لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر بایډن د امریکې کانګرس ته سټېټ اف دي یونین وېنا کوي


د وایټ هاوس ترجمانې وویل صدر بایډن به نه یوازې د کانګرس غړو ته بلکې د امریکې ولس ته نېغ په نېغه ته وايي چې په تېرو دوو کلونو کې یې حکومت څه کړي دي
د وایټ هاوس ترجمانې وویل صدر بایډن به نه یوازې د کانګرس غړو ته بلکې د امریکې ولس ته نېغ په نېغه ته وايي چې په تېرو دوو کلونو کې یې حکومت څه کړي دي

د امریکې صدر جوبایډن د کانګرس ایوان بالا یا سېنېټ او د نمایندګانو اېوان یا هاوس اف رېپرزېنټېټیوز مشترکه غونډې ته چې سټېټ اف دي یونین بلل کېږي د نهې، سه شنبې، په ورځ وېنا کوي.

د کانګرس په تالار کې د صدربایډن تقریر به د واشنګټن په وخت د ماسخوتن په نهه بجې وي او په قامي کچه به په ټېلې وژن چېنلو او د وایټ هاوس د وېب پاڼې دلارې نېغ په نېغه هم خپرېږي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه بایډن به د خپل صدارت دا دویم سټېټ اف دي یونین تقریر په داسې حال کې کوي چې د واشنګټن پوسټ اخبار او د ای پي سي نیوز د یوې سروی ترمخه ۶۲ فیصد امریکايان دا ګڼي چې بایډن د صدارت په دو کلونو کې ډیره څه کامیابي یا قریباً هېڅ نه دي ترسره کړي.

د وي او ای رپورټ وايي سټېټ اف دي یونین تقریر صدر بایډن دپاره یوه موقع ده چې د دغه سروی برعکس امریکايي ولس ته خپله کارکردګي وښښي.

د وایټ هاوس ترجمانې کېرېن جین پېیر وویل د ګل، دوشنبې، د ماسپښین پورې صدر بایډن د مشیرانو سره خپل سټېټ اف دي یونین تقریر په لیکلو کې مصروف و.

د وایټ هاوس ترجمانې وویل صدر بایډن به نه یوازې د کانګرس غړو ته بلکې د امریکې ولس ته نېغ په نېغه ته وايي چې په تېرو دوو کلونو کې یې حکومت څه کړي دي.

په سټېټ اف دي یونین تقریرونو کې امریکايي صدران زیاتره د ملک په کورني حالاتو د خپلو حکومتونو په تګلارو خبرې کوي.

د امریکې اقتصادي صورتحال، امېګرېشن، د وسلې په اړه د حکومت پالېسې، د صحت خېرښېګړه او د پولیس اصلاحات ځېنې هغه موضوعات دي چې صدر بایډن به پې په متوقع توګه خبرې کوي. اوکراین به هم په ممکنه توګه د هغه د خطاب اهم ټکی وي.

په ورستۍ نظر پوښتنه کې ۴۱ فیصد امریکایانو وویل چې د بایډن د صدارت په مهال يې اقتصادي وضیعت خراب شوی دی. د ۴۲ فیصد امریکایانو خیال و چې په معاشي حالت کې يې څه فرق نه دی شوی.

صدر بایډن تېره میاشت وويل چې دا واضحه ده چې د تېرو دوو کلونو راهسې د حکومت اقتصادي تګلاره يې کار کوي. هغه زیاته کړه چې په بې روزګارۍ کې کمی شوی، د عام استعمال د شیانو قیمتونه کم شوي، په سرمایه کارۍ او په صنعتي پېداوار کې اضافه شوې ده.

د نېشنل اکنامک کاونسل ډرېکټر یا مشر براین ډيس وویل بنیادي پېغام دا دی چې پکار ده چې پرمختګ دوامداره وساتل شي او دا چې د پرمختګ په اساس ولس پرامید وي.

توقع ده چې صدر بایډن به سټېټ اف دي یونین تقریر کې د امریکې حکومت د قرض اخیستلو حد د زیاتولو خبره هم وکړي. حکومت د یو دېرش اشاریه څلور ټرېلین ډالرو حد ته تېره میاشت رسېدلی دی او د دیوالیه کېدو نه د بچ کېدو دپاره پکار ده چې امریکايي حکومت د سږ کال د نیمايي پورې د قرض اخیستلو حد کې اضافه وکړي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې انیتا پاول د رپورټ نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG