لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر بایډن د ریپبلېکن پارټۍ مشرانو سره د حکومت د قرض حد زیاتولو په اړه خبرې کوي


ملاقات د ګل، دوشنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې کېدونکی دی
ملاقات د ګل، دوشنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې کېدونکی دی

صدر جویابډن به د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز د ريپبلېکن پارټۍ سپيکر کېوېن مېکارتي سره د امریکې د حکومت د قرض حد د زیاتولو په موضوع خبرې کوي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه دغه ملاقات د ګل، دوشنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې کېدونکی دی.

د اتوار، یکشنبې، په ورځ هم د صدربایډن د واکمن ډېموکرېټک پارټۍ او د رېپبلېکن پارټۍ مشرانو هم په دې اړه مذاکرات وکړل.

صدر بایډن د اتوار، یکشنبې، په ورځ مېکارتي سره په ټېلې فون خبرې وکړې او دواړو دغه خبرې مثبتې وبللې.

په جاپان کې د جي سېون تنظیم د غونډې نه واشنګټن ته په ستنېدو، بایډن مېکارتي سره د خبرو په اړه خبریالانو ته وویل دغه خبرې ښې وې او سبا (د ګل، دوشنبې) په ورځ به بیا خبرې کوي.

مېکارتي صدر بایډن سره په ټېلې فون خبرې ګټه ورې وبللې.

مېکارتي وویل که مفاهمت پېدا شي نو ځېنې مسلې حل کېدلی شي. هغه زیاته کړه چې صدر بایډن ته يې دا خبره واضحه کړه چې پکار ده د تېر کال په مقابل کې حکومت کمې پېسې خرچ کړي.

که د جون د لومړۍ نېټې پورې کانګرس د حکومت د قرض حد د زیاتولو منظوري ور نه کړه نو حکومت به خپلې مالي ذمه وارۍ په پوره کولو کې ناکامه شي او دیوالیه به وګڼل شي.

صدر بایډن د اتوار، يکشنبې، په ورځ وویل چې ريپبلېکنز دې حکومت د اخراجاتو په اړه د هغه په قول د خپل انهايي دریځ نه واوړي او دا چې یوازې د ريپبلېکنز په شرایطو معاهده نه شي کېدلی.

یایډن ویلي د حکومت د یودېرش اشاریه یو ټرېلین قرض حد د زیاتولو په اړه يې یو شمېر تجویزونه پېښ کړي دي.

ريپبلېکنز د حکومت په اخراجاتو کې په لویه پېمانه کمی غواړي او د وایټ هاوس دا متبادل تجویزنه یې رد کړي چې غواړي د ټېکس په نظام کې د اصلاحات وشي او په اخراجاتو کې دې په محدوده کچه کمی وکړی شي.

په تېرو وختو کې حکومت او حزب اختلاف ۷۸ ځله د حکومت د قرض حد په زیاتولو په داسې معاهدو متفق شوي چې د یو فریق هم خوښې ټولې غوښتنې نه دي منل شوي.

ريپبلېکنز غواړي چې د هغو ضرورت مندو یا غریبانانو خلکو سره دې د حکومت مرستې کړی شي چې په بدن روغ دي او د کار روزګار صلاحیت لري خو حکومت وایي د دې تجویز په نتیجه کې په سلګونو کسان د هغو مرستو نه محرومېدلی شي چې په موجوده وخت کې يې ترلاسه کوي.

ريپبلېکنز د ټېکس جمع کونکو حکومتي ادارې دپاره د پېسو کمولو غوښتنه کوي او د وایټ هاوس ته مطالبه کوي چې مېکسیکو سره د امريکې په جنوبي سرحد د غیرقانونو خلکو د راتګ مخه نیولو دپاره دې د اميګرېشن په قوانینو کې اصلاحات وکړي.

د دې په جواب کې وهایټ هاوس وړاندېز کړی چې د اکتوبر په لومړۍ نېټه شروع کېدونکي مالي کال کې به دفاعي او غیر دفاعي اخراجات په خپل ځای وساتي، د دې په نتیجه کې به په ۲۰۲۴ کې ۹۰ بېلین ډالر او په اینده لسو کلونو کې د یو ټرېلین نه زیات بجت وشي.

د امریکې د خزانې وزېرې جېنېټ یلن د اېن بي سي ټېلې وژن په ميټ دې پرېس پروګرام کې وویل د حکومت په ممکنه توګه ديوالیه کېدل د جون تر ۱۵ نېټې پورې د ټېکس امدن تر راتلو پورې ځنډېلی شي خو په دې اړه غیریقیني موجود ده ځکه دا امکان هم شته چې د ټېکس امدن دومره نه وي چې حکومت د دیوالیه کېدو نه بچ کړي.

یادونه: د دې خبر معلومات د رویټرز، ای پي او ای اېف پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG