د افغانستان بېنک د امريکا په مرسته شوي هغه اډېټ یا پلټنو کې پاتې راغلی چې په سوېس ټرسټ فنډ کې يې پرتې 3.5 بيلينډالر بيرته تر لاسه کړي. دا عمل ځينې امريکايي چارواکو د دې د پاره شروع کړی و چې د مالي ستونزو سره مخ افغانستان ته اساني جوړه کړي.
د امريکا د خزانې يو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط روېټرز خبري ادارې ته ويلي اډېټ د امريکا د خزانې محکمې هغه دريځ بدل نه کړی شو چې تر څو د افغانستان بېنک اصلاحات نه وي کړي د افغانستان په پيسو تر لاسه کولو کې به د امريکا ملاتړ حاصل نه کړی شي.
په افغانستان کې د طالبانو د واک نيولو وروستو امريکا د خپل فيډرل ريزرو بينک سره پرتې د هغه کنګل کړل شوو اوه بيلين ډالرو نيمه برخه پيسې سوېز افغان فنډ ته اړولي دي. دا فنډ تېر کال جوړ شوی دی.
د امريکا د خزانې چارواکي ويلي د افغانستان بينک له ارو مرو دا ثابتول پکار دي چې بينک د سياسي مداخلت نه ازاد دی، هغه درېطالبان چارواکي چې د ياد بينک بهرنۍ چارې څاري د دندې نه لرې کړل شي او مسلکي خلک د بينک چارې په مخ يوسي.
د چارواکي په وينا افغان مرکزي بينک به دا ثابتوي چې د پيسو غير قانونه ورکړه راکړه نه کوي، نه به د ترهګرو سره مالي مرستې کوي اوپېژندل شوی ازاد څارکونکی به د بينک د چارو مسول وي.
يو امريکايي چارواکي ميډيا ته وويل چې د افغانستان بينک په اړه د امريکا دريځ زړه په زړه دی. درېو امريکايي چاروکو د نوم نه ښودلوپه شرط ميډيا ته دا معلومات ورکړي.
نه د طالبانو يو انتظامي وياند او نه هم د افغانستان بينک وياند د ميډيا د پوښتنو ځواب ورکړی.
د واشنګټن او ځينې نورو هېوادونو دا انديښنه نه ده لرې کړی شوې چې د افغانستان بېنک او طالب چارواکي دا ضمانت ورکړي د پيسوغير قانونه ورکړه راکړه به نه کوي.
دا غوښتنه د طالبانو نه هله شوې چې طالبانو هغه پيسې بيرته وغوښتلې کومې چې د تېر حکومت په وخت کې په امريکا او نورو هېوادونوکې پرتې وې او د طالبانو د واک نيولو وروستو کنګل کړل شوي.
څلور کسيزه بورډ د ټرسټ فنډ د پيسو ورکولو مجار دی چې د امريکا د نماينده مرضي ترلاسه کول پکې بنيادي حيثيت لري.
افغانستان د بشري حقونو د بدحالۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ دی او ځينې څېړونکي وايي د امريکا لخوا د طالبانو په واک کې د يادهېواد خلاف لږېدلي بندېزونو حالات نور هم خراب کړي.
یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي