لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

حکومت د جاني خېلو د احتجاج کوونکو سره خبرې شروع کړي، په بنو کې وکیل وژل شوی


د می په 30 د یو ځايي مشر نصيب خان په ډزو د وژل کېدو نه پس په جاني خېلو کې ګڼ شمېر ځايي اوسېدونکو احتجاج شروع کړی دی

د بنو په جاني خېلو کې د تېرو پېنځلسو ورځو راهسې په پرلت ناستو احتجاج کوونکو سره حکومت خبرې پېل کړي دي بلخوا پولیس ویلي په بنو کې یو وکیل (قانون پوهه) په ډزو وژل شوی دی.

دپوليسو ترمخه په وکیل بشیر رحمان برکي د بنو جوډیشل کمپلېکس سره نژدې په داسې مهال حمله وشوه چې هغه د عدالتي ودانۍ نه کور ته روان و.

بنو د شمالي وزیرستان سره نژدې سیمه ده. د پاکستان پوځي او حکومتي مامورین وايي د عملیاتو وروسته یې سیمه د وسله والو نه خالي کړې ده خو ځايي خلک وايي د دې باوجود هم په علاقه کې وخت په وخت هدفي وژنې کېږي.

د می په 30 د یو ځايي مشر نصيب خان په ډزو د وژل کېدو نه پس په جاني خېلو کې ګڼ شمېر ځايي اوسېدونکو احتجاج شروع کړی دی.
چارواکي وایي د بشیر رحمان کورنۍ د هغه د وژنې دعوه په چا نه ده کړې او د هغه مشر ورور سلیم برکي وايي د چا سره شخصي دوښمني نه لري او خبر نه دی چې ورور یې چا ولې وژلو.

د وکیلانو تنظیم بنو بار ایسوایشن مشر نور زاده وزیر ایډوکېټ وایي برکي د پاکستان د سپریم کورټ سینېر وکیل و او د دویی ناڅاپه وژنه یې لوی زیان دی.

نور زاده وزیر وویل د بشیررحمان برکي وژنې ودردول. هغه وویل حکومت ورته بیا بیا باور ورکړ و چې د وکیلانو د تحفظ لپاره به ګامونه اخلي خو تر اوسه هیڅ ګام نه دی اخیستل شوی. هغه غوښتنه وکړه حکومت دې په پېښه کې ککړ کسان د معلومولو او پلټنو دپاره دې په عدالتي کچه تحقیقات وشي.

پر ټولنیزو رسنیو هم سیاستوالو، وکیلانو، د بشري حقونو فعالانو او عامو خلکو د بشیر رحمان وژنه وغندله او دا یې پېښه د امنیتي ادارو ناکامي وبلله خو د صوبې حکومت وخت په وخت وکیلانو ته د تحفظ ورکولو دعوې کوي.

بل لور ته د جانې خیلو اولسي پرلت نن په پینځلسمه ورځ دوام لرلو او حکومتي چارواکي وایی د انتظامیه مرستیال مشر او د بنو ضلعې پولیسو افسر پرلت کونکو سره خبرو لپاره جاني خیل ته ورغلي وو.

په جاني خېل کې احتجاجي پرلت په 30 می د یو ځايي مشر نصيب خان په ډزو د وژل کېدو نه پس شروع شوی. پوليسو سره مقدمه هم د نامعلومو کسانو پر ضد درج شوې ده.

د جاني خیل جرګې یو غړي ډاکټر نور محمد وویل د علاقایی جرګې سره حکومتي مشران هم راغلي او دوی ترمینځه د خبرو عمل پیل شوی.

هغه وویل د دويی نه د مطالبې منلو لپاره وخت غوښتل کیږی خو ورته ویل کیږي چې پرلت دې ختم کړی او مړي خاورو ته وسپاري خو هغه زیاته کړه تر څو یې مطالبې نه وي منل شوې پرلت به یې دوام لري.

د وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وویل یوه مطالبه کوي چې هغه دا چې د صوبې اعلي وزیر سره شوی معاهده دې په ځای کړی شي.

د صوبې اعلی وزیر دوی سره د مارچ د میاشت په 29 نیټه یوه معاهده تر هغه وروسته لاس کړې وه چې په21 مارچ د څلورو تنکو هلکانو مړي په داسې حال موندل شوی وؤ چې تشدد پرې شوې وؤ او بیا خاورو کې ښخ کړی شوي وو.

د پېښې پرضد جاني خيلو احتجاجي پرلت پېل کړی وؤ او وژل شویو هلکانو ته د انصاف، د حکومت د شهدا پېکج دلاندې د مرستې او په دغه پېښه کې د ککړو کسانو د معلومولو او د قانون منګولو ته سپارلو سره د علاقې نه د ټولو وسله والو لرې کولو او رياستي عملدارۍ په ځای کولو غوښتنې کولې.

هلته غوښتې نه منل کیدو وروسته اسلام اباد ته سره د مړو لاریون پیل کړو خو په 29 مارچ سهار د خېبرپښتونخوا حکومتي ویاند کامران بنګش ویلي وو د جاني خېلو سره په بنو کې کاميابې خبرې وشوې وزيراعلی (محمود خان) په خپله د غوښتنو منظوري ورکړه ټولې غوښتنې يې ومنل شوې چې پکې د سیمې امنیت ټیګښت سره، د تنکو هلکانو په وژنه تورن کسان معلومول او بیا عدالت ته سپارل او د سیمې نه په زوره بې درکه کړې شوي کسان عدالت ته وړاندې کول یا خوشي کولو باور ورکړې شوی و.

د جاني قام مشران وايی په دې کې تر اوسه یوه ژمنه نه ده په ځائی کړی شوي.

وایس اف امریکا ډیوه په دې اړه په سیمه کې د حکومتي چارواکو سره بیا بیا د رابطې کوښښونه وکړل خو څه ځواب یې تر لاسه نه کړو.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

XS
SM
MD
LG