په داسې حال کې چې په غزه کې د حماس خلاف د اسرایل په جنګ کې د ملکي خلکو په مرګ ژوبله کې د اضافې سره صدر جوبایډن د اسرایل په چلند تنقید زیات کړی، امریکايي صدر ویلي "هر دلیل" موجود دی چې وګڼل شي اسرایلي وزیراعظم بېنجم نېټن یاهو د خپلې سیاسي بقا دپاره جنګ اوږد کړی دی.
د حماس خلاف د اسرایل جنګ اته مياشتې کېدونکي دي په دې پړاو نېټن یاهو د متضاد غوښتنو سره مخامخ دی. بایډن او نور نړیوال مشران غواړي چې نېټن یاهو دې جنګ ختم کړي مګر په اسرایلي پارلېمنټ کې د ښي لاس قانون سازان وايي ترڅو چې حماس یرغمالان نه وي ازاد کړي او په غزه کې د ډلې وجود نه وي ختم کړی شوی جنګ بندي دي نه کېږي.
اسرایلي قانون سازان وايي که نېټن یاهو د دوی خبره نه مني نو د اسرایلي وزیراعظم حمایت به ختم کړي چې په نتیجه کې به يې د هغه حکومت نسکور شي.
تېره هفته بایډن په غزه کې د جنګ بندۍ دپاره د اسرایلي تجویز اعلان وکړو او په نړۍ يې غږ وکړو چې د تجویز حمایت دې وکړي. خو حماس د اسرایلي تجویز سره د اتفاق اعلان لا نه دی کړی او نېټن یاهو هم په دې اړه اوس زیاتې خبرې نه کوي.
څو ورځې مخکې ټایم مېګزین نومې مجلې د بایډن نه په یوه مرکه کې پوښتنه وکړه چې ایا نېټن یاهو د خپل سیاسي تحفظ دپاره جنګ اږدوي؟
بایډن د دغه پوښتنې په جواب کې وویل "هر دلیل موجود دی چې خلک دغه نتیجې ته ورسېږي."
ټایم مېګزین بایډن سره مرکه د نهې، سه شنبې، په ورځ شایع کړه.
بایډن ومنله چې په داسې حال کې په غزه کې د فلسطنینانو د وژنو شمېره د ۳۶۰۰۰ نه زیاته شوې، د هغه او د اسرایلي وزیراعظم د تاوتریخوالي ښکار دي.
د جنګ وروسته د غزه د انتظام په اړه هم بایډن او نېټن یاهو په خصوصي توګه اختلافات لري. یو تجویز دا دی چې د جنګ وروسته دې د غزه د انتظام چارې اصلاح شوي فلسطیني ادارې ته ورکړی شي. امریکا د دغه تجویز حمایت کوي خو نېتڼ یاهو يې ردوي خو په دې اړه خپله څه تفصیلي منصوبه هم نه وړاندې کوي.
بایډن وویل د نېټن یاهو سره لوی اختلاف يې په دې خبره دی چې جنګ د ختمېدو وروسته به غزه ته څوک ځي؟ ایا دا به اسرایلي ځواکونه وي؟
بایډن وویل د دغو پوښتنو جواب په هو کې وي نو دا کار نه شي کولی.
د سولې په اړه اسرایلي تجویز کې د شپږو هفتو د ډز بندۍ، غزه ته د انساني امداد د زیاتېدو او د ډز بندۍ په مهال د حماس د ولکې نه د یرغمالانو او د اسرایل د بند نه د فلسطیني قېدیانو د ازادۍ وړاندېز شوی دی. خو د تجویز سر نوېشت د نهې، سه شنبې، تر ورځ پورې نه و معلوم.
حماس اسرایلي تجویز ته لا جواب نه دی وېلی، اسرایلي چارواکي د ځینو تفصیلاتو په پوښتنې کوي او د معاهدې د قبولیت او عملي کېدو په لړ کې امریکا د ملګرو ملتو د سېکیورټي کاونسل یا امنیتي شورا حمایت غواړي.
په دې لړ کې د امریکې د یو مجوزه قرارداد مسوده چې وي او ای کتلی، غوښتنه شوې چې حماس دې بغیر د څه شرط او بغېر د څه ځنډ د ډزبندۍ تجویز ومني. په مجوزه قرارداد کې دا هم وېل شوي د ډز بندۍ په چټکتیا د عملي کېدو په نتیجه کې به اسرایلي ځواکونه د غزه د رهایشي علاقو نه ووځي، یرغمالان به ازاد کړی شي، غزه ته به انساني امداد زیات کړی شي، بنیادي خدمات به بحال کړی شي او جنګ دلاسه بې کوره خلک به شمالي غزه ته ستانه شي.
د امریکې د خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ، ترجمان مېتیو مېلر وویل د اسرایلي تجویز بنیادي مادي د ډز بندۍ د هغه وړانديز په شان دي چې حماس اووه هفتې مخکې پېښ کړی و.
د اسرایلي وزیراعظم د دفتر د یو بیان ترمخه، نېټن یاهو د ګل، دوشنبې، په ورځ د پارلېمنټ یوې کمېټۍ ته وویل دا دعوې چې "مونږ د خپلو شرطونو د منل کېد بغېر ډز بندۍ سره متفق شوي يوو، سمې نه دي."
د دنیا د اووه لویو صنعتي ملکونو تنظيم د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل د ډز بندۍ د تجوزیر مکمل حمایت کوي.
د ګل، دوشنبې، په ورځ په انلاین بڼه د يوې غونډې وروسته، د مصر، اردن، سعودي عرب او د متحده عرب اماراتو خارجه وزیرانو وویل د مستقل ډزبندۍ د کوښښو حمایت کوي او په دې خبره يې ټینګار وکړو چې هغه تجویز چې بایډن څرګند کړي، په دې دې کار وکړی شي.
د اردن خارجه وزارت په یو بیان کې وویل عرب خارجه وزیران غزه نه د اسرایل د مکمل انخلا، د بې کوره فلسطینیانو د ستنېدو، د غزه د بیا ابادولو او د دوو ریاستونو د قیام غوښتنه کوي.
په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس په حمله کې ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي دي. حماس ۲۵۰ یرغمال نیولي وو. ځینې یرغمالان د تېر کال د نومبر په میاشت کې د عارضي اور بند په مهال ازاد کړی شوي دي خو د اسرایل پوځ وايي ۱۲۰ نور یرغمال کسان اوس هم د حماس په ولکه کې دي او ۳۷ ځېنې ترې مړه هم دي.
د حماس د حملې په جواب کې اسرایل د فلسطیني مسلح ډلې خلاف په غزه کې جنګ شروع کړی دی او د غزه د صحت وزارت وايي د جنګ دلاسه تر اوسه لږ تر لږه ۳۶۴۰۰کسان وژل شوي چې زیاتره ملکي خلک دي.
Forum