لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي سي بي : بنگله ديش دپاکستان ددورې پخلى کړى


 پاکستان به دهند په ضد لمړى ټي ټوئنټي ميچ په 25م دسمبر دبنگلور ايم چيناس وامي سټيډيم کې لوبوي، دوهم ټي ټوئنټي به په 28م دسمبر احمداباد کې کيږي
پاکستان به دهند په ضد لمړى ټي ټوئنټي ميچ په 25م دسمبر دبنگلور ايم چيناس وامي سټيډيم کې لوبوي، دوهم ټي ټوئنټي به په 28م دسمبر احمداباد کې کيږي
بنگله ديش پخلى کړى چې په راتلونکې مياشت کې به ددوؤ ميچونو ديو لنډ سيريز لپاره دپاکستان دوره کوي.
په 2009م کې دپنجاب په سرښار لاهور کې دسري لنکا په ټيم دترهه گريز بريد وروستو به بنگله ديش دکرکټ ددنيا لمړۍ ډله وي چې دپاکستان سفر به کوي.
دپاکستان کرکټ بورډ( پي سي بي) چئيرمين ذکا اشرف وائي چې دبنگله ديش کرکټ بورډ( بي سي بي)( پاکستان ته ) دکرکټ دټيم ددورې دارادې اعلان کړى.
يو بهرني خبري اژانس سره دخبرو په مهال ذکا اشريف وويل مونږ پرله پسې دبي سي بي چارواکو سره په رابطه کې وؤ او هغوي مونږ ته دټيم ددورې پخلى کړى.
ذکا اشرف وويل هغوي ددغه دورې لپاره دخپل بورډ دغړو څخه هم منظوري ترلاسه کړې او مونږ دشيډول په اړه هم په تماس کې يو.
هغه وويل چې دبنگله ديشي ټيم دتحفظ لپاره به ښه امنيتي انتظامات کولى شي.
دهغه وينا وه چې مونږ به ډير زر ددغه دورې دانتظاماتو لپاره صوبائي حکومتونو سره همکاري وکړو او باور کووم چې دغه دوره به په ممکنه ښه انداز کې ترسره شي او پاکستان ته به دنورو ټيمونو ددورو لپاره هم لاره هواره کړي.
په روانه اوونۍ کې بنگله ديش وئيلي وؤ چې لاهور کې به په 12مه او 13مه جنورۍ يو ټي ټوئنټي او يو ون ډى ميچ لوبوي.
بنگله ديش له دې وړاندې داپريل په مياشت کې هم دپاکستان ددورې اراده کړې وه خو دامنيتي انديښنو په اساس دډهاکې هائيکورټ ټيم ته دپاکستان ددورې اجازت نۀ ؤ ورکړى.
بلخوا دپاکستان ټي ټوئنټي ټيم دهند ددورې لپاره نن دلاهور دعلامه اقبال انټر نيشنل ائيرپورټ څخه روان شوى دى.
دال راؤنډر محمد حفيظ په مشرۍ به پاکستانى ټيم دنوي ډيلي په لاره بنگلور ته رسيږي.
پاکستان به دهند په ضد لمړى ټي ټوئنټي ميچ په 25م دسمبر دبنگلور ايم چيناس وامي سټيډيم کې لوبوي، دوهم ټي ټوئنټي به په 28م دسمبر احمداباد کې کيږي.
همدغه شان پاکستان او هند به په چينائي، کولکته، او نوي ډيلي کې په 30,مه ، دريمه او شپږمه جنورۍ ون ډى ميچونه لوبوي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG