لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بنو جرګه: پښتانه نور په یو صورت ترهګرۍ زغملو ته تیار نه دي


File Photo
File Photo

په بنو او شمالي وزیرستان کې د پرله پسې هدفي پېښو وروسته نن خالي یا یکشنبې په ورځ په بنو کې یوه ولسي جرګه شوې اؤ دغه جرګې اندېښنه څرګنده کړې چې ریاست او ریاستي ادارې د دوی په وژنه غلې دي .

د ‎ولسي جرګې په نامه راجوړه شوې دې احتجاجي غونډه کې د بنو او د شمالي وزیرستان نه ځوانانو،سیاسي فعالینو اؤ دمدني ټولنې غړو برخه درلوده.

‎ د جرګې ته وینا کوونکو د بنو او شمالي وزیرستان ترڅنګ د صوبې په نورو سیمو کې په نزدې ورځو کې رامنځته شوؤ د هدفي وژنو دپېښو په سختو ټکو کې غندنه وکړه .

د شمالي وزیرستان اوسېدونکی حنیف پښتین وویل، د یوې منصوبې لاندې د پښتنو وژنه روانه ده اؤ تر ضرب عضب عملیاتو وروسته تر زرو زیات کسان یوازې شمالي وزیرستان، بنو او جاني خېل کې وژل شوي دي.

هغه وویل "په یوه ورځ کې لس، لس کسان ووژل شي خو تر اوسه یې قاتل مالوم نه شو خو چې په یو چاودنه کې چې شپږ پاکستاني عسکر ووژلی شول بیا یې په افغانستان کې د برید کونکو ځالې مالومې کړې او له جیټ جهازونو یې بمبار پرې وکړو"

په بنو کې دا ولسي جرګه وروسته له هغې راجوړ شوې وه چې په دې ورستیو کې په لسګونو ځايي کسان په بنو او شمالي وزیرستان کې په هدفي پېښو کې وژل شوي .

په وژل شوي کسانو کې د عامو خلکو ترڅنګ کورونو ته په رخصتۍ راغلي د پولیس او ملېشه ځواک عسکر هم شامل دي.

‎غونډې ته وینا والو پخپلو ویناؤ کې کرښه راښکلې چې نور به دپلان شوې ترهګرۍ پرضد غلي نه پاتې کیږي اؤ په هر حال کې به دپښتنو پر خاوره دامن غوښتنه کوي.

د بنو پولیس معطل اهلکار جمشېد خان وویل،هغه له دې امله د پولیسو له نوکرۍ ایستل شوی چې د ناامۍ پرضد یې ویډیو جوړه کړې وه اؤ ښودلي یې وؤ چې دغلته د تورو شیشو ګاډي په ښکاره ګرځي چې پکې په وسله سمبال کسان وي او په خلکو او پولیسو بریدونه کوي .

هغه وویل سیمه کې ۳۷ وسله وال ګروپونه فعال دي خو د دوی پرخلاف پولیس بې وسه دي اختیار نه لري چې کارروايي وکړي او تر څو چې د تورو شیشو ګاډي نه وي ختم شوي دا ناامني به روانه وي.

نزدې شل کاله وړاندې افغانستان کې له ګډوډي راتلو وروسته د پولې دې غاړې پښتون مېشتو سیمو کې تندلاریتوب سیوا شوی چې لا دوام لري .

د پاکستان پوځ دعوه کوي چې د عملیاتو په پایله کې یې وسله والو ته پراخه ضربونه لګولي خو په دې وروستیو کې د خېبر پښتونخوا صوبې په نورو سیمو او په ځانګړي ډول وزیرستان کې د پاکستان په پوځ د وسله والو بریدونه اؤ د پوځ ځوابي عملیات زیات شوي چې پکې دواړه خوا یو بل ته د زیات زیان اړولو دعوې کړې دي.

نن هم په لکي مروت سیمه کې چارواکي وايي په یوه چاودنه کې د پوځ د یو افسر په ګډون پینځه عسکر وژل شوي دي .

وینا کونکو وویل پښتانه نور په یو صورت دترهګرۍ زغملو ته تیار نه دي.

پي ټي ایم یو مخکښ مشر صمد خان جرګې ته وویل دپښتنو په خاوره روانه ترهګري د ډالرو ګټلو په موخه تپل شوې ده ځکه چې دپاکستان اقتصاد په جکړو روان دی اؤ غواړي چې یو ځل بیا د یوې نوې جګړې په پیل کولو ډالرې ترلاسه کړي.

هغه وویل دپښتنو په خاوره جګړه داسلام سره نه بلکې دپښتنو سره ده.د اټک نه ورپه خوا نه خو تر اوسه هدفي وژنې ولیدل شوې، نه بهته خوري شته اؤ نه هم بمي چاودنې ولیدل شوې نو بیا یوازې پښتانه ولې هدف ګرځول شوې دي

د امن په پلوۍ او دبد امنۍ پرضد احتجاجونو کې برخه لرونکو د پاکستان په حکومتي چارواکو او په میډیا سختې نیوکې وکړې چې د ناامني پرضد احتجاجونو ته په پاکستاني ميډيا کې کوريج نه ورکړل کیږي.

دوی وویل د یو پلان سره په دوی ترهګري تپل شوې او د علاقې منتخب استازي د ناامنۍ ستونزه پارلیمان کې بحث ته نه وړاندې کوي خو صوبايې وزیر پښتون یار غونډه ته وویل د ضلعې خلک یې یوازې نه دي پرېښودي او د امنیت ستونزه یې د کابېنې په غونډه کې راپورته کړې ده.

صوبایي وزیر پښتون یار وویل زه د خپل قوم سره ولاړ یم د امنیت ستونزه مې د کابینې په غونډه کې راپورته کړې او وزیر اعلا مې هم خبر کړی دی.

هغه وویل د صوبایي حکومت له لوري د افسرانو تبادلې روانې دي بنو ته به تکړه افسران راولي چې دا ستونزه ختم کړي.

دبنو تر ترڅنګ کرک ضلعه کې هم ځايي خلکو نن احتجاجي مظاهره کړې چې پکې د علاقې په امنیت اندېښنه څرګنده کړی شوې ده.

ټاکل شوې ده سبا په ټانک ضلع کې د ناامنۍ پرضد د ټولو قامونو جرګه کیږي چې پکې به مشران د ترهګرۍ په ستونزه خبرې کوي

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG