لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بنګله دېش کې به اینده انتخابات په 2024 کې کولی شي


د حزب اختلاف بنګله دېش نېشنلسټ پارټۍ یو رهنما ای کی اېم وحیدالزمان چې دا مهال په ملېشیا کې جلاوطن دی وايي د 2018 د انتخاباتو نه مخکې په شان حکومت بیا  د مخالفینو په ضد ګامونه اخیستل شروع کړي دي او په داسې ماحول کې دا ګمان کول مشکل دي چې اینده انتخابات به منصفانه وي
د حزب اختلاف بنګله دېش نېشنلسټ پارټۍ یو رهنما ای کی اېم وحیدالزمان چې دا مهال په ملېشیا کې جلاوطن دی وايي د 2018 د انتخاباتو نه مخکې په شان حکومت بیا  د مخالفینو په ضد ګامونه اخیستل شروع کړي دي او په داسې ماحول کې دا ګمان کول مشکل دي چې اینده انتخابات به منصفانه وي

د بنګله دېش وزیراعظمې شېخ حسینه واجد اعلان کړی چې اینده عام انتخابات به د کال 2024 د جنورۍ په میاشت کې کولی شي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه، حسینه واجد د نوو انتخاباتو اعلان د شورو، چهارشنبې، په ورځ په یوه جلسه کې وکړو.

حسینه واجد په 2018 کې په دریم ځل وزیراعظمه منتخب شوه خو په دروند اکثریت د هغې بریا د تشدد او په ووټونو کې د درغلۍ د الزاماتو سره مخامخ شوه.

د بنګله دېش په کاکس بازار ښار کې جلسې ته وېنا حسینه واجد په خلکو غږ وکړو چې په اینده انتخاباتو کې د هغې عوامي لیګ نومې ګوند ته ووټونه ورکړي.

د حسینه واجد پلار شېخ مجیب الرحمان پاکستان نه د پخواني مشرقي پاکستان د بېلېدو او د بنګله دېش د ازادۍ رهنما و.

د الجزیره ټېلې وژن په وېب پاڼه د حسینه واجد په اړه یو مضون وايي چې د هغې پلار، مور او درې وروڼه د کال 1975 په بغاوت کې وژل شوي دي. په دغه مهال حسینه واجد او د هغې یوه خور د ملک نه بهر وو.

حزب اختلاف په حسین واجد د 2018 په عامو انتخاباتو کې د درغلۍ الزامات پورې کوي او په ورستیو میاشتو کې امریکې او د نورو ملکونو بنګله دېش نه غوښتلي چې اینده انتخابات دې په ازادانه او منصفانه ډول وکړي.

د حزب اختلاف بنګله دېش نېشنلسټ پارټۍ یو رهنما ای کی اېم وحیدالزمان چې دا مهال په ملېشیا کې جلاوطن دی وايي د 2018 د انتخاباتو نه مخکې په شان حکومت بیا د مخالفینو په ضد ګامونه اخیستل شروع کړي دي او په داسې ماحول کې دا ګمان کول مشکل دي چې اینده انتخابات به منصفانه وي.

هغه وویل د بي اېن پي لږ تر لږه 4000 فعالان د تشدد په جعلې الزاماتو ګرفتار کړی شوي دي. د عوامي لیګ مشران د بي اېن پي خبره ردوي.

حزب اختلاف غوښتنه کوي چې انتخابات دې د غیر جانبدار نګران حکومت په سرپرستۍ کې وشي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال شېخ عزیزالرحمان د رپورټ نه اخیستل شوي دي


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG