لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د روغتیا چارواکي وايي بلوچستان کې لنډقامته ماشومان ډیر شوي


د مور او ماشومانو د روغتیا ‌‌ډاکټره اسما کاکړ وايي، هغه ماشومان چې د غذا له کمښت سر مخ وي نه یوازي د هغوی زهني استعداد له نورو ماشومانو کم وي بلکې د علم او هنر په مېدان کښې هم شاته پاته وي

د روغتیا چارواکي وايي په بلوچستان کښې تر نیمايي زیات ماشومان د خوراک له کمي سره مخ دي او که سملاسي پام ورته و نشي نو اینده نسلونه به لنډ قامته وي.

په بلوچستان کښې د غذایي څانګي مرستیال مشر ‌‌‌‌‌‌ډاکټر عابد پانېزي ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته ویلي په صوبه کښې تازه څېړنه ښایي چې ٦٣ فیصده کورنۍ د غذایي کمښت سره مخ دي او د ۵۲ فیصده ماشومانو قد تر ټاکل شوي معیار ‌‌‌‌‌‌ډېر کم دی.

د نوموړي په وینا هلته ۱۷ فیصده ماشومان د زیږدني په لومړی میاشته یا بیا په کال کښې دننه ژوند له لاسه ورکوي د ده په وینا د خوراک له کمي سره مخ ماشومانوکښې ذهني صلاحیت او د کار کولو استعداد هم تر نورو کم وي.

د مور او ماشومانو د روغتیا ‌‌ډاکټره اسما کاکړ وايي، هغه ماشومان چې د غذا له کمښت سر مخ وي نه یوازي د هغوی زهني استعداد له نورو ماشومانو کم وي بلکې د علم او هنر په مېدان کښې هم شاته پاته وي.

‌‌‌‌‌‌ډاکټر اسما وايي د کورنۍ نارینه باید ده ښځو او ماشومانو او په ځانګړې توګه له مېندوارو (حامله) ښځو سره خپل چلند هم بدل کړي او د هغوی د خوراکي اړتیاوو او د ماشوم د خوراک او وخت پوره پام وساتي.

هغې وویل ماشوم ته له زېږېدنې سملاسي وروسته د مور شیدې باید هرومرو ورکړل شي ځکه چې له ‌‌‌‌‌‌ډېرو ناروغیو څخه یې خوندي کوي.

‌‌‌‌‌‌ډاکټر اسما وایي په بلوچستان ایالت کښې په هر یو لک ښځو کښې ۸۰۰ د ماشوم د زېږوني په وخت ژوند له لاسه ورکوي.

  • 16x9 Image

    نصير کاکړ

    نصیر کاکړ د کال ٢٠٠٢ راهسې وړمبی په کوټه او وس په واشنگټن کې د وایس اف امریکا سره د خبریال په توگه خدمات ترسره کوي. نصیر کاکړ د وي او ای ډیوه لپاره د نړي والو چارو ترڅنگ، د افغانستان، پاکستان او  ایران او په یو شمیر نورو موضوعاتو ملټي میډیا خبرونه او رپورټونه تیاروي.

     

XS
SM
MD
LG