د امریکې صدر جو بایډن د جمعې په ورځ له لوېدیځو متحدینو وغوښتل چې د روس د یرغل خلاف د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي ځکه چې وایي کیف یوې خواته له سخت ژمي سره مخ دی او بلې خواته د امریکې له صدارتي ټاکنو وروسته د واشنګټن د ملاتړ د دوام په اړه له اندېښنې سره مخ دی.
بایډن د جمعې په ورځ د جرمني له چانسلر اولف شولز سره ولیدل، چې له امریکا وروسته د اوکراین دویم ستر پوځي مرسته کووننکی دی. وروسته د فرانس صدر ایمانویل مېکرون او د برتانیې وزیراعظم کېر سټارمر هم په خبرو کې ور شامل شول چې په منځني ختیځ کې په روانو حالاتو یې بحث وکړ.
بایډن برلین ته په یوورځني سفر کې د جرمني له چانسلر اولف شولز سره د بندو دروازو تر شا خبرې وکړې چې له اوکراینه نیولې په منځني ختیځ کې د شخړو د پراخېدو پر موضوع یې بحث وکړ او وروسته یې له خبریالانو سره خبرې وکړې.
بایډن په یوه بیان کې وویل "لکه څنګه چې اوکراین له سخت ژمي سره مخ دی، موږ باید خپل هوډ پر ځای وساتو، زه پوهیږم قیمت یې دروند دی خو دا په یوه داسې نړۍ کې د ژوند قیمت ورکول دي چې پکې تېری شته، چې پکې لوی ریاستونه برید کوي او کوچني ملکونه ځوروي ".
صدر بایډن وویل، له جرمني چانسلر شولز سره به د اوکراین لپاره د پوځ ملاتړ د زیاتولو پر هڅو او په دې اړه خبرې وکړي چې "د روس د کنګل شويو شتمنیو د ارزښت په خلاصولو سره د اوکراین د ملکي انرجۍ اډاڼې ګړندۍ شي". وایي دوی به د منځني ختیځ د شخړې په اړه هم خبرې وکړي.
بایډن جرمني ته له تلو مخکې خبریالانو ته وویل، اوکراین ته د اوږده واټن ویشتونکو وسلو د ورکولو په اړه کوم تړون لا نه دی شوی چې د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي یې په روس کې دننه د بریدونو لپاره له څو میاشتو راهیسې له لویدېځو هیوادونو غوښتنه کوي.
بایډن جرمني ته دا سفر په داسې وخت وکړ چې د امریکې صدارتي ټاکنو ته یواځې 17 ورځې پاته دي چې پکې پخوانی ریپبلکن ولسمشر ډانالډ ټرمپ د ډیموکرېټ نوماندې او مرستیالې صدرې کاملا هېریس خلاف د ټاکنو د بیا ګټلو په لټه کې دی.
داسې اندېښنې دي چې که ډانالډ ټرمپ په ټاکنو کې بریالی شي نو کېدای شي د اوکراین په ګډون له هېوادونو سره هغه اړیکې خرابې کړي چې بایډن تمه لري کاملا هېریس ته یې منتقل کړي.
ډانلډ ټرمپ اشاره کړې ده، د بایډن په نسبت به ډېر زړه نازړه وي چې د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي او که داسې وشي نو دا به کیف له روس سره د جګړې له پیل راهیسې له تر ټولو ستر پوځي او مالي ملاتړه محروم کړي.
ټرمپ په خپلو انتخابي کمپاینونو کې دا اشاره هم کړې ده چې د نېټو په لوېدیځ پوځي اتحاد کې متحدینو ته د امریکې مرستې به په شرطونو وي.
تر دې مخکې د جمعې په ورځ د جرمني صدر فرانک والټر شټاین مایر له بایډن سره په یوه غونډه کې د یورپ او امریکا تر منځ د ټرمپ د تېر حکومت په مهال کړکېچن حالت ته اشاره وکړه او ویې ویل:
"یواځې څو کاله مخکې فاصله دومره پراخه شوې وه چې موږ تقریباً یو بل بایللي وو، کله چې ته صدر وټاکل شوې، تاسو په ریښتیا سره په نېټو اتحاد کې د یورپ هیلې شپه په شپه بیرته راګرځولې".
صدر بایډن د خپل سفر له پای ته رسولو وروسته رسنیو ته وویل، له یورپي مشرانو سره په خبرو کې په اوکراین کې د هغه څه ملاتړ ته پر دوام ورکولو اتفاق موجود وو چې له اوکراینیانو سره مرسته کوي. بایډن وویل:
"موږ د منځني ختیځ په اړه هم خبرې وکړې. موږ فکر کوو هلته د سولې لپاره لاره شته. دا به سخته وي، ستونځمنه به وي، خو موږ ټول په دې اړه په یوه خوله یو، په دې کې پوره اتفاق موجود وو".
د برتانیې وزیراعظم کېر سټارمر او د فرانس ولسمشر ایمانویل مېکرون د جمعې په ماسپښین له بایډن او شولز سره یو ځای په خبرو اترو کې تر ډېره پر دې تمرکز وکړ چې څنګه د اوکراین جګړه ختمه کړل شي ځکه چې وایي روسي ځواکونه د اوکراین په ختیځ کې پرمختګ کوي.
د برتانیې وزیراعظم سټارمر وروسته خبریالانو ته وویل، "موږ بحث وکړ چې څنګه له اوکراین سره خپل ملاتړ ګړندی کړو".
سټارمر وویل، د څلورواړو هېوادونو مشرانو په غزه کې د ډزبندۍ پر اړتیا، د ټولو اسرایلي یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو او فلسطیني سیمې غزې ته د بشري مرستو د سمدستي لاسرسي په اړه هم خبرې وکړې.
یادونه:- د رپوټ معلومات له رویټرز او اې پي خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.
Forum