د بلوچستان ګورنر د چمن پرلتوالو ته د غوښتنو د حل ډاډ ورکړی
د بلوچستان ګوﺭنر ملک عبدالولې کاکړ ویلي په چمن کې د احتجاج کوونکو دوی غوښتنې به مرکزي حکومت ته ور رسوي. په چمن کې احتجاج کوونکي غوښتنه کوي چې پاکستان دې سيمې د خلقو دپاﺭه په چمن پوله تګ او ﺭاتګ دپاره پاسپورټ او ویزه د لازمي کولو فېصله بېرته واخلي. نور حال د چمن نه نعمت الله سرحدي وړاندې کوي