لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بامیان: په بهرنیو سېلګرو د ډزو پېښه کې د وژل شوؤ شمېره شپږو ته رسېدلې


File Photo
File Photo

په افغانستان واکمنو طالب چارواکو ویلي چې په بامیان ښار کې په بهرنیو سېلګرو د ډزو پېښه کې د مړینو شمیره شپږو ته لوړه شوې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند عبدالمتین قانع د جمعې په ورځ یو ویډیو بیان کې ویلي وؤ چې وسله والو کسانو بامیان ښار کې په بهرنیو سېلانیانو اؤ د هغوي په لارښودانو ډزې کړي چې پکې درې افغان وګړي وژل شوي اؤ څلور بهرنیان اؤ درې ځایي کسان ژوبل شوي دي.

د شنبې په ورځ د طالبانو حکومت ددغه پېښې په اړه یو بیان کې ویلي چې د ډزو پېښه کې د وژل شوؤ شمېره شپږو ته رسېدلې اؤ په دې برید کې درې هسپانوي سیلانیان هم وژل شوي دي.

د هسپانیې حکومت افغانستان کې په ترسره شوي دغه برید کې د خپلو وګړو د وژنې پخلی کړی اؤ ویلي یې دي چې یو وګړی یې ژوبل هم دی.

د هسپانیې خارجه وزارت د شنبې په ورځ یو بیان کې ویلي چې د ډپلوماټانو یوه ډله د اغېزمنو وګړو د پاملرنې لپاره کابل روانېدونکې ده.

د هسپانیې وزیراعظم پیډرو سینچیز د جمعې په ورځ په ټولنیزه رسنۍ ایکس لیکلي وؤ چې افغانستان کې د خپلو سېلانیانو د وژل کېدو په خبر اورېدو خواشینی شوی دی.

افغانستان کې په بهرنیو سیلانیانو د ترسره شوي دې برید ذمه واري تر دې دمه هیڅ یوې ډلې پغاړه نه ده اخستې.
د 2021م کال په اګست کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، په بېلابېلو ولایتونو کې پر طالبانو او عامو خلکو ګڼ شمېر لوی او واړه بریدونه شوي، خو دا لومړی ځل دی چې پر بهرنیو سیلانیانو بریدونه شوی دی.

په تېرو شاوخوا دریو کلونو کې په خونړیو بریدونو کې په سلګونو کسان وژل شوي او ټپیان شوي‌ دي، په ځانګړې توګه د کابل په دشتِ برچي او نورو هزاره مېشتو سیمو کې پر شیعه مسلمانو سترې حملې شوې دي‌ چې ذمه وارۍ یې داعش خراسان ډلې منلې دي.

په کال ۲۰۰۱ کې په خپل تېر حکومت کې طالبانو په بامیان کې د بدها دوه لوی مجسمې تباه کړې.

په نړیواله کچه د طالبانو د دغه ګام سخت غندنه شوې وه. طالبانو د بامیان مجمسې غېر اسلامي بللې.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG