د خېبرپښتونخوا په لکي مروت او باجوړ ضلعو کې په وسله والو بريدونو کې لږ تر لږه دوه پوليس او يو بل تن وژل شوي او د اېس اېچ او په ګډون درې نور پوليس ژوبل شوي دي.
د خېبرپښتونخوا د لکي مروت ضلعې د پوليسو وياند شاهد حميد وي او اې ډيوه سره شريک کړي خبر کې ویلي، پرون د 18م اګست په مازيګر نزدې پينځه بجې د برګي تاڼې په حدودو کې وسله والو ترهګرو د برګي تاڼې په موبايل ګاډي ډزې کړي، په نتيجه کې یې کانسټېبل نثار احمد وژل شوی او د اېس اېچ او شاکر خان په ګډون درې نور پوليس اهلکار ژوبل شوي دي.
د پېښې زمه واري تراوسه پورې چا نه ده منلې.
د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه، په ژوبلو کې وروسته یو بل پوليس اهلکار ژوند د لاسه ورکړی دی.
پرون د اتوار په ورځ امنيتي سرچینو ویلي وو، د خېبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې په امنیتي ځواکونو د وسله والو برید کې دوه پوځيان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي وو. د پاکستان پوځ د پېښې په اړه تراوسه پورې په رسمي ډول څه نه دي ويلي.
هم پرون د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا په باجوړ کې نامعلومو وسله والو د ټرېفک پوليس اهلکار باندې ډزې کړې، ژوبل شوی او وروسته یې په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی وو.
باجوړ کې بله پېښه د تبليغي مرکز مخې ته شوې، د شېر زمين په نوم تن چې د تبليغي جماعت يو ځایي مشر او کاروباري دی، د نامعلومه وسله والو په ډزو کې وژل شوی دی.
د رپورټونو ترمخه، داعش خراسان د دغه پېښې زمه واري منلې ده.
د 13م اګست په شپه ناوخته د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرل عاصم منیر ويلي وو، په خېبر پښتونخوا صوبه کې یو وارې بیا د ترهګرۍ فتنې سر راپورته کړی او د ترهګرۍ چقولو یا ځپلو لپاره د پاکستان پوځ او قانون په ځای کوونکې ادارې په مبارزه بوختې دي.
د پاکستان د ازادۍ د ملي ورځې په اړوند په کاکول پوځي اکیډمۍ کې د سلامۍ دستورې ته خپله وینا کې جنرل منیر ویلي وو، د ترهګرۍ په ضد جګړه کې چې پښتنو کوم د زړورتیا، ایثار او قربانیو لازواله داستان رقم کړی په هغې ټول قام پښتنو ته سلام کوي.
پوځي مشر ویلي وو په ځمکه د فساد خوروونکو طاغوتي قونونو مخې ته د پاکستان پوځونه او ټولې قانون په ځای کوونکې ادارې ولاړې دي او د پښتونخوا ولس د خپل پوځ او قانون په ځای کوونکو ادارو سره اوږه په اوږه لکه د فولادو د غر ولاړ دی چې په دې ټول قام د پښتونخوا د ولس احسانمن دی.
د پوځ مشر دغه وینا په داسې حال کې کړې چې د پښتونخوا قبایلي ضلعو کې په دې وروستیو کې د وسله والو لخوا په پوځ او پوليسو شوو بریدونو کې ګڼ شمېر عسکر وژل شوي دي.
Forum