لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مېرمنې د جنسې زورونې نه محفوظ ساتلو دپاره د بلوچستان پولیس "وېمېن سېفټي" اېپ جوړ کړی


خیال محمد وايي " دا ايپ به له پلې سټوره څخه راډونلوډ کړئ، رجيسترېشن وکړئ، بيا چې کله ايپ خلاص کړل شي هلته الرټ بټن راځې چې کله هغه تاسو ووهی نو له هغه ځايه څخه يو پيغام ستاسو و کور يا خپلوانو ته ځې او دويم تر موږ پوري رارسي او له دې پس بيا موږ د هغه پېښې پلټنې پېل کړو"۔
خیال محمد وايي " دا ايپ به له پلې سټوره څخه راډونلوډ کړئ، رجيسترېشن وکړئ، بيا چې کله ايپ خلاص کړل شي هلته الرټ بټن راځې چې کله هغه تاسو ووهی نو له هغه ځايه څخه يو پيغام ستاسو و کور يا خپلوانو ته ځې او دويم تر موږ پوري رارسي او له دې پس بيا موږ د هغه پېښې پلټنې پېل کړو"۔

د بلوچستان د پوليس چارواکو ویلي مېرمنې د جنسي زورونې نه محفوظ ساتلو دپاره یې د "وېمېن سېفټي" نومې موبایل اېپلېکېشن یا اېپ جوړ کړی دی.

پوليس چارواکي وايي د بلوچستان هره زنانه دا ايپ په خپل موبايل کې اچولي شي او د دې دلارې په دفترونو، تعليمي ادارو، ښارونو، لارو کوڅو او يا هم د موبايل له لارې په جنسي توګه د زورول کېدو مخه نیولی شي.

د چارواکو په وېنا د وېمېن سېفټي يا د ښځو د خونديتوب نومې دغه ايپ د بلوچستان د پوليسو د مشر په دفتر کې په جديده ټيکنالوجۍ څاﺭل کېږي.

د وېمېن سېفټي ايپ يو مسول افسر خيال محمد وايې د "وېمېن سېفټي اېپ" په موبايلونو کې له پلې سټوﺭڅخه ډاونلوډ کېدی شی او هم د دې له لارې د ضرورت پر وخت شکايت درج کولای شي.

د خيال محمد په خبره د جنسي زورونې شکايت ترلاسه نه پس د پېنځو څخه تر لسو دقيقو پوري پر هغه عمل کوي او که ضرورت وي نو د مرستو لپاره هغه ځای ته ځان هم ور رسوي.

خیال محمد وايي " دا ايپ به له پلې سټوره څخه راډونلوډ کړئ، رجيسترېشن وکړئ، بيا چې کله ايپ خلاص کړل شي هلته الرټ بټن راځې چې کله هغه تاسو ووهی نو له هغه ځايه څخه يو پيغام ستاسو و کور يا خپلوانو ته ځې او دويم تر موږ پوري رارسي او له دې پس بيا موږ د هغه پېښې پلټنې پېل کړو"۔

د ښځو د زورونې د مخ نيوي د صوبايي ادارې مشره محتسبه صابره اسلام وايې په بلوچستان کې د جنسي زورونې پېښې مخ پر زياتېدو دي. هغه زیاتوي د کورنۍ ستونځو، ويرې او بد نامۍ په وجه زياتره ښځينه د زورونې حال نه په کور کې وايي او نه هم د دوی محکمه ته شکايت کوي

صابره اسلام وايي په تيرو دریو کالو کې يې يوازي 70 پېښې ثبت کړي دي چې تر 90 سلنه زياتو شکايتونو فيصلې يې کړې او ککړ کسانو ته يې قانوني سزاوې ورکړې دي

د صابره اسلام په خبره د پوليسو د نوي ايپ له لارې به اوس ښځو ته اساني جوړه شي او هغه به له کومه ويرې پرته شکايت درج کولی شي او ورته به انصاف ورکول کېږي. " د دې ايپ له لارې چې دوی کوم شکايت درج کړي، که په هغه کې د زورونې اړخ زيات و، يا زموږ د ادارې اړوند کېس وي نو پوليس به هغه و موږ ته رالېږې،او که هغه جرم له پوليسو سره تړلی و نو هغه به پوليس په خپله ګوري"۔

په بلوچستان ايالت کې د ښځو د حقوقو لپاره کارکونکي غېر دولتي تنظيم "عورت فاونډيشن" مشر علاودين خلجی وايې په ايالت کې د پخوانې دودونو او نه مختګ له کبله د ښځو د زورونې کچه ډيره زياته ده، علاودين خلجی وايې چې په نظام د عدم اعتماد، د ستونزو د حل کېدو پر ځای د لا زياتيدو او د بدنامۍ له وجهې زياتره ښځې د زورونې پېښې له سره نه درج کوي.

هغه وویل د پولیس د اېپ نه پس امید دی چې ښځې به د ځان لپاره د غږ پورته کولو هڅه وکړي. "له هر ماشوم او زنانې سره نن سبا د موبايل سهولت شته نو که هغه چاته ټليفون نه شي کولای هغه که د دې اېپ په ذريعه يو ميسج وکړي نو هم مقدمه درج کيږي، که چيري هغه پوليسو ته ټليفون نه شوای کولای نو هغويی ته خپل لوکيشن (ځای) هم ليږلای شي او هغه مرسته ورسره کولای شي"۔

د پوليس د چاروکو په خبره د اېپ د جوړېدو لا زیات وخت نه دی شوی نو ځکه چا تر اوسه د دې دلارې کوم شکايت نه دی درج کړی. پوليس وايي ايپ يې په هره حواله خوندي او د باور وړ دی.

د ښځو د زورونې د مخ نيوي قانون 2016 مطابق که په چا د هراسګي يا زورونې تورونه ثابت شي نو کم از کم سزا، تنخواه بنديدل، په نوکرۍ کې د ترقۍ مخه نيول، زياته سزا کې له نوکرۍ څخه لېري کېدل او تر پېنځه لکه روپو پورې جرمانه او د بند سزا شامله ده. قانون دا هم وايي که چا بې ځايه تورونه پورې کړي وي هغوی ته به هم دغه ډول سزا ورکول کيږي.


  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG