لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسټرېلیا دا فېصله بېرته اخېستي چې مغربي یروشلم يې د اسرایل سرښار منلی و


د اسټرېلیا خارجه وزیرې پېني وانګ دغه فېصله د نهې، سه شنبې، په ورځ اعلان کړه او ويې وېل پکار ده چط د یروشلم د اینده په اړه فېصله دې د اسرایل او فلسطینیانو ترمنځ د پرامنه مذاکراتو دلارې وشي
د اسټرېلیا خارجه وزیرې پېني وانګ دغه فېصله د نهې، سه شنبې، په ورځ اعلان کړه او ويې وېل پکار ده چط د یروشلم د اینده په اړه فېصله دې د اسرایل او فلسطینیانو ترمنځ د پرامنه مذاکراتو دلارې وشي

د اسټرېلیا موجوده حکومت د هېواد د پخواني حکومت دا فېصله بېرته اخیستې چې مغربي یروشلم يې د اسرایل سرښار تسلیم کړی و.

د اسټرېلیا خارجه وزیرې پېني وانګ دغه فېصله د نهې، سه شنبې، په ورځ اعلان کړه او ويې وېل پکار ده چط د یروشلم د اینده په اړه فېصله دې د اسرایل او فلسطینیانو ترمنځ د پرامنه مذاکراتو دلارې وشي.

وانګ وویل اسټرېلیا به تل د اسرایل کلک ملګری وي خو هېواد به يې د داسې دریځ ملاتړ نه کوي چې د اسرایل ترڅنګ د فلسطيني ریاست د جوړېدو امکان کمزوری کوي.

د اسرایل وزیراعظم یاېیر لېپېډ په یو بیان کې وویل یروشلم د اسرایل ابدي او غیر منقسم سرښار دی او هېڅ شی دا خبره نشي بدلولی. اسرایلي وزیراعظم وویل د اسټرېلیا وزیراعظم اېنتني البنيز د یروشلم په اړه یو مطبوعاتي رپورټ غلط کړی دی خو امید کوي چې البنیز په نور معاملات په سنجیدګۍ او مسلکي انداز کې په وړاندې بیايي.

د اسرایل خارجه وزارت د اسټرېلیا سفیر د احتجاج دپاره طلب کړی و.

د اسټرېلیا پخوان زاړه پاله وزیراعظم سکاټ مورېسن په ۲۰۱۸ کې مغربي یروشلم په رسمي ډول د اسرایل سرښار تسلیم کړی و خو د اسټرېلیا سفارتخانه يې په تل ابیب کې ساتلې وه.

وانګ وویل وزیراعظم مورېسن دغه فېصله په سډني کې د انتخاباتو ګټلو دپاره کړې وه. د سډني په دغه برخه کې په لویه شمېره کې یهودیان اباد دي.

د مورېسن د فېصلې نه یو کال وړاندې د امریکې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ مغربي یروشلم د اسرایل سرښار منلی و.

د یروشلم په اړه د وانګ د اعلان نه مخکې د اسټرېلیان د خارجه امورو او تجارت وزارت د خپلې وېب پاڼې نه هغه الفاظ لېرې کړل چې مغربي یروشلم پکې د اسرایل سرښار لیکل شوی و.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای د رپورټ نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG