لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکیه کې یوه اوونۍ وړاندې د وژل شوؤ پینځوو افغانانو مړي موندل شوي


رويټرز خبري شبکه خپل رپورټ کې وایي چې د پېښې د جزیاتو او د وژل شوؤ افغانانو دپېژندګلو معلومولو  په اړه یې د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت ته يو ايميل لېږلی، خو سمدستي يې کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی
رويټرز خبري شبکه خپل رپورټ کې وایي چې د پېښې د جزیاتو او د وژل شوؤ افغانانو دپېژندګلو معلومولو  په اړه یې د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت ته يو ايميل لېږلی، خو سمدستي يې کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی

د ترکيې په پلازمېنه کې یوه اوونۍ وړاندې د وژل شوؤ پینځوؤ افغانانو جسدونه موندل شوي چې ویل کیږي په مرموزه توګه په چاړو وهل شوي اؤ وژل شوي دي.

د رویټرز خبري شبکې د راپور له مخې د ترکیې په پلازمېنه انقره کې په یوه کور کې د پنځوؤ افغانانو مړي موندل شوي دي چې په چاړو د وهل کیدو له امله یې په وجودونو ژور زخمونه لیدل کیږي خو ددغو وژل شوؤ افغانانو پېژندګلو نه ده په ډاګه کړل شوې.

د ترکیې دولتي خبري اژانس انادولو راپور ورکړی چې د وژل شوؤ افغانانو خپلوانو پولیسو ته دهغوي ورکیدو راپور ورکړی ؤ خو دهغوي د ورکیدو اؤ وژل کیدو په اړه نور جذیات دهغوئ دکورنیو سره هم نشته.

پوليس وایي چي مړي یې د پوسټ مارټم لپاره هسپتال ته رسولي دي۔ د وژنو د پېښې په اړه پلټنې روانې دي، خو په وړومبي سر کې د وژنو علتونه نه دي ښکاره شوي.

رويټرز خبري شبکه خپل رپورټ کې وایي چې د پېښې د جزیاتو او د وژل شوؤ افغانانو دپېژندګلو معلومولو په اړه یې د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت ته يو ايميل لېږلی، خو سمدستي يې کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.

تر اوسه د وژل شوؤ افغانانو کورنیو رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم په افغانستان کې دطالبانو د حکومت له خوا په دې اړه کوم غبرګون مخې ته راغلی دی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG