لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر بایډن دورې د منسوخېدو له امله په اسټرېلیا کې د کواډ غونډه وځنډول شوه


د وایټ هاوس ترجمانې کېرن جین پېير په یو بیان کې وویل صدر بایډن چې دا مهال په جاپان کې دی، د اتوار، یکشنبې، په ورځ به واشنګټن ته ستنېږي او د کانګرس مشرانو سره به د حکومت د قرض حد زیاتولو په اړه خبرې کوي
د وایټ هاوس ترجمانې کېرن جین پېير په یو بیان کې وویل صدر بایډن چې دا مهال په جاپان کې دی، د اتوار، یکشنبې، په ورځ به واشنګټن ته ستنېږي او د کانګرس مشرانو سره به د حکومت د قرض حد زیاتولو په اړه خبرې کوي

د امریکې صدر جوبایډن د اسټرېلیا او د نیو ګيني د اینده هفتې دورې منسوخ کړي دي چې له امله يې په اسټرېلیا کې د کواډ سرمشریزه غونډه هم وځنډول شوه.

وایټ هاوس وویل دغه سفرونه ځکه منسوخ کړی شوي دي چې صدر بایډن د کانګرس غړو سره د حکومت د قرض اخیستلو حد په زیاتولو خبرې کول غواړي چې دا ډول حکومت د دیوالیه کېدو نه بچ کړي.

د وایټ هاوس ترجمانې کېرن جین پېير په یو بیان کې وویل صدر بایډن چې دا مهال په جاپان کې دی، د اتوار، یکشنبې، په ورځ به واشنګټن ته ستنېږي او د کانګرس مشرانو سره به د حکومت د قرض حد زیاتولو په اړه خبرې کوي.

بایډن به د شورو، چهارشنبې، په ورځ د جاپان هېروشیما ښار نه روانېږي.

ټاکل شوې وه چې بایډن به د جاپان د کواډ په سرمشريزه غونډه کې شرکت دپاره اسټرېلیا ته تلو او سېډني ته په لاره به يې په پاپوا نیو ګيني کې د بحرالکاهل د جزیرو د مشرانو سره لیدل کول.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د کواډ د انتظام لاندې غونډې مقصد چین د اثر مخنیوي په لړ کې سيمه ایزې همکارۍ ته وده ورکول وو.

د اسټرېلیا وزیراعظم اېنتني البنیز د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل په سېډني کې کېدونکي د کواډ غونډه وځنډول شوه او په داسې حال کې چې د کواډ ټول مشران دا مهال د جي سېون تنظیم د غونډې په لړ کې په جاپان کې دي، د کواډ مشران به د جي سېون د غونډې په څنډه یوځای شي.

کواډ سېکیورټي ډایلاګ یا د کواډ مکالمه په سیمه کې امنیت ته وده ورکولو او د چین اثر مخه نیولو دپاره د امریکې، اسټرېلیا، هندوستان او د جاپان د خبرو اترو انتظام دی.

د وي او ای رپورټ وايي دا لومړی ځل نه دی چې امریکايي صدر د ملک دننه د قرض حد د ټاکلو په لړ کې بهرنۍ سرمشریزه غونډه کې شرکت منسوخ کړی دی. پخواني صدر براک اوباما او د هغه نه مخکې بل کلېنټن هم بهرنۍ دورې منسوخ کړې وې.

د سږ کال جي سېون ملکونو غونډه د می د ۱۹ نه تر د ۲۱ پورې په هېرو شیما کې کېږي چې د امریکې په شمول په کې کېنېډا، فرانس، جرمني، اټلي، جاپان، برطانیه او یورپين یونین شرکت کوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې پېټسي وېدا کستوارا د رپورټ نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG