لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنګله دېش، پخوانی مشرقي پاکستان، د ډسمبر په 16 نېټه د پاکستان نه بېل شو



د هند او بنګله دېش د مشترکه کمانډ پخوانی مشر جګجیت سېنګ اوروه د بنګله دېش د ازادۍ د میوزم د دورې په مهال هغه تصویر ګوري چې د پاکستان پوځ جنرل ای ای کی نیازي په کې د تسلیمېدو دستاوېز دستخط کوي
د هند او بنګله دېش د مشترکه کمانډ پخوانی مشر جګجیت سېنګ اوروه د بنګله دېش د ازادۍ د میوزم د دورې په مهال هغه تصویر ګوري چې د پاکستان پوځ جنرل ای ای کی نیازي په کې د تسلیمېدو دستاوېز دستخط کوي

د کال 1971 د ډسمبر په 16 نېټه د هغه وخت مشرقي پاکستان د بنګله دېش په حېث د یو خودمختار ملک په حېث د پاکستان نه بېل شو.

پاکستان نه د بېلېدو مخکې په پخواني مشرقي پاکستان کې احتجاجونه او سياسي تحريکونه شروع شوي وو او حالات د قابو کولو دپاره د مارچ په مياشت کې پاکستان پوځي عمليات شروع کړل.

هند د پاکستان د مخالفو بنګالي تحریکونو مرسته کوله او د کال 1971م د ډسمبر په میاشت کې د هغه وخ په مشرقي پاکستان ګمارل شوي پاکستانی پوځ هندي ځواکونو ته تسلیم شو، وسله یې وغورځوله او بالاخر بنګله د ازاد ملک په حېث قایم شو.

لیکوال او د کراچۍ د سند مدرسه تلاسلام پخواني وایس چانسلر ډاکټر اېم علي شېخ په اېکس، پخواني ټوېټر لیکلي چې د ډسمبر د میاشت 15 نېټه د مشرقي او مغربي، متحد پاکستان، اخېرۍ ورځ وه.

ډاکټر اېم علي شېخ لیکلي 52 کاله مخکې د کال 1971 د ډسمبر 15 د متحد پاکستان اخېرۍ ورځ وه او رسمي بېلتون د ډسمبر په 16 وشو.

هغه وايي بنګله دېش د جوړېدو نه "سبق" زده کېدلی شو چې کله د کور دننه انتشار وي نو دښمن ترې ګته اخلي.

په پاکستان کې د بنګله دېش د جوړېدو په اړه بحثونو کې د پاکستان په سیاسي مشرانو او په پوځ د ملک د ماتولو الزامات لګول کېږي.

تېر کال د خپلې څوکۍ نه د رېټایر کېدو نه مخکې د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه وویل د مشرقي پاکستان د بېلېدو ناکامي د پوځ نه بلکې د سياسي مشرانو په غاړه ده.

جنرل باجوه د مشرقي پاکستان بېلېدل د "سیاسي ناکامۍ"په توګه یاده کړه.

د جنرل باجوه د خبرو وروسته د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر بلاول بهټو زرداري چې په دغه مهال د پاکستان خارجه وزیر وو، وویل د ډاکې ماتې په حقیقت کې یوه "پوځي ناکامي" وه.

بلاول بهټو خپل پلار او پخونی وزیراعظم ذوالفقار علي بهټو یاد کړو چې د بنګله دېش جوړېدو وروسته خلک د مایوسۍ ښکار شوي وو خو چې ذوالفقار علي بهټو حکومت واخیستلو نو ملت یې جوړ کړو.

د پاکستان په پوځ په مشرقي پاکستان کې د انساني حقونو د خلاف ورزیو او د جنسي زور زیاتو الزامات هم دي. پاکستان دا ردوي.

د جنرل باجوه د بیان وروسته، بلاول بهټو ویلي وو چې د هغه د پلار په مشرۍ کې 90000 پاکستاني عسکر چې هند ته تسلیم شوي وو او هند قېد کړي وو، ازاد کړی شوو.

تېر کال د بنګله دېش د ازادۍ د ورځ په مناسبت تاريخ پوه او ليکوال پروفېسر سيد وقار علي شاه وي او ای ډیوه ته وویل مغربي پاکستان نه د مشرقي پاکستان بېلېدل به په تاريخ کې "همېش د تورې ورځې" په توګه ياد ساتل کيږي چې اکثريت د "ناانصافۍ او زياتي" د لاسه په دې مجبوره کړی شو چې له اقليته بېل شي.

پروفېسر سيد وقار علي شاه وویل غربي پاکستان مشرقي پاکستان ته حقونه نه ورکول " هغوی 56 فیصده ابادي وه خو بيا هم بنګله د قامي ژبې په حېث نه منل کېدله، د هغوی ډېرې ګېلي وي خو د هغوی ګیلو ته د دويمې درجې د وګړو په حیث کتل کېدل، ځکه ددې نتيجه د هيواد بېلېدو صورت کې وليدل شوه."

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG