لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غیر حاضر طالب علمان چرته دي؟ د خونړۍ حملې ورسته د بنگله دیش تشویش


وزیراعظمه شیخ حسینه واجد په چاې خانه په حمله د وژل شوو کسانو په یاد کې یوه دستوره کې برخه اخلي
وزیراعظمه شیخ حسینه واجد په چاې خانه په حمله د وژل شوو کسانو په یاد کې یوه دستوره کې برخه اخلي

د دبنگله دیش حکومت د هیواد په تعلیمي ادارو غږ کړی چې د خپلو غیر حاضر طالب علمانو فهرستونه دې تیار کړي.

سکولونو، کالجونو او یونیورسټیانو ته دا امر د وزیراعظمې شیخ حسینه واجد لخوا په داسې حال کې جاري شوی دی چې په سرښار ډهاکه کې د ترهگرۍ په یوه حمله کې په مشکوک توگه د ککړو کسانو په اړه دا معلومات رامینځته شول چې په اعلا تعلیمي ادارو کې يي تعیلم ترلاسه کړی و.

مامورینو ویلي په حمله کې د ککړو کسانو تعلق تعلیم یافته، په معاشي توگه سوکاله او په مذهبي توگه د ازاد خیاله کورنیو سره و.

میرمن حسینه واجد په میندو او پلرونو هم غږ کړې دی چې د خپلو بې درکه بچو اطلاع دې اړونده حکومتي ادارو ته ورکړي.

د بنگله دیش په سرښار ډهاکه کې دا میاشت په یوه چای خانه د ترهگرۍ په برید کې ٢٠ کسان ووژل شو. چای خانې ته په اکثر غیرملکیان او د ښار شته من خلک ورتلل. په حمله کې په مشکوک توگه د ککړو کسانو عمرونه د ٢١ کلونو نه کم وو.

د حملې وروسته داعش وسله والې ډلې یو وډیو جاري کړو چې پکې د درې واړو ځوانانو عکسونه ښودل کیږي او دوي پکې د نورو بریدونو گواښونه کوي.

چارواکو دغه دریواڼه ځوانان پیژندلي او وايي په دغه تنانوکې یودغاښونو ډاکټردی بل سندرغاړی دی او دریم ځوان چې مخ يي نیم پټ دی د انتظامو علومو طالب علم دی.

د بنگله دیش حکومت چارواکو ته د انټرنیټ په هغه ویپ پاڼو او رسنیو هم د بندیز لگولو امر جاري کړې دی چې په ځوانانو کې تندروه فکرخپوروي. په دغو کې یو پيس ټي وي هم دی چې دهند یو اسلامي مذهبي سکالر ډاکټر ذاکر نائیک تبلیغات کوي.

دبنگله دیش دوزیراعظمې دنړیوالو چارو صلاکار گوهیر رضوي وایس اف امریکا ته ویلي اگرچې پیښه کې دککړو ترهه گرو تعلق د مقامي تنظیم جومات المجاهدین سره دې خوزیاتوي په نورو اړخونو يي هم پلټنې روانې دي چې ایا دالقاعده او یا داعش هم پکې لاس شته او کنه؟

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG