لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن نن په فرانس کې له زلنسکي سره ویني او د 225 میلین ډالرو پوځي مرسته ورسره کوي


د امریکې صدر جوبایډن نن د جمعې په ورځ په پېرس کې د ډي- ډې د کالیزې په مناسبت غونډو په څنډه کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره ویني او هغه ته به د 225 میلینه ډالرو په ارزښت پوځي مرسته وړاندې کړي.

دا په تېرو شپږو میاشتو کې له صدر زلنسکي سره د بایډن لومړۍ مخامخ لیدنه،‌ وروستی ځل په تېر دسمبر کې واشنګټن ته د سفر په مهال دواړو پر ریپبلکن ګوند ټینګار کړی وو چې له اوکراین سره د لا زیاتو مرستو منظوري ورکړي.

سرچینې وایي له اوکراین سره د امریکې د 225 میلین ډالرو په ارزښت د وسلو په نوي پېکیج کې له نورو وسلو سره سره د توپخانې ګولۍ او د هوایي دفاع مداخله کوونکې یا انټرسیپټر وسیلې هم شاملې دي.

تمه کیږي چې دوی به را روانه اونۍ په ایټلي کې د G7 د مشرانو په هغه غونډه کې بیا سره وویني.

د شتمنو هیوادونو دا تنظیم به په غونډه کې پر اوکراین له روسي یرغل وروسته د ماسکو د کنګل شویو شتمنیو پر کارولو بحث کوي او له اوکراین سره به د 50 ارب ډالرو مرسته اعلانوي.

د فرانس ولسمشر امانویل مېکرون هم د جون پر شپږمه اعلان وکړ چې له اوکراین سره د مرستو په لړ کې کیف ته 2000 جنګي جټ الوتکې ورکوي. مکرون وویل، "سبا به خپله نوې پوځي مرسته پيلوو او د اوکراین پیلوټان به په فران کې وروزو".

مېکرین وویل د جمعې په ورځ به دی هم د اوکراین له ولسمشر سره وویني‌ او هغه ته به ووايي چې د اوکرایني پیلوټانو روزنه به په اوړي کې پيل شي،‌ وایي معمولاً د اوکرایني پیلوټان د روزنې لپاره پینځو یا شپږو میاشتو ته اړتیا لري.

صدر زلنسکي تېره میاشت رویټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي وو چې لوېدیځ هیوادونه له اوکراین سره د پوځي مرستې په برخه کې پریکړې کولو باندې ډېر وخت لګوي.

بایډن د پنجشنبې- زیارت په ورځ د فرانس په نورمانډي ښار کې په خپلو خبرو کې وویل، د ظلم خلاف دویمه نړیواله جګړه او له روس سره د اوکراین جګړه له یو بل سره تړلې دي او د روس ولسمشر ولادیمیر پوټین یې یو "آمر یا ډیکټېټر" وباله.

د نېټو عمومي مشر ین سټولټنبرګ وایي، پر اوکراین د روس له پوځي یرغل وروسته د نېټو زیات شمیر غړي هیوادونه کیف ته وسلې ورکوي خو اوکراین ته د ځواکونو د لېږلو هیڅ پلان نه لري.

د تېر می میاشتې پر 10مه چې روسي پوځ د اوکراین پر خارکیف سیمه بریدونه پیل کړي او یو شمېر کلي یې نیولي دي، کیف د خپلې دې سیمې د دفاع لپاره مبارزه کوي او له لوېدیځو هېوادونو پرله پسې د وسلو غوښتنه کوي.

صدر بایډن تېره اونۍ خپله پالیسي بدل کړ او پرېکړه یې وکړه چې اوکراین کولای شي د امریکې ورکړې وسلې په روس کې دننه د خپلو هغو دفاعي پوځي هدفونو د ویشتلو لپاره وکاروي چې پر خارکیف د برید ملاتړ کوي.

د امریکې د ملي امنیت مرستیال سلاکار جون فاینر د پنجشنبې- زیارت په ورځ په واشنګټن کې وویل، امریکا هڅه کوي د اوکراین د وسلو اړتیاوې پوره کړي، خو له امریکا سره د وسلو د منتقلۍ کمی دی.

ښاغلي فاینر د «سنټر فار نیو امېریکن سیکیورټي» په نوم ادارې یوې غونډې ته وویل، "که دوه داسې شیان وي چې د جګړې د لوري بدلولو لپاره یې اوکراینیانو ته ورکړو هغه به د توپخانې ګولۍ او د هوایي دفاع سیسټم وي".

جون فاینر وویل، د روس او اوکراین د مخامخ جګړې له ډګره بهر هم دا جګړه "زموږ [د وسلو] په کارخانو کې یوه تر سره کېدونکې سیالي ده، د یورپ په فیکټریو کې او د اوکراین په فیکټریو کې."

د نړیوال اقتصاد لپاره د امریکې د ملي امنیت مرستیال دلیپ سینګ هم دې غونډې ته په وینا کې وویل، د روس د کنګل شویو شتمنیو په اړه د G-7 په غونډه کې اتفاق ته رسېدل یوه پېچلې مسئله ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG