لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بهايي مذهب منونکي د خپل مشر د زیږون ورځ لمانځي


د نورو سره په ګډه پاکستان کې مېشت د بهايي مذهب منونکي هم دغه ورځ لمانځي. پاکستان کې د شمیرو او رجسټریشن قامي ادارې (نادرا) د شمیرو تر مخه په کال ۲۰۱۲م کې د د دغه مذهب منونکو شمیره ۳۳،۰۰۰ ده.

د بهایي مذهب منونکي په ټوله نړۍ کې د خپل روحاني مشر حضرت بها الله د زیږون دوه سوه یمه کلیزه لمانځي.

د نورو سره په ګډه پاکستان کې مېشت د بهايي مذهب منونکي هم دغه ورځ لمانځي. پاکستان کې د شمیرو او رجسټریشن قامي ادارې (نادرا) د شمیرو تر مخه په کال ۲۰۱۲م کې د د دغه مذهب منونکو شمیره ۳۳،۰۰۰ ده.

د دغه مذهب منونکې یوه میرمن ملالۍ چې د ژبو ماهره هم ده وایس اف امریکا ډیوه ته وايي زمونږ مذهب سره تړاو لرونکي په خیبر پښتونخوا او فاټا کې هم موجود دي خو لویې شمیر یې بیا هند، ملایشیا او فلپاین کې دي.

میرمن ملالې وایي ٫٫ پاکستان کې هم د حضرت بهاالله د زیږون دستورې پیل شوي او په دغه لړ کې په اسلام اباد او لاهور کې دستورې شوي. ډیر زر به د حکومت په مرسته په پیښور کې هم یوه دستوره کیږي. د دغه دستورې مقصد به ټولو مذهبونو ته د یووالي پیغام ورکول وي.٬٬

حضرت بها الله په کال ۱۸۱۷م کې د اکتوبر په میاشت کې د ایران سرښار تهران کې د یو وزیر کورنۍ کې سترګې پرانیستې وې. د دویشتو کالو په عمر کې یې پلار مړ شو او شاهي خاندان ورته د وزارت وړاندیز وکړو خو ده دا وړاندیز رد کړو او د یو نوي مذهب بنیاد یې کیښود.

میرمن ملالۍ وایي ٫٫ بهايي مذهب دولس بنیادي اصول لري کوم چې حضرت بها الله ښودلي دي او هدف یې نړۍ کې یو والی او سوله راوستل دي. دغه شان نورو نکتو کې د تعصباتو ختمول، زنانو او نارینه و ته په یو سترګه کتل، د روحانیت له لیارې د نړۍ د ستونزو هواری او ټولې دنیا لپاره د یوې ژبې او یوې کرنسۍ نفاذ دی.٬٬

میرمن ملالۍ زیاتوي: ٫٫ د بهایی مذهب منونکي نړې کې موجودو ټولو مذهبونو لکه یهودیت، عیسایت، اسلام، هندومت، بدهه مت او نورو پوره احترام کوي او کوم بنده چې بهایي مذهب اختیاروي د هغه لپاره لازم ده چې هغه هم د ټولو مذاهبو احترام وکړي.٬٬ د دغه میرمن په وینا په بهايي مذهب کې اجتماعي او انفرادي دواړه عبادات شامل دي.

د ملالۍ خاوند فواد اختري نه چې پوښتنه وشوه چې ایا دې لړ کې حکومت دوي سره کومه مالي مرسته کوي نو هغه وویل د حضرت بهاالله اصول دي چې بهایي پنګو کې به یواځې بهایان پیسې ورکوي نو ځکه دوي سره دا اختیار نیشته چې د حکومت یا ملکي او خارجي ادارو نه پیسې واخلي.

میرمن ملالۍ بیا ګیله کوي چې په پاکستان کې د تعلیم په څانګه کې اقلیتونو لپاره ډیرې کمې څوکۍ دي او د بیلګې په توګه وایي د خیبر پښتونخوا میډیکل کالجونو کې د اقلیتونو لپاره یواځې یوه څوکۍ یا سیټ دی. او په انجینرنګ کالجونو کې خو د اقلیتي ذده کونکو لپاره هډو څوکې نیشته چې ورسره زمونږ ماشومان د مایوسۍ ښکار کیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG