لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عدالت مجید اڅکزی د پولیس په وژنه تورن کړ


په بلوچستان کې یوې لاندېنۍ محکمې د ايالتي اسمبلۍ غړی مجيد خان اڅکزی د ټرېفيک پوليسو د یوه مامور په کسته د وژني په تور تورن کړۍ خو هغه دا تور رد کړی دی.

پوليس وايي مجيد خان سږکال د جون په شلمه نېټه د کوټې ښار په زرغون سړک د ټرېفيک سارجنټ عطاءالله په موټر وهلی و چې ورسته په روغتون کې مړ شو. خو مجيد خان وايي د موټر بريکونو کار ندی کړی او دا چې دا يو تصادفي پېښه وه، ټپي مامور ېي روغتون ته رسولی او ورسته د هغه د جنازې په مراسمو کې د ګ‌‌‌‌‌‌ډون لپاره د پنجاب تونسه ښارګوټي ته تللی و.

مجيد خان اڅکزی د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي او د ايالت د ګورنر محمد خان اڅکزي د اکا (تره) زوی دی اودبلوچستان اسمبلۍ کي د حکومتي ادارو د څارني د کومېټې مشر هم دی.

د نوموړي د مدافع وکيل نصيب الله ترين وايي د مجيد خان په ضد قضيه یوه ساده ټرافيکي پېښه ده خو دترهګرۍ ضد محکمې ته وړاندي شوې او د هغه د نيولو لپاره پوليس او ملېشه داسي ورغلي وو لکه هغه چي يو غټ ترهګر وي.

ترين وايي مجيد خان د څارني د پارلېماني کومېټې د مشر په توګه په حکومتي چارواکو او ادارو سختي نيوکي کولې او دا ېي هم په ‌‌‌‌‌‌ډاګه کړي و چې شاته پاته بلوچستان کې پنځوس زره حکومتي مامورين (جعلي) تش په کاغذونو کې دي خو هره مېاشت معاش اخلي.

پوليس وايي د مجيد خان په ضد د قتل او پېسو لپاره د د تښتونې د قضيو اورونه هم پېل شوې خو د نومړي د مدافع وکيل وايي دغه قضيې پنځوېشت کاله زړې او د سياسي دښمنۍ په اساس جوړي شوي دي.

عدالت د قضيو د اورېدني لپاره د سپټمبر 27 مه نېټه ټاکلې او پوليسو ته ېي امر کړی چې د قتل په قضيه کې دي عېني شاهدان هم وړاندي کړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG