لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن وایي افغانستان کې د داعش ځپلو نورې لارې هم شته، ویسټ ترکي چارواکو سره د داعش د خطر په اړه غږېدلی


د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړی استازی ټامس ویسټ وایي په ترکیه کې یې له چارواکو سره په افغانستان کې په وروستیو سېلابونو کې د زیانمن شویو کسانو سره د مرستو د برابرولو په ګډون د داعش د خطر د مخنیوي لپاره د ګډو هڅو په اړه هم خبرې کړې دي.

ټامس ویسټ د می پر 24مه پر خپل ایکس [مخکیني ټویټر] لیکلي، د ترکیې له چارواکو سره یې په افغانستان کې د افغانانو د بشري حقونو په اړه هم خبرې کړي دي. هغه په پښتو ژبه لیکلي:

"انقره کې مې د دوو ارزښتمنو ورځو په لړ کې په افغانستان کې مخې ته پرتې لارې په ګډون پر دغو مسایلو خبرې وشوې. ګډې ډیپلوماسۍ ته اړتیا، د داعش-خراسان ګواښونو په ضد همغږو هڅو، د افغانستان په شمال کې د ناورین وروسته مرستو ملاتړ او د افغانانو د انساني حقونو ملاتړ".

د امریکا صدر جو بایډن وړمه ورځ د کینیا له ولسمشر سره ګډې خبري غونډې ته ویلي، په افغانستان کې د داعش د کنټرولو لپاره په دې هېواد کې د امریکايي ځواکونو له موجودیت پرته نورې لارې هم شته.

صدر بايدن په دغه خبري غونډه کې د افغانستان په اړه ویلي، "دا ډېره ساده (خبره) ده. ددې یو دلیل شته چې ولې افغانستان د امپراتوریو هدیره ده. ددې امکان چې څوک دې افغانستان متحد کړي ډېر ډېر ډېر ناممکن دی".

صدر بایډن په دې اړه نور تفصیل نه دی ورکړی چې داعش خراسان به په افغانستان کې له کومو نورو لارو کنټرولوي خو امریکا د طالبانو په واکمنۍ کې هم په افغانستان کې په ډرون برید کې د القاعده ډلې د مشر ایمن الظواهري د وژلو دعوه کړې وه.

په افغانستان کې د داعش د کنټرولولو د څرنګوالي په اړه د صدر جوبایډن له څرګندونو وروسته، د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دعوه وکړه چې په دغه هېواد کې داعش ختم شوی او اړتیا نه شته چې هیوادونه د افغانستان خاوره وڅاري.

مجاهد د افغانستان سرکاري ټیلیویژن آر ټي اې ته ویلي، "کله چې امریکا دلته حضور درلود او خپل ځواکونه یې په افغانستان کې موجود وو، داعش دلته پیدا شو، پیاوړی شو او ځالې یې درلودې، فعالیت یې کاوه او عملیات یې ترسره کول، خو کله چې امریکا د افغانستان له خاورې ووتله، داعش هم د زوال سره مخ شو."

د طالبانو د حکومت ویاند پر لوېدیځو هیوادونو تور پورې کړی چې وایي په افغانستان کې د داعش خطر دوی زیات کړی او غټ کړی دی.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د می پر اوومه په یو بیان کې دعوه کړې وه چې داعش خراسان د افغانستان خلاف د پاکستان له خاورې کار اخلي، خو پاکستان یې دا دعوه رد کړې ده.

په افغانستان کې د داعش ډلې د خطر ختمولو په اړه د طالبانو د حکومت د چارواکو له دعوو سره سره دې ډلې په روانه میاشت کې په بامیان کې پر بهرنیو سیلانیانو او په کندهار کې د بریدونو ذمه وارۍ پر غاړه اخیستې دي.

په بامیان کې په یو برید کې د سپېن هېواد درې سیلانیان او درې افغانان وژل شوي وو او د څلورو نورو بهرنیو سیلانیانو په ګډون اوه تنه پکې ټپیان شوي وو.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG