لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان په پنجګور ضلع کې د هدفي وژنو په ضد احتجاج شوی


په بلوچستان کې ځايي خلک د خلکو د بې درکه کېدلو او په سیمه کې د بې ناامنۍ په ضد وخت په وخت احتجاجونه کوي. د صوبې د کورنیو چارو وزیر وايي امنیت خوندي دی
په بلوچستان کې ځايي خلک د خلکو د بې درکه کېدلو او په سیمه کې د بې ناامنۍ په ضد وخت په وخت احتجاجونه کوي. د صوبې د کورنیو چارو وزیر وايي امنیت خوندي دی

د بلوچستان د پنجګور اوسېدونکو سیمه کې د هدفي وژنو او د ناامنۍ د پېښو په ضد احتجاج کړی او ویلي یې دي حکومت نه غوښتنه کوي چې په هدفي وژنو کې ککړ کسان دې ونېسي.

دمدنی تولنې فعالان او بلوڅ زدکونکي وايي جليل سنجراني د روغتيا په څانګه کې افېسر و تېره مياشت د پنجګور پروم ښار کې نامعلومو وسلوالو ووژلو.

محمدحسين سنجرانی د پروم اوسيدونکی او د جلیل سنجراني د کورنۍ سره تعلق لري وايي د دوی غوښتنه هم دا ده چې د جلیل سنجراني قاتل دي ونيول شي.

محمد حسین سنجراني وايي د يو ه نيمې مياشتې په مهال 38 بلوڅان وژل شوې دي خو په دې لړ کې څوک هم نه دي نیول شوي.

دپنجګور د مدنی ټولنې بل فغال حاجي ظهور وويل خلک نفسياتي ناروغه شوي دي خلګ وژل کيږی خو سبب یې چا ته نه دی معلوم شوی. هغه زیاتوي دا د حکومت او د انتظاميي ذمه واري ده چي د وژنو له علت معلوم کړي او په دې کې ککړ کسان دې ونیسي.

د وي او ای ډیوه خبریال په دې اړه د پنجګور د پوليسو سره د ټلېفون او وټس اېپ دلارې د تماس کوښښ وکړو خو د پولیس ځواب ترلاسه نشو. پولیس په عامه ډول وايي په هدفي وژنو کې د ککړو نامعلومه کسانو په ضد یې مقدمې درج کړي او تحقیقات یې شروع کړي دي.

د بلوچستان دکورنیو چارو وزير ضياءلانګو ویلي چې په بې امنۍ کۍ ککړ دا له ترهګرو ځخه يوڅو پاته اورپکي دي، امنېت خوندي دی او امن ساتونکې به ډير زر سیمه له دوی ځخه صفا کړي.

د اتوار، يکشنبې، په ورځ وپنجګور ته نژدې دايران له سرحد سره جوغت ضلع کېچ د هوشاب په سيمه کې ماشومانو لوبې کولې چې دسړک له غاړی سره بم چاودنه کې درې ماشومان ټپيان شول. پوليسو ځای روغتون يوړل چې هلته دووساه ورکړه.

حکومت وايي چې د دغو پېښو مقدمې درج شوې دي او پلټنې دوام لري.

بلخوا، د بلوچستان په حب ښار کې د مقناطيسي بم چاودېډو له امله یو ځايي خبريال وژل شوی دی. بلوڅ بېلتون خوښې ډلې بي ایل اې د حملې ذمه واري منلې ده.

د حب د پوليسو ډي ايس پي يونس رضا د ټيليفون له لارې وي او اې ډيوه ته وويل چې د حب کراچۍ پر لويه لاره د حب د پوليسو د تهاڼې ته څېرمه د بمي بريد پيښه شوې چې په نتيجه کې يې ځايي خبريال شاهد زهري وژل شوی او يو لاروی ټپي شوی دی.

يونس رضا وويل چې د يکشنبې/ اتوار په ماښام (10 اکتوبر) شا وخوا اته بجې شاهد رضا له يادې سيمې تېرېدی چې د هغه په موټر کې چاودنه وشوه شاهد زهري اول ټپي شوی او ورستو يې په روغتون کې ساه ورکړه.

د يونس رضا په خبره دا مقناطيسي بم بريد و چې د شاهد زهري په موټر پورې لګول شوی وو، وايي دا هدفي بريد وو او هدف يې هم شاهد زهري وو.

د پوليسو په خبره شاهد زهري د ميټرو نيوز په نامه د کراچۍ د اردو ژبې مېټرو نيوز ټيلي ويژن سره له تېرو څو کالو راهسي د رپورټر په حيث کار کولو.

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG