لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو لخوا په ښځو د بنديزونو په سر اسټريليا د افغان لوبډلې سره د سياليو نه انکار وکړو


د اسټريلیا کرکټ بورډ [کرکټ اسټريليا] نن د زیارت/ پنجنشبې په ورځ [12 جنورۍ] په ټویټر ویلي، د اسټريليا کرکټ بورډ د افغانستان په ګډون په ګرده نړۍ کې د سړو او ښځو د لوبود پرمختګ د ملاتړ عزم لري
د اسټريلیا کرکټ بورډ [کرکټ اسټريليا] نن د زیارت/ پنجنشبې په ورځ [12 جنورۍ] په ټویټر ویلي، د اسټريليا کرکټ بورډ د افغانستان په ګډون په ګرده نړۍ کې د سړو او ښځو د لوبود پرمختګ د ملاتړ عزم لري

د اسټريليا کرکټ لوبډلې [کرکټ اسټريليا] د افغان کرکټ لوبډلې سره د سیالیو نه انکار کړی او ویلي يې دي دغه پرېکړه يې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو لخوا په ښځو او جينکو د بنديزونو په غبرګون کې کړې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ، په افغانستان کې واکمنو طالبانو او د کرکټ نړيوالې شورا په سمدستي توګه دغه پرېکړې ته کوم غبرګون نه دی ویلی.

خو افغان لوبغاړی نوين الحق چې د اسټريليا په بګ بېش ليګ کې لوبيږي د اسټريليا د لوبډلې د فېصلې په غبرګون کې يې ويلي،

هغه په ټويټر ويلي، "د دې ويلو وخت دی چې په بګ بېش ليګ کې نه لوبېږم، څو پورې چې اسټريليا د ماشومانو په څېر فېصلې نه وي پرېښودي په بي بي اېل کې ګډون نه کوم، اول يې د يوې ټېسټ سیالۍ نه او اوس يې د يو ورځنۍ لړۍ نه لاس واخسته، داسې هېواد [افغانستان] چې ملاتړ ته اړتيا لري يواځینۍ خوشالي ترې واخستل شوه".

د افغانستان او اسټريليا کرکټ لوبډلو ترمنځ د مارچ په مياشت کې سيالۍ ټاکل شوې وې.

د اسټريلیا کرکټ بورډ [کرکټ اسټريليا] نن د زیارت/ پنجنشبې په ورځ [12 جنورۍ] په ټویټر ویلي، د اسټريليا کرکټ بورډ د افغانستان په ګډون په ګرده نړۍ کې د سړو او ښځو د لوبود پرمختګ د ملاتړ عزم لري.

د اسټريليا کرکټ بورډ زیاته کړې، په افغانستان کې د ښځو او جينکو د ښه والي دپاره به د افغانستان کرکټ بورډ سره په تماس کې وي.

په افغانستان کې واکمنو طالبانو د دسمبر پر 20مه د افغانستان په ټولو پوهنتونونو کې د نجونو تعلیم تر بل امر پورې ځنډولو امر کړی او تر هغه څلور ورځې وروسته د دسمبر پر 24مه یې په ټولو غیرسرکاري کورنیو او نړیوالو ادارو کې هم د ښځو پر کار بندیز اعلان کړی وو.

د طالبانو له لوري د ښځو پر حقونو باندې دغو او څو نورو لګول شویو بندیزونو پراخ نړیوال غبرګونونه پارولي او ملګرو ملتونو د طالبانو له مشرانو سره په تېره یوه اوونۍ کې د لیدنو له لارې هڅه پېل کړې ده چې طالبان پر خپلو پرېکړو له سره غور کولو ته وهڅوي.

د طالبانو د لوړو زدکړو سرپرست وزیر ندامحمد ندیم په خپلو تازه ویناوو کې ویلي، چې دوی د تعلیم مخالف نه دي او لوړو زدکړو ته ژمن دي، خو دا یې نه دي ویلي چې د ښځو پوهنتونونه به کله بیرته خلاص کړي چې هغوی خپل تعلیم ته ته دوام ورکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG