لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان اسمبلۍ ته کلنی بجټ وړاندې شوی، د اسمبلۍ بهر احتجاج هم شوی


ّله مرکزي حکومت څخه د 667 روپو ترلاسه کولو تمه څرګنده شوې او د صوبې خپل امدن 124 ارب روپۍ دى. دعوامي خدماتو له پاره 138 ارب او د امن امان له پاره 93 ارب 12 کروړه روپۍ څرګنده کړی شوي دي.
ّله مرکزي حکومت څخه د 667 روپو ترلاسه کولو تمه څرګنده شوې او د صوبې خپل امدن 124 ارب روپۍ دى. دعوامي خدماتو له پاره 138 ارب او د امن امان له پاره 93 ارب 12 کروړه روپۍ څرګنده کړی شوي دي.

حميد سمسور

د جمعې په ورځ د بلوچستان حکومت 955 ارب کلنيز بجټ وړاندې کړو چې پر دې کې 25 ارب سرپلس پيسې ښودل شوي دي. پر دې مهال د اسمبلې مخ ته احتجاج هم شوى.

دبلوچستان حکومت د مالي کال د 2024 او 25 کلنېز ه بوديجه صوباؽي وزير خزانه مير شعيب نوشرواني وړاندې کړې ده. ټول ټال صوبايي بجټ 955 ارب ښودل شوی خو په د مرکزي حکومت د روانو پروژو 73 ارب روپۍ هم پکې شاملي کړی شوي دي، چې 609 ارب روپۍ غير ترقياتي او 321 روپۍ د پرمختيا او 25 ارب روپۍ پکې سېوايي لا سرپلس ايښودل شوي دي.

ّله مرکزي حکومت څخه د 667 روپو ترلاسه کولو تمه څرګنده شوې او د صوبې خپل امدن 124 ارب روپۍ دى. دعوامي خدماتو له پاره 138 ارب او د امن امان له پاره 93 ارب 12 کروړه روپۍ څرګنده کړی شوي دي.

د چاپيريال خوندي ساتلو له پاره يوازې 90 کروړه روپۍ ځانګړې شوي دي او د روغتيا له دپر مختيا د پاره 57 ارب روپۍ ځانګړي شوي دي.

صوباؽي وزير خزانه مير شعيب نوشرواني د بجټ په حواله په خپله وينا کې وويل دتعليم له پاره دوى 52 ارب روپۍ اضافه کولو سره 146 ارب او د غير ترقياتي چارو لپاره يې 126 ارب روپۍ برخه ايښودې ده.

په لومړۍ ځل باندي دلوستونکو له پاره د بينظير اسکارشپ اعلان شوى دي. د قرضو د بيرته ورکولو له پاره 8 ارب 65 کروړه روپۍ ځانګړې کړی شوي دي.

وزير اعلا سرفراز بګټي دا يو تاريخي بجټ وبلل او ويې ويل چې حکومت به يې يوه روپۍ هم بغير د خرڅ نه پرېږدي.

ٶزير اعلا بګټي وويل “دا تاثر ناسم دى چې موږ و مرکزي حکومت ته د ګېس راٸلټي ورپرېښودې ده”.

وزير خزانه وويل چې دصوبې له وسايلو څخه د پرمختيا له پاره 219 ارب روپۍ دغې تر قياتي کارونو له د مرکزي حکومت نه د 73 ارب 28 کروړ روپو تر لاسه کولو تمه ده.

حکومت د درې زره سرکارى ملازمانو د برتي کولو اعلان هم وکړو او صوباؽي وزير خزانه وويل چې په بجټ کې 2705 نوې منصوبې شاملي کړی شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG