لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعظم بلوچستان کې د سیاسي بحران د حل لپاره کوټې ته ځي


د بلوچستان اعلا وزیر ثناالله زهري
د بلوچستان اعلا وزیر ثناالله زهري

ټاکل شوې چې د پاکستان وزیراعظم په بلوچستان کې د پیدا شوي سیاسي بحران د حل په مقد کوټې ته سفر وکړي، بل لور ته د صوبې وزیراعلی د خپل ګوند له مشر او پخواني وزیراعظم نوازشریف سره غږېدلی او د ځان په خلاف د بې باورۍ په تحریک کې یې مرسته ځنې غوښتې ده.

سرچینې وایي د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي به د جنورۍ په اتمه یا نهمه بلوچستان ته لاړ شي او هلته به د خپل ګوند د وزیراعلی په ملاتړ یوه غونډه را وبولي، چې په صوبایي حکومت کې د شاملو ګوندونو پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزی او د نېشنل ګوند مشر میرحاصل بزنجو به هم پکې ګډون وکړي

بل لور ته د صوبې وزیراعلی نواب ثناء الله زیهري د اتوار په ورځ د خپل ګوند مشر نوازشریف ته ټلیفون کړی، د بلوچستان له سیاسي بحرانه یې خبر کړی او له هغه یې مرسته غوښتې، چې په اسمبلۍ کې پیل شوی د بې باورۍ تحریک یې په صوبه کې حکومت ته تاوان ونه رسوي.

د وزیراعلی نواب ثناء الله زیهري په ضد په بلوچستان اسمبلۍ کې د بې باورۍ تحریک د جنورۍ په ۲مه ناببره پیل شو، چې د اپوزیشن ګوندونو په شمول ۱۴ غړو د وزیراعلی په ضد د بې باورۍ رایه ورکړه.

د بې باورۍ په تحریک کې خپله د واکمن مسلم لیګ (ن) ګوند او نېشنل ګوند کسان هم شامل وو. د صوبې د کورنیو چارو پخواني وزیر میرسرفراز بګټي- چې د ثناء الله زیهري تر ټولو باوري کس وو- هم د ګوند د نورو غړو برعکس د بې باورۍ د تحریک ملاتړ وکړ او وروسته یې له خپلې دندې استعفی وکړه. د صوبې د خزانې پخواني مشیر میرخالد لانګو- چې په حکومت کې له شامل نېشنل ګوند سره تړاو لري- هم د وزیراعلی په ضد رایه ورکړه.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند او نېشنل ګوند د وزیراعلی په ضد د بې باورۍ د تحریک په اړه خپل دریځ څرګند کړ او ویې ویل چې دوی د خپل ایتلافي حکومت په مهال داسې څه نه دي محسوس کړي، چې له مخې یې دوی د وزیراعلی په ضد د بې باورۍ د تحریک ملګرتیا وکړي. وایي دوی د وزیراعلی نواب ثناء الله زیهري ملاتړ کوي. د نېشنل ګوند مشر حاصل بزنجو هم د خپل ګوند د غړي خالد لانګو پر دې ګام اندېښنه څرګنده کړې، چې د وزیراعلی په ضد د بې باورۍ د تحریک ملګرتیا یې کړې ده.

په تېرو څلورو ورځو کې له مسلم لیګ (ن) ګوند سره تړاو لرونکو څو تنو وزیرانو او سلاکارانو له خپلو څوکیو استعفی کړې او د بې باورۍ د تحریک ملګري شوي دي، خو ټاکل شوې چې وزیراعظم شاهد خاقان عباسي به کوټې ته د سفر په مهال په یوه غونډه کې د دوی ګیلې واوري او هڅه په وکړي، چې بیرته یې د وزیراعلی په پلوۍ ملاتړ تر لاسه کړي.

وزیراعظم عباسي په بلوچستان کې د پیدا شوي سیاسي بحران د ختمېدو په خاطر د جمعت علمای اسلام ګوند له مشر مولانا فضل الرحمن سره لیدلي او هڅه یې کړې چې د وزیراعلی په ضد د بې باورۍ په تحریک کې یې د ګوند د غړو باور تر لاسه کړي، خو په بلوچستان اسمبلۍ کې د جمعیت علمای اسلام ګوند پارلماني مشر مولانا عبدالواسع وایي، څه دپاسه څلور کاله یې په اپوزیشن کې تېر کړل، دا به ورته ګرانه وي چې د بې باورۍ تحریک پرېږدي او د حکومت برخه شي.

سرچینې وایي نوازشریف ثناء الله زیهري ته ویلي، چې په اسمبلۍ کې د ده په ضد د بې باورۍ تحریک د مسلم لیګ (ن) ګوند په ضد یوه دسیسه ده او مقصد یې دا دی چې په راتلونکې مارچ میاشت کې کېدونکي د سېنټ انتخابات وځنډول شي، خو هغه ته یې باور ورکړئ چې خلکو پر دوی باور کړی او هیڅ ډول غیرجمهوري ګام ورته د منلو وړ نه دی.

سیاسي څېړونکي وایي په بلوچستان کې پیدا شوی سیاسي بحران د سېنټ د انتخاباتو لپاره د یوه پلان له مخې پیل شوی او مقصد یې دا دی چې مسلم لیګ (ن) ګوند په صوبه کې خپل حیثیت وبایلي، خو وایي که د بې باورۍ تحریک یواځې تر بلوچستانه محدود پاتې شي او نورو صوبو ته ونه غزېږي، نو که اسمبلۍ ماته هم شي، دا به د سېنټ پر ټاکنو هیڅ اغېز ونه لري.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

Recommended

XS
SM
MD
LG