لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باییډن امیګریشن پروګرام: کومو غیر قانوني کډوالو چې امریکایانو سره ودونه کړي هغوي به امریکا کې په مستقله توګه اوسیدی شی


د امریکې صدر جوباییډن د سه شنبې په ورځ امریکا کې په غیر قانوني توګه میشت نزدې هغو پینځوؤ لکو کډوالو ته د امریکې د شهریت یا تابعیت ورکولو اعلان کړی دی چې امریکایي وګړي سره یې واده کړی وي.

د صدر باییډن له دې اعلان وروسته به هغو خلکو ته امریکا کې په مستقله استوګنه یا ګرین ګارډ لپاره ترلاسه کولو کې اساني پیدا شي چې د ژوند ملګری یې امریکایي وي اؤ دی پخپله په غیر قانوني توګه امریکا کې ژوند کوي.

د وي او ای د رپورټ له مخې دې اقدام سره به نزدې داسې پنځوس زره ماشومانو ته ګټه ورسیږي چې موریا پلار کې یې یو تن د امریکایي شهري سره واده کړی وي.

د وایټ هاوس د فیکټ شیټ له مخې،دې پالیسۍ نه د استفادې لپاره ضروري ده چې یو کډوال دې تر لسو کلونو یا تر دې زیاته موده په امریکا کې میشت وي اؤ تر ۱۷م جون کال۲۰۲۴م پورې یې واده د کوم امریکایي وګړي سره شوی وي.

د کورنیو چارو د محکمې له لوري به په غیر قانوني توګه امریکا کې د میشت کډوالو د درخواست له ارزول کېدو وروسته د منل شوؤ کسانو سره امریکا کې په مستقله توګه د اوسیدو په غرض د درخواست ورکولو لپاره د دریوؤ کالو وخت وي.

د وي او ای رپورټ وایي چې په دې موده کې به دغه تن د خپلې کورنۍ سره امریکا کې د پاتې کیدو تر څنګ د کار د اجازې ترلاسه کولو وړتیا هم ولري.


د ډي ای سي ای (ډیفرډ ایکشن فار چایلډهڈ اراییولز) پروګرام لاندې امریکا ته تللو ځېنو هغهو کسانو لپاره به د کاري ویزې عمل چټک کولی شي چې د خپلې شعبې په اړوند امریکایي ډګري یا د ملازمت وړاندیز په لاس کې ولري.

د پخواني صدر باراک اوباما د واکمنۍ په دوره کې له جوړ شوي "ډیفرډ ایکشن پروګرام "یا ’ډاکا‘ نه وړاندې د خپل مور پلار سره په وړوکوالي په غیر قانوني توګه امریکا ته تللو ماشومانو هیڅ قانوني حیثیت نه درلودو.

خو د صدر باییډن دې پروګرام هغو په لکونو کسان له امریکې د شړل کیدو له خطره ژغورلي چې په وړوکوالي خپل مور پلار سره امریکې ته تللي وؤ خو قانوني دستاویزات یې نه لرل، داسې کسانو ته اکثره ډریمرز یا خوب لیدونکي ویل کیږي.

باییډن په څلورم جون سپینه مانۍ کې یوې دستورې ته د وینا په مهال اشاره ورکړې وه چې هغه به په راتلونکو اوونیو کې د امیګریشن د نظام د لا "منصفانه "جوړولو لپاره ګامونه واخلي.

د نهې په ورځ د اعلان کړل شوي پروګرام نه وړاندې د کډوالو کورنیو وکیلانو د باییډن د امیګریشن پالیسۍ اعلانات ستایلي دي.

د ټيکساس نه د کانګریس غړي رکن سلویا ګریسیا په یو بیان کې ویلي "زه د باییډن - هیرس انتظامیې ستاینه کووم چې هغوي په مونږ کې د زیاتو خلکو په غوښتنه عمل وکړو،د امریکایي کورنیو په یو ځای د ساتلو، زمونږ د خوبونو لیدونکو د مرستې کولو اؤ زمونږ معیشت ته د ودې ورکولو لپاره یې خپل انتظامي واکونه وکارول"

خو په دې پالیسۍ بیا نیوکې هم شوي دي اؤ د ټیکساس نه د ریپبلکن غړي جان کارنین پخپل بیان کې ویلي چې دا د باییډن له لوري د نورو غیر قانوني کډوالو د راماتولو یوه منصوبه وه.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG