لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان پوهنتون د وډیو سکېنډل په لړ کې د صوبايي اسمبلۍ کمېټۍ ٢٠٠ شکایتونه ترلاسه کړي


ښاغلي جسټس زياته کړه چې دوی به د اېف ايي ای په تحقيقاتو نه اثر اندازه کيږي. هغه زياته کړه دا د ټولې صوبې ستونزه "زموږ اولادونه په دې پوهنتون کې درسونه وايي، که څه شوي هم نه وي خو زدکوونکي پريشانه او ويريدلي دي."
ښاغلي جسټس زياته کړه چې دوی به د اېف ايي ای په تحقيقاتو نه اثر اندازه کيږي. هغه زياته کړه دا د ټولې صوبې ستونزه "زموږ اولادونه په دې پوهنتون کې درسونه وايي، که څه شوي هم نه وي خو زدکوونکي پريشانه او ويريدلي دي."

د چيف جسټس جمال مندوخېل او جسټس عبدالله بلوڅ په ګډون د بلوچستان هايي کورټ دوه کسېزه بېنچ یا ډلې د بلوچستان پوهنتون د وډيو سکېنډل په قضيه اورېدنه وکړه.


د وډيو سکېنډل په اړه د کيس د اورونې په مهال د بلوچستان حکومت په نمايندګي ايډيوکيټ جنرل ارباب طاهر او د پوهنتون په نمايندګي د پوهونتون موقتي مشر (وايس چانسلر) پروفيسر ډاکټر انور پانيزۍ وړاندې شو.

په اورېدنه کې وفاقي تحقیقاتي ادارې، اېف ايي ای، د وډيو سکېنډل په اړه تحقیقاتي رپورټ عدالت ته په بنده کڅوړه کې وړاندې کړو.

د بلوچستان د صوبايي اسمبلۍ د پارليماني تحقيقاتي کميټۍ مشره ماه جبين شيران او نور غړي هم د اورونې په وخت عدالت کې موجود وو. مېرمن ماه جبين عدالت ته وويل چې د دوی کميټه پوهنتون ته ورغلې او تحقيقات يې کړي او تر اوسه پوري پر ټيلي فون او وهټس اېپ ورته دوه سوه شکايتونه ورکړی شوې دي.

چيف جسټس جمال مندوخېل له ماه جبين سره د مکالمې په وخت وويل چې ټول ولس د پارليماني کميټۍ لوري ته ګوري.

جسټس جمال مندوخیل اېف ايي ای ته حکم ورکړ، چې د صوبايي اسمبلۍ پارليماني تحقيقاتي کميټۍ ته دي د وفاقي تحقيقاتي ادارې له لوري د شویو تحقيقاتو رپورټ ورکړل شي.

جسټس جمال وویل چې خلک او سياسي ګوندونه دې د رياست په ادارو اعتماد وکړي. د مجرمانو خلاف به ضرور ګامونه اخيستل کيږي.

جسټس جمال مندوخېل وويل چې که چيرې څوک په دې ويډيو سکينډل کې ککړ دي نو بيا يوازي د معطله کولو څه فائده؟

ښاغلي جمال مندوخیل د صوبايي اسمبلۍ له غړو سره د خبرو پر مهال وویل چې ستاسو پر اوږو زياته زمه واري ده چې د دې ويډيو سکېنډل تحقيقات وکړئ.
جسټس جمال مندوخېل وويل چې خوشحاله دی چې ايف ای اې او د حکومت غړو د پيښې په اړه ښه عکس العمل وښود.

د ښاغلي جسټس مندوخېل په وينا اېف ايي ای ته په تحقيقياتو کې مشکل ځکه دی چې څوک د ويډيو سکينډل د تحقيقاتو په هکله ورسره مرسته نه کوي.


د اورونې پر مهال وکيل بيرسټر سيف الله وويل چې دا حساسه مسئله ده چې د خلکو اعتماد بحال شي بيابه مرسته هم وکړي.

پر دې موقع جسټس جمال مندوخيل وويل چې مقصد د پوهنتون نوم بيرته ښه کول او مجرمان نيول دي.

ښاغلي جسټس زياته کړه چې دوی به د اېف ايي ای په تحقيقاتو نه اثر اندازه کيږي. هغه زياته کړه دا د ټولې صوبې ستونزه "زموږ اولادونه په دې پوهنتون کې درسونه وايي، که څه شوي هم نه وي خو زدکوونکي پريشانه او ويريدلي دي."

جيف جسټس وپوښتل د لوستونکو غوښتنې هم نه دي پوره شوې که چيري ټولې غوښتنې منل شوې دي نو بيا د زدکونکو لخوا احتجاجونه ولې کيږي؟

د اورنې پر مهال د بلوچستان ايالتي اسمبلۍ د تحقيقاتي کميټې غړي ثنا بلوچ عدالت ته وويل چې د وډيو سکينډل يا هراسمنت په حقله د پوهنتون پخواني وايس چانسلر ته تر دوه سوه زياته شکايتونه درج شوي وو خو د وايس چانسلر له لوري کوم ګامونه نه و اخيستل شوي.

د اورونې پر وخت ښاغلي جمال مندوخيل وويل چې د بلوچستان هايي کورټ په عمارت کې هم ډيرې کيمرې لګيدلې دي او دوی به يي ګوري چي کوم غلط اسعتمال خو يې نه کيږي؟

عدالت د اورنې په وخت ټولو زمه واره او له ويډيو سکينډل سره تړلې ادارو ته نوټس ورکړل شوې.

د اورنې په حقله د بلوچستان های کورټ بار ايسوسي ايشن مشر ايډوکيټ باسط شاه و ډيوه ته وويل چې جيف جسټس جمال مندوخېل په بلوچستان پوهنتون کې د ايف سي ( فرنټر کور) پر شتون او استوګنه تشويش ښکاره کړ او د پوهنتون له مشره يې و غوښتل چې د قانون په رڼا کې دې پوهنتون له امنيتي عسکرو خالي کړي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG