لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان اعلا وزیر: کمېټي به په چاغي کې د ډرایور د وژل کېدو او په احتجاج کونکو د ډزو تحقیقات کوي


د بلوچستان اسمبلۍ په غونډه کې خپله وېنا کې ښاغلي برنجو وويل، د ډرايور د وژنې او پر احتجاج کونکو د دزو د پېښو د پلټنو لپاره صوبايي حکومت ځانګرې تحقياتي کمېټي جوړه کړې، دا کميټه به په پېنځلسو ورځو کې حکومت ته رپورټ وړاندې کوي
د بلوچستان اسمبلۍ په غونډه کې خپله وېنا کې ښاغلي برنجو وويل، د ډرايور د وژنې او پر احتجاج کونکو د دزو د پېښو د پلټنو لپاره صوبايي حکومت ځانګرې تحقياتي کمېټي جوړه کړې، دا کميټه به په پېنځلسو ورځو کې حکومت ته رپورټ وړاندې کوي

د بلوچستان اعلا وزير مير عبدالقدوس بزنجو ویلي په چاغي کې د یو ډرایور د وژل کېدو او په دغه پېښه د احتجاج کونکو په غونډه د ډزو د تحقیقاتو دپاره کمېټي جوړه شوي ده چې په 15 ورځو کې به حکومت ته خپل رپورټ ورکوي.

وزیراعلا د وژل شوي ډرايور د کورنۍ لپاره د 30 لکو روپو کومک اعلان هم وکړ او وې وېل اغېزمنو کورنيو ته به انصاف ورکول کېږي۔

د بلوچستان اسمبلۍ په غونډه کې خپله وېنا کې ښاغلي برنجو وويل، د ډرايور د وژنې او پر احتجاج کونکو د دزو د پېښو د پلټنو لپاره صوبايي حکومت ځانګرې تحقياتي کمېټي جوړه کړې، دا کميټه به په پېنځلسو ورځو کې حکومت ته رپورټ وړاندې کوي۔

د اعلا وزير په خبره که له رپورټ څخه مطمين نه شو، نو د عدالتي کميشن د جوړولو لاﺭه هم لري۔ "دا ډيره افسوسناکه واقعه ده، د دې لپاره موږ تحقياتي کمېټه جوړه کړې ده، لوړ پورې چارواکي هغې سيمې ته تللي دي، ژﺭ تر ژﺭه به پوره تفصيل مخې ته راوړل شي"۔

د بلوچستان د اعلا وﺯير صلاکار مير ضيا لانګو وايي د چاغي اوسېدونکی ډرايور امنيتي عسکرو ځکه وواژه چې هغه د عسکرو امر نه و منلی۔

په بلوچستان اسمبلۍ کې د نهې، سه شنبې، په ورځ غونډه کې د چاغي د يو ډرايور د وژنې او پر اتلسم اپريل د ډرایور د وژل کېدو په ضد د احتجاج په مهال په ډزو د اتوو کسانو د ټپي کېدلو پرضد حکومتي او د اپوزيشن غړو احتجاج وکړو او غوښتنه یې وکړه چې په پېښه کې ککړ کسان دې د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د بلوچستان د اعلا وزير د کورنيو چارو سلاکار مير ضيا لانګو په اسمبلۍ کې د خپلې وينا پر مهال وويل، "د رپورټ مطابق يو ډرايور د افغانستان له لارې په ايرانې ساخته موټرکې و پاکستان ته راروان و، و هغه ته د دريدلو لپاره لاس ورکړل شوی و خو هغه نه و درېدلی او يوه عسکر هغه ډرايور وواژه"۔

د امنيتي عسکرو له لوري د ډرايور د وژنې پېښه پر څوﺭلسم اپريل د افغانستان پولې ته څيرمه د بلوچستان د چاغي په ډک نومي سيمه کې رامنځ ته شوې وه۔

د ځايي ډرايورانو او خبريالانو په خبره چې د نورو ورځو په څير په دغه ورځ هم 200 ته نېږدې ډرايورانو د افغانستان نيمروز سيمې ته د تجارت لپاره تلل او راتلل غوښتل، خو امنتي ځواکونو د دوی يو ملګری وواژه او د دوی د موټرو په ريډيټر کې يې ريت واچاوه او ناکاره يې کړل۔

د هم دې پېښې پر ضد په چاغي ټاون کې پر اتلسم اپريل ډرايورانو، مدني او سياسي فعالانو د ايف سي کېمپ و مخ ته احتجاج کاوه چې پدې وخت ډزې وشوې او په نتيجه کې يې اته کسان ټپيان شول۔

احتجاج کونکي تور پورې کوي چې ډزې د عسکرو له لوري شوې، خو د ايف سي او يا هم بلې امنيتي ادارې له لوري پدې اړه کوم دريځ مخې ته ندی راغلی۔

مير ضيا لانګو وویل په دواړو پېښو کې دولس تنه ټپيان شوي دي، د دغو پېښو تحقیقات به کولی شي او ذمه وار کسان به سزا کېږي.

ضیالانګو وویل "لکه څنګه چې څه موده وړاندي په پنجګور کې د ځواک يوه سرتيري ځايې زدکونکی "حيات بلوڅ" وژلی و نو هغه سرتيری يې ونيوی، محاکمه يې کړاو پهانسۍ ورکړل شوه، که چيري په دې پېښو کې هم کوم سرکاري کس او يا هر څوک ککړ او د غلطۍ ذمه واره و نو هغه به ده دې غلطۍ ضرور حساب او ځواب ورکوي".


  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG