د خالي یا شنبې په سهار د اسرایلو په یوه مرکزي ښارګوټي کې یو برید لږ تر لږه ۱۱ تنه ټپیان کړي، په داسې حال کې چې د ایران ستر مشر د اسرایل د تیرې اونۍ د برید په وړاندې سخت ځواب ورکولو ژمنه کړې وه.
په تیرا باندې د سهار وختي برید، چې په مرکزي اسرایلو کې د هوایي برید سایرنونو وهل پیل کړل، د ورځې په پیل کې د لبنان نه د څو ویشتل شوي توغندیو څخه یو و. ډیری توغندي د اسرایلو لخوا په هوا کې ناکاره شوي دي، او نور یې په غیر اباده علاقه کې پریوتي دي.
د میګین ډیویډ ادوم بیړني ایمرجنسۍ وویل چې د اسرایلو په عرب ښار تیرا کې په یوه ودانۍ برید کې 11 کسان ټپیان شوي. درې په منځنۍ حالت کې وو، او نور لږ زخمونه لري.
په عکسونو کې ښکاري چې د درې چته ودانۍ شیشو او برني چت ته نقصان رسیدلی او لاندې ولاړ ګاډي هم خراب شوي دي.
د لبنان د ایران ملاتړي حزب الله ډلې د تل ابیب په څنډه کې د ګلیلوټ په سیمه کې د اسرایلو د پوځ د 8200 یونټ په لور د توغندیو د ویشتلو او د مرکزي اسرایل د پالماچیم هوایی اډې د چاودیدونکو الوتکو سره د برید کولو مسؤلیت په غاړه اخیستی. کومه اډه یي په نښه شوي، د اسرایلو پوځ دا له نه ده تایید کړې.
امریکا ، برتانیه او نورو لویدیځو هیوادونو حزب الله د یوې ترهګرې ډلې په توګه ګرځولې ده.
حزب الله وویل چې د ګلیلوټ په لار کې د خالي/ شنبې د سهار راکټي برید د "قتل عام" په غچ کې و چې د اسرایلو لخوا ترسره کیږي. احتمال شته چې دا ادعا په تیرا کې د برید سره تړاو ولري، چې له ګلیلوټ څخه شاوخوا 20 کیلومتره لیرې دی.
حزب الله دا هم ویلي چې د دوي جنګیالیو د ډیلتون، یسود حمالا او بار یوهای په ګډون د اسرایلو په شمالي ښارونو راکټونه توغولي دي.
دا وروسته د هغې شوي چې د ایران ستر مشر د خالي یا شنبې په ورځ اسرایلو او امریکا ته ګواښ وکړ چې په ایران او د هغه په متحدینو د بریدونو په اړه به «له سخت ځواب» سره مخامخ شي.
ایت الله علي خامنه يي دا خبرې په داسې حال کې کړي چې د اکتوبر په ۲۶مه په اسلامي جمهوریت ایران برید شوی و او پوځي اډې او نور ځایونه په نښه کړل شوي وو چې پکې لږ تر لږه پنځه کسان ووژلی شوي وو، د دغه برید نه وروسته د ایران ګواښونه زیات شوي دي.
په امریکا کې د نهې یا سه شنبې په ورځ صدارتي ټاکنې کیدونکي دي، د دواړو خواوو نه هر ډول نور بریدونه، کولی شي چې منځي ختیځ ته نور زیان ورسوي. چې یو اړخ ته د غزې په تړانګه کې د اسرایل او حماس جګړې او پر لبنان د اسراییل ځمکني یرغل سره د دغې شخړی د خوریدو ویره هم سیوا شوي ده.
Forum