لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې صدر جوبایډن او پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په یو بل نېوکې کړي


د سږ کال د نومبر په میاشت کې په صدارتي انتخاب کې ټرمپ د ریپبلېکن پارټۍ ممکنه امیدوار کېدلی شي
د سږ کال د نومبر په میاشت کې په صدارتي انتخاب کې ټرمپ د ریپبلېکن پارټۍ ممکنه امیدوار کېدلی شي

د امریکې صدر جوبایډن د جمعې په ورځ‌ خبرداری وکړو چې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ وایټ هاوس د ته بېرته تګ کوښښونه هېواد د سنګین خطر سره مخامخ کوي. ټرمپ په خپل تقریر کې په بایډن او د هغه په ډېموکرېټېک پارټۍ تنقید وکړو.

د کال 2021 د جنورۍ په شپږمه نېټه په کانګرس د ټرمپ د مبینه پلویانو د یرغل دریم کال د پوره کېدو نه یوه ورځ مخکې، بایډن د پېنسېلوېنیا ریاست د فورج نومې ښار سره نږدې غونډې ته وویل په کانګرس د یرغل له امله امریکا د امریکایانو د لاس نه قریباً وتلي وه.
د سږ کال د نومبر په میاشت کې په صدارتي انتخاب کې ټرمپ د ریپبلېکن پارټۍ ممکنه امیدوار کېدلی شي.

بایډن په اینده صدارتي انتخاب کې د واکمن ډېموکرېټک پارټۍ امیدوار دی او ویې وېل ټرمپ سره په صدارتي انتخاب کې دهغه بیا مقابله د امریکې د جمهوریت د بقا دپاره ده.

د کال 2020 په صدارتي انتخاب کې بایډن ټرمپ ته ماتې ورکړی و.

په کانګرس د مظاهره چیانو د یرغل په مهال قانون سازانو د 2020 په صدارتي انتخاب کې د بایډن د بریا په رسمي ډول تصدیق کولو. د کانګرس په ودانۍ د احتجاج کوونکو د ورننوتلو په مهال د 100 پولیس افسران زخمیان شوي وو.

د جمعې په ورځ‌ خپل تقریر کې بایډن په ټرمپ په کانګرس د حملې د راپارولو الزام ولګولو. ټرمپ مخکې دا ډول الزامات ردکړي او ویلي یې دي چې مظاهره چیان نه کانګرس ته د داخلېدو نه منع کړي وو.

بایډن وویل ټرمپ لوظ کړی چې په کانګرس د حملې په لړ کې سزا شوي خلک به معاف کوي. بایډن وویل په ځای د دې چې ټرمپ په سیاسي تشدد کې د ککړو خلکو غندنه وکړي هغه يې ستاینه کړې ده.

په کانګرس د یرغل په موقع او د دې وروسته نهه کسان مړه شوي چې په کې یو شمېر هغه افسران هم شامل دي چې خودکشیانې یې کړي دي. یوه ښځه د پولیس په ډزو وژل شوې او د ټرمپ درې پلویان د صحت د مسلو له امله ساه ورکړې ده.

بایډن وویل ټرمپ کوښښ کوي د جنورۍ د شپږمې نېټې حقایق بیا د سره ولیکي او د انتخاباتو د "غلا" کولو په شان تاریخ هم "غلا" کړي.

د کال 2020 په صدارتي انتخاب کې د مبینه درغلۍ د کوښښونو په سر په ټرمپ 91 مجرمانه الزامات لګول شوي دي.

ټرمپ ویلي بایډن او ډېموکرېټس د قانوني نظام دلارې جمهوریت او د هغه انتخابي مهم د کمزوري کولو کوښښونه کوي.

د جمعې په ورځ د امریکې سپریم کورټ د هغې مقدمې د اورېدو فېصله وکړه چې ایا د 2020 د کوښښونو په سر دې د ټرمپ نوم د صدارتي بېلېټ (ووټ) نه لرې کړی شي او که نا؟

ټرمپ د جمعې په ورځ په ایوا ریاست کې د پلویانو غونډې ته تقریر وکړو. هغه په بایډن تنقید وکړو او پلویانو ته یې وویل اینده صدارتي انتخاب امریکا د بچ کولو دپاره اخېرۍ موقعه ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG