لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جو باېډن به نن په امریکا کې د کرونا وبا پرضد هڅو بحث کوي


د امریکا صدر جوباېډن به نن (پنجشنه/ زیارت) د خپل صدارت په دویمه ورځ د کرونا وبا پرضد مبارزې په سر خبرې او ورته امرونه جاري کوي.

د جو باېډن انتظامیې د کرونا پرضد جوړه شوې ډله به جو باېډن او کماله هېرس ته د کرونا وایرس وروستی حال او په امریکا کې د وېکسینو ورکولو پروګرام په اړه معلومات هم ورکوي.

جو باېډن د خپل حکومت په لومړیو ۱۰۰ ورځو کې ۱۰۰ میلینه امریکایانو ته د وېکسینو ورکولو حدف اېښودی دی.

په امریکا کې د کرونا پرضد وېکسین د دسمبر میاشتې په نیمايي کې ورکول شورو شوي‌ او په لومړي پړاو کې د صحت کارکونکو، د کرونا پرضد مبارزې په لومړي صفونو کې ولاړو کسانو او د صحت په مرکزونو کې کارکونکو ته ورکول پېل شوي. په امریکا کې د ناروغیو د کنټرول مرکز تر مخه د تیرې ورځې پورې په امریکا کې د کرونا وبا پرضد وېکسینو ۱۶.۵ میلینه خوراکونه ورکړل شوي دي.

بایډن چې د خپل کار په لومړیو سلو ورځو کې کوم لومړیتوبونه ټاکلي په هغو کې د کورونا وایرس په ضد مبارزه هم شامله ده. نوموړي د شورو/ چارشنبې په ماښام امر کړی چې په ټولو فیډرل دفترونو کې به ماسک پر مخ تړل او ټولنیزه فاصله لازمي وي.

د امریکې نوي ولسمشر جوبایډن تیره ورځ د سوګند څو ګنټې وروسته په سپینه ماڼۍ کې د کار په لومړۍ ورځ 15 فرمانونه لاسلیک کړي، چې په هغوی کې د هغو نهو پرېکړو ختمول هم شامل دي چې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ کړې وې.

ښاغلي بایډن په خپل دفتر کې د دغو فرمانونو او یاداشتونو د لاسلیک په وخت خبریالانو ته وویل: "د کار د پیلولو لپاره بل داسې وخت نه شته لکه نن. زه د هغو ژمنو په پوره کولو پیل کوم چې ما د امریکې له خلکو سره کړې دي".

د ډانلډ ټرمپ‌ د حکومت په هغو پرېکړو کې چې صدر بایډن ختمې کړې دي، د پېرس د موسمي بدلون تړون ته د امریکې بیرته ور شاملولو او د کډوالو خصوصاً د اسلامي هېوادونو د کډوالوامریکا ته پر راتګ بندیز ختمول دي.

صدر جوبایډن د هغه بیړني فنډ د ځنډولو او د مېکسیکو دېوال د کار درولو امر هم کړی چې ډانلډ ټرمپ د 2018م کال په فرورۍ کې اعلان کړی وو.

صدر جوبایډن د پخواني صدر هغه پرېکړه هم ختمه کړې چې تېر کال یې د روغتیا له نړیوال سازمانه ډبلیو اېچ اونه د وتلو لپاره کړې وه. ټرمپ د روغتیا نړیوال سازمان د کورونا وایرس په مخنیوي کې په ناکامۍ تورن کړی او ویلي یې وو چې پر دې ادارې د چین اثر دی.

صدر جوبایډن د ټرمپ هغه فرمان هم ختم کړ چې له مخې یې د تېر کال له سرشمېرنې په امریکا کې مېشت هغه خلک ایستلي دي چې د امریکا ښهریت نه لري. په امریکا کې د هرې نوې سرشمېرنې په بنیاد د هر ایالت د کانګرس غړي او د الیکټرل کالج ووټونه زیاتېږي. د بایډن انتظامیې ډاډ ورکړی چې د سرشمېرنه اداره به بیرته د خلکو کره شمېرنه کوي.

د صدر جوبایډن د مطبوعاتو سیکرټري جین ساکي او د هغه نورو اعلی چارواکو د پرانیستنې په مراسمو کې خبریالانو ته ویلي چې د صدر د لومړۍ ورځې کارونه د راتلونکې اوونۍ د هغې لړۍ یوه برخه ده چې د ټرمپ د پالیسیو ختمول پکې شامل دي.

امریکايي مطبوعات وايي ولسمشر جوبایډن سبا د جمعې په ورځ د بې روزګارۍ، روغتیایي بیمې او ځینو نورو مسایلو په اړه د اقتصادي مرستو پر پېکج کار کوي.

۷۸ کلن جوباېډن د امریکا د زیات عمر یا تر ټولو بوډا صدر جوړ شوی چې ۳۶ کاله یې د سېنټر په هیڅ او اته کال یې د ناېب صدر په هیڅ کار کړی. اخوا تلونکی صدر ډانلډ ټرمپ په تیرو ۱۵۲ کلونو کې د امریکا لومړی صدر دی چې د نوي صدر د لوړې مراسمو کې یې برخه نه ده اخستې او د جوباېډن د مراسمو وړاندې فلوریډا ته تللی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG