لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان حکومت په ساحلي ښار ګودار کې د احتجاج کوونکو غوښتنې ومنلې، پرلت ختم شو


مطبوعاتو ته جاري کړی شوي یو بیان کې د بلوچستان حکومت وویل دغه معاهده اعلا وزیر او "بلوچستان ته حق ورکړئ" د عنوان دلاندې د مظاهرې مشر مولانا هدایت الرحمان د پرلت کوونکو په خیمه کې د احتجاج ګډون والو په مخکې لاس لیک کړه
مطبوعاتو ته جاري کړی شوي یو بیان کې د بلوچستان حکومت وویل دغه معاهده اعلا وزیر او "بلوچستان ته حق ورکړئ" د عنوان دلاندې د مظاهرې مشر مولانا هدایت الرحمان د پرلت کوونکو په خیمه کې د احتجاج ګډون والو په مخکې لاس لیک کړه

د بلوچستان حکومت ویلی په ساحلي ښار ګوادر کې د احتجاج کوونکو غوښتنې یې ومنلې او د حکومت د اعلان نه پس په ګوادر کې د تېرو 31 ورځو راهسې په پرلت ناستو کسانو مظاهره ختمه کړه.

د بلوچستان اعلاوزير میر عبدالقدوس بزنجو په ګډون د حکومت لوړپوړي چارواکي د تيرو دو ورځو راهسې په ګوادر ښار کې موجود وو او د زیارت، پنچشنبې، په ورځ پرلت ته ورغلل او په 11 غوښتنو یې د احتجاج کوونکو سره لیکل شوي معاهده وکړه.

مطبوعاتو ته جاري کړی شوي یو بیان کې د بلوچستان حکومت وویل دغه معاهده اعلا وزیر او "بلوچستان ته حق ورکړئ" د عنوان دلاندې د مظاهرې مشر مولانا هدایت الرحمان د پرلت کوونکو په خیمه کې د احتجاج ګډون والو په مخکې لاس لیک کړه.

په تړ‎ون لیک کې لیکل شوي چې د پسني، اورماړه او لسبيله په سمندري حدودو کې د لویو کېښتیو په واسطه د ماھیانو ناقانونه ښکار کونکو پر ضد به قانوني ګامونه اخیستل کېږ‎ي، د بلوچستان سمندري حدود له 12 څخه تر 30ناټیکل مایل پوري د غځولو سفارښتنه شوې، د ګوادر ماهيانو نيونکو ته به په ازاده توګه سمندر ته د تللو اجازت وي، د ايران سره پر پوله تجارت به د ايف سي څخه ضلعۍ ځواک ته وسپارل شي، ټوکن سسټم او نورې اړ‎وند ستونځې ختمول به د يوي مياشتې په مودہ کې ختميږي.

د معاهده ترمخه، د ګوادر او د نورو سیمو څخه به د ایف سي غېر ضروري چيک پوسټونه د ختمولو په حقله مشترکه کميټۍ جوړيږي، د ګوادر ماهيان نيونکو لپاره او د سمندر د طوفان څخه اغيز من شویو کورنیو ته به ځانګړ‎ی مالي پيکج اعلانيږي، د ايکسپريس سړک د جوړ‎ېدو په سبب د اغيزمن شویو کورنیوشمېرې معلومول او د هغوی تاوان به ادا کېږ‎ي، د پرلت د مشر مولانا ھدایت الله نوم د فورتھ شېډول یا د هغه فهرست نه لرې کړی شو چې د ترهګرۍ الزام الزام پې لګول شوی وي، او د پرلت پر نورو شرکت کونکو درج شوې ټولې مقدمې ختم کړ‎ل شوې، او د هغوی پر ضدبه د حکومت له لوري انتقامي ګامونه نه اخیستل کېږ‎ي، ايالتي او په وفاقي محکمو کې به معزورہ کسانو ته د هغوی لپاره د ځانګړ‎ې برخې نوکرۍ ورکول کيږي، په سېمه کې به څادر او چار دیواري خيال ساتل کيږي،

ايالتي حکومت به د ګوادر د ماھی نیونکو نیول شوې ټولې کېښتيانې او موټر ګاډي د خلاصولو په موخه له وفاقي محکموں کوسټ ګارډ او ګمرک سره مرسته کوي”۔

د احتجاجي پرلت مشر مولانا هدايت الرحمان پرلت کونکو ته وويل چې اوس د پرلت د ختميدو اعلان کوي خو د ده په خبره “دا يو تحريک دی او تر هغه پوري به خپل دغه تحريک "بلوچستان ته حق ورکړي" جاري ساتي تر څو چې يې ایالت ته خوشحالي نه وي راوړ‎ې”۔

ګوادر کې د نومبر له 15 م څخه ځايې اوسيدونکو د جماعت اسلامي د جنرل سېکرټري مولانا هدايت الرحمن په مشرۍ کې پرلت پيل کړی و.

تحریک دوه واري په ګوادر ښار کې زرګونه ښځينه غړو په ګډون احتجاجي مظاهرې کړي وې، دوی له حکومت څخه نولس ته نېږدې غوښتنې لرلو اعلان کړ‎ی و، خو له حکومت سرہ په شوي تړ‎ون کې دیارلس غوښتنې شاملې دي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG