر اوسه یې مثال نه و لیدل شوی. دا طوفان کېنېډا ته څېرمه د ګرېټ لېکس نه نیولې، بیا د مېکسیکو په سرحد باندې د ریو ګرانډې تر سیمې پورې خلک اغېزمن کړي دي.

د امریکا د موسمیاتو قامي محکمې ویلي چې د ملک قریب شپېته فیصده (۶۰٪) وګړي داسې دي چې د موسم د خرابېدو له امله یا ورته خبرداری ورکړی شوی او یا څه سپارښتنه ورته شوې ده. د امریکا په ګڼ شمېر سیمو کې د یخنۍ کچه ډېره رالوېدلې ده او د صفر سېنټي ګرېډ نه هم ښکته ده.

د فلایټ اوېئر په نوم د یو وېب سایټ ترمخه، د اتوار/یکشنبې ورځې تر سهاره پورې قریب څوارلس سوه (۱۳۴۶) داخلي او بهرني پروازونه کېنسل شوي دي.

د موسمیاتو ماهرین وایي چې د ګرېټ لېکس سیمې ته نږدې یو بمب سایکلون راغلی او په نتیجه کې یې تېز بادونه چلیدلي او درنه واوره هم ورسره ورېدلې ده چې یو توپاني حالت یې پیدا کړی دی. بمب سایکلون هغه ته ویل کیږي چې کله په یو قوي توپان کې د اېټمسفیر فشار یو دم راټېټ شي.

دې طوفان په خپل ټول زور سره، د نیویارک سرحدي ښار، بوفالو سخت ځپلی او هلته یې د ژوندانه چارې ډېرې اغېزمنې کړي او حتی د بېړني امداد چارې یې هم په ټپه درولي دي. د نیویارک ګورنرې کېتي هوچل ویلي چې په بوفالو ښار کې د اور وژنې هر ټرک په واوره کې ګېر پاته دی. د ښار ائیرپورټ هم د ګل/دوشنبې ورځې پورې بند کړی شوی دی.

د امریکا د موسمیاتو اداره وایي چې د اتوار/یکشنبې ورځې د سهار تر اووبجو پورې، په بوفالو نیاګارا انټرنېشنل ائیرپورټ کې د شوې واورې اندازه، ۴۳ اېنچ (۱۰۹ سېنټي مټر) ته رسېدله.

د واورې او سخت باد او یخنۍ له امله ځینو لویو لارو کې هم ګاډي ګېر پاته شوي دي
د واورې او سخت باد او یخنۍ له امله ځینو لویو لارو کې هم ګاډي ګېر پاته شوي دي

د یوې خوا د ډېر یخ موسم او د بلې خوا د بجلۍ د نشتون له امله، د بوفالو ښار اوسېدونکي د خالي په ورځ حيرانه و چې څنګه له خپلو کورونو راووځي او یو تاوده ځای ته ځانونه ورسوي. په لارو کوڅو کې درنه واوره پرته ده، او ځیني خلک پخپلو ګاډو کې چې کور سره یې درېدلي دي، خپل ټلیفونونه چارجوي.

د اېمبولنسونو تګ راتګ هم سخت اغېزمن شوی او د جمعې په ورځ دوه مریضان د دې امله مړه شول چې اېمبولنسونه په وخت هغو ته ونه رسېدل چې هسپتال ته یې منتقل کړي.

د امریکې په شپږو شمال ختیځو ریاستونو کې د اتوار/یکشنبې په ورځ د یو لک نه زیات (۱۲۱۳۰۰) کسانو پخپلو کورونو کې بجلۍ نه لري او د بجلۍ کمپنۍ وایي چې دې کسانو ته به د بجلۍ بحاله کول څو ورځې وخت ونیسي.

بل اړخ ته ګڼ شمېر کډوال چې د مېکسیکو د سرحد له لارې امریکې ته د ننولو په تمه دي او د سرحد سره یې نږدې اړولي دي، هغوی هم د یخنۍ د دې سختې څپې سره مخامخ شوي دي.

د امریکا دننه په ځینو لویو لارو باندې خلک په ټرافیک کې ګېر پاته دي او د یوه شپه و ورځ نه یې ډېره موده په لویو لارو کې تېره کړې ده.

اټکل شوی چې د یخني دا څپه به په آینده ورځو کې ختمیږي او بېرته به موسم د ژوندانه چارو ته برابر شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG