لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کابل کې د اسټرېلیا سفارت به دا هفته وتړل شي


په تېرو ۲۰ کلونو کې اسټرېلیا تر ۴۰۰۰۰ پورې عسکر په افغانستان کې ګمارلي او ۴۱ عسکر یې په افغانستان کې وژل شوي دي
په تېرو ۲۰ کلونو کې اسټرېلیا تر ۴۰۰۰۰ پورې عسکر په افغانستان کې ګمارلي او ۴۱ عسکر یې په افغانستان کې وژل شوي دي

اسټرېلیا ویلي په کابل کې به خپل سفارت دا هفته وتړي ځکه چې افغانستان نه د نړیوالو ځواکونو د وتلونو وروسته د سفارت د تحفظ ضمانت نه لري.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د اسټرېلیا سفارتخانه به د می په ۲۸ نېټه بنده شي.

د اسټرېلیا وزیراعظم سکاټ مورېسن ویلي امید کوي چې د سفارت بندېدل به عارضي وي او په اینده کې به بیا پرانېستل شي.

د وي او ای رپورټ وايي افغانستان ته به د اسټرېلیا سفارتکار نه نورو ملکونو نه ورځي.

مورېسن وویل "د امنیت په زیاتېدونکي غېریقیني چاپیریال" کې د سفارت د عملي دپاره په افغانستان کې پاتې کېدل به محفوظ نه وو. د وي او ای رپورټ وايي د امنیت په خاطر په کابل کې د اسټرېلیا د سفارت کره ځای نه ښودل کېږي.

د اسټرېلیا د خصوصي ځواکونو پخواني عسکر مارک وېلز اسټرېلین براډکاسټنګ کارپورېشن ته وویل د سفارت بندول یو منتقي ګام دی. "کابل محفوظه علاقه نه ده. هلته ډیرې حملې کېږي."

د امریکې صدر جوبایډن د دې اعلان وروسته چې امریکايي ځواکونه به د سږ کال د سېپټېمبر پورې د افغانستان نه ستانه شي، په هېواد کې د امینتي ځواکونو او د طالبانو جنګ زیات شوی دی.

افغان چارواکي وایي د افغانستان په یو سل و څلورو ولسوالیو کې د حکومت او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده او طالبانو په وروستیو درېیو میاشتو کې قریب درې نیم زره حملې کړي دي.

د وي او ای رپورټ وايي ځینې څېړونکي دا تشویش څرګندوي چې د نړیوالو ځواکونو د انخلا وروسته به په افغانستان کې پراخه کچه تشدد بیا شروع شي.

په افغانستان کې د اسټرېلیا د عسکرو د مبینه جنګي جرمونو په اړه خصوصي څېړونکي ویلي په کابل د سفارت بندیدل غوره لاره نه ده خو د دغو تحقیقاتو په لړ کې د ګواهانو بیانونه اخیستلو دپاره انتظامات شوي دي.

په تېرو ۲۰ کلونو کې اسټرېلیا تر ۴۰۰۰۰ پورې عسکر په افغانستان کې ګمارلي او ۴۱ عسکر یې په افغانستان کې وژل شوي دي.

په موجوده وخت کې د اسټرېلیا ۸۰ عسکر په افغانستان کې مېشته دي چې د سېپټېمبر د میاشت پورې به ستانه شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG