لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن به نن د موسمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو په کنفرانس کې د امریکا لخوا شوو اقداماتو په اړه خبرې وکړي


بایډن به د کنفرانس وروسته د مصر له شرم الشیخ ښار څخه په ختیځې آسیا کې جوړې نړیوالې غونډې ته ځي
بایډن به د کنفرانس وروسته د مصر له شرم الشیخ ښار څخه په ختیځې آسیا کې جوړې نړیوالې غونډې ته ځي

د امریکا ولسمشر جو بایډن د جمعې په ورځ په مصر کې د ملګرو ملتونو لخوا د موسمي بدلون په کنفرانس یا COP 27کې ګډون کوي. تمه ده چې صدر بایډن به د موسمي بدلون سره د مبارزې په هغه هلو ځلو خبرې وکړي چې امریکا او نورې نړۍ لپاره یې ترسره کړي.

خو امکان لري چې کنفرانس ته راغلي استازي د دې پرځای چې وغواړي خبر شي چې امریکا تر اوسه په دې لړ کې څه کړي، دې ته ډیره لېواله وي چې وپوهیږي شتمن هېوادونه په سمدستي توګه د هغه ملکونو سره څه مرستې کولای شي چې دا مهال د چاپیریال ناورین سره مخ دي.

د بېلګې په توګه، پاکستان د اقلیمي سیلابونو لپاره سمدستي تاوان غواړي چېرې چې ډیر زیان اوښتی او سږکال یې لسګونه ملیارد ډالر زیان اړولی دی.

د پاکستان د موسمیاتو وزیرې، شیري رحمان رویټرز ته وویل، "ناورین لا دمخه زموږ دروازې ته رسیدلی."

په کال 2015 کې، 196 پارټیانو په پاریس کې یو تړون لاسلیک کړ او دغه ټولې خواوي په قانوني توګه د شوي تړون پابندې دي.

شتمنو هیوادونو ژمنه وکړه چې په کال کې به 100 ملیارد ډالر برابر کړي ترڅو د زیانمنو هیوادونو سره د موسمي د بدلون له په لړ کې مرسته وکړي. د اقتصادي همکاریو او پراختیا سازمان ښیي چې د تړون هیوادونه په دې هدف کې پاتې راغلي دي.

د چاپیریال ساتنې کمپاین کوونکي وايي شتمن هیوادونه باید د اقلیمي بدلون له امله د زیانونو معاوضې لپاره د 100 ملیارد ډالرو ژمنې پوره کولو باندې عمل وکړي.

په عین حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، بلاول بوټو زرداري یو نوی پلان جوړ کړی چې د اقلیم د بدلون لګښتونو لپاره کوم هیوادونه پيسو ته اړتیا لري.

زرداري وويل: "موږ د پرمختللو هېوادونو يوه داسې سناريو تصور کولای شو، چې پر پرمختللو هېوادونو مو پورونه وي، د دې پر ځای چې د بډايه هېوادونو بانکي حسابونو ته يې انتقال کړو، موږ کولای شو هغه په مستقيم ډول په بيارغونې او د انرژۍ پر لېږد ولګوو. او پرمختللی هیوادونه پرته له دې چې د نغدو پیسو لیږدولو توان ولري، ووایي چې دوی په دې برخه کې خپلې ژمنې پوره کوي."

بایډن به د کنفرانس وروسته د مصر له شرم الشیخ ښار څخه په ختیځې آسیا کې جوړې نړیوالې غونډې ته ځي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای د رپورټ نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG