د امريکې صدر جوباېډن ويلي د تېل برامد کونکو ملکونو تنظیم اوپېک دا فېصله چې د تېلو پېداوار به کموي، د سعودي عرب دپاره به اثرات ولري.
صدر باېډن دغه خبره د نهې، سه شنبې، په ورځ په داسې حال کې وکړه چې د سعودي عرب په مشرۍ کې اوپېک اعلان کړی د نومبر د میاشت نه به د ورځ په حساب دوه مېلین بېرل د تېلو پېداوار کم کړي.
په کانګرس کې د صدر باېډن واکمن ډیموکرېټس ګوند د سعوديعرب سره د همکارۍ کنګل کولو غوښتنې کړې ده.
باېډن وویل زر به د سعودي عرب په لړ کې ګامونه واخیستل شي.
د صدر بایډن مشاورو ویلي دي چې د تېلو په پېداوار کې د کمې په له امله د امریکي حکومت سعوديعرب سره د تعلقاتو ته بیا کتنه کوي.
د واېټ هاوس چارواکو وېلی دي چې د تېلو په پېداوار کې کمې تېل پېدا کونکو هېوادونو په خاصه توګه روس ته ګټې ور رسولی شي.
د کنېټيکټ ریاست نه د ډېموکرېټک پارټۍ سېنَېټر رچرډ بلیومېنتال او د کېليفورنیا نه د رېپبلکن پارټۍ سېنېټر رو کهنه کانګرس ته قانوني مسوده وړاندې کړې چې غواړي سعودي عرب ته د وسلې ورکول دې د یو کال دپاره وځنډول شي. د مجوزه قانون دلاندې به سعودي عرب ته به د وسلې د اضافي او د مرمت د پرزو ورکول هم وځنډول شي.
د وي او ای رپورټ وايي دا لا نه ده معلومه چې سعودي عرب نه د خفګان ظاهرولو په لړ صدر بایډن تر کوم حد پورې تللی شي ځکه چې په منځني ختیځ کې سعودي عرب د امریکې یو اهم خو پېچلې اتحادي ملک دی.
د صدارت چوکۍ د سنبهالولو په وخت باېډن لوظ کړی وو چې د بشري حقونو په وجه د امریکې او سعودي عرب تعلقاتو ته به بیا کتنه کوي خو سږ کال بیا يې سعودي عرب ته سفر وکړو.
باېډن د سي اېن اېن سره په مرکه کې وېلي دي چې په دې اړه به د کانګرس سره مشوره کوي. خو سعودي عرب ته د وسلو د ځنډولو په اړه د ډیموکرېټس غړو غوښتنو ته يې کوټلی ځواب نه دی وېلی.
باېډن لا نه څه نه دي ویلي چې د سعودي عرب په اړه به څه ګامونه پورته کوي.
د واېټ هاوس د ملي امنیت د شورا وياند جان کربي وېلی دي چې باېډن ګڼي وخت راغلی دی چې دې تعلقاتو ته بیا کتنه وشي او دا د قامي امنیت د ګټو سره برابر کړي.
پرېس سېکترې کېرين جېن پېري تېره ورځ وېلی دي چې د تعلقاتو د بیا کتنې د پاره کوم خاص وخت نه دی ټاکلی شوی او نه تر اوسه صدر په دې حقله کوم مشاور اعلان کړی دې.
په عېن حال کې چارواکي په منځني اېشیا کې د پراخه قامي امنیت په چارو کې د سعودي عرب کردار اهم ګڼي.
د تېلو پېدا کونکي ملکونو تنظيم کې روس او سعودي عرب دواړه شامل دي.
اوپېک تېره اوونۍ اعلان کړی وو چې د تېلو په پېداوار کې به روزانه د دوه ملينه بېرله کمې راولي. دې سره به په نړۍ کې د تېلو بېعو لوړې شي او روس ته به زیاتې پېسې ملاو شي. چرته چې په اوکراېن د یرغل په وجه روس دا وخت امرېکې او یورپ د خوا د کلکو اقتصادي بندیزونو سره مخ دی. دې سره به د امریکا په مشرۍ کې د اېتلاف د پاره ګرانه شي چې روس د اقتصادي فشار په وجه د جګړې نه په شا شي او بله دا چې خپله د امریکې د میانه مودې د انتخاباتو وړاندې د تېلو بېعې زیاتېدو سره د ډېموکرېټس ګوند د پاره هم ستونزې رامخې ته کولی شي.
د سعودي عرب خارجه وزیر فېصل بن فرهان السعود د سعوديعرب العربيه ټېلي وژن ته وېلی دي چې د تېلو په پېداوار کې کمي یواځې د اقتصادي ګټو د پاره شوې ده.
باېډن او اروپاېي مشرانو د تېلو بېعې د راکمولو او روس ته د سزا ورکولو په خاطر د زیات تېل پېدا کولو غوښتنې کوي. پوټن باندې تور دی چې د روس د مخالفینو خلاف تواناېي د وسلې په توګه کاروي.
واېټ هاوس وېلی دي چې ریاض ته د دوي د وسلو خرڅول په سيمه کې د ایران مخالفت کې قوت برابرول دي په داسې حال کې ایران په چټکتیا د جوهري طاقت ترلاسه کولو کوښښونه کوي.
کربي وېلی دي چې دا وخت اوویا زره امریکیان په سعودي عرب کې ژوند کوي. په دې کې هغه پوځیان نه دي شامل چې په سیمه کې پراته دي. نو ځکه دا یواځې د امریکا په مفاد کې نه ده چې په سیمه کې د مېزايلو د دفاع نظام نور فعاله او په خپلو کې وتړلی شي. دا د امریکې د اېتلافیانو او په سيمه کې د ده د ملګرو په ګټه کې هم ده.
خو په باېډن بیا هم فشار سېوا کیږي. د واېټ هاوس د پاره د زغل په وخت باېډن وېلی وو چې په کال دوه زره اتلسم کې د امریکې مېشته خبریال جمال خاشکجې د وژنې په وجه سعودی حکمرانانو سره به حساب کوي. باېډن وېلی وو چې دې به په تېلو ماله مال هېواد په نړۍ کې یواځې کړي.
خو د جولاېی په میاشت کې په نړیواله کچه د تېلو په بېعو کې د زیاتۍ په وجه باېډن سعودي عرب ته سفر وکړو. خپل سفر کې باېډن د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان سره وليدل، د خاشکجي د وژنه په وجه چې ده د پامه غورځولی وو. د امریکې د استخباراتو ټولنه دې نتیجې ته رسېدلی وه چې سعودي ولي عهد چې د اېم بي اېس په مخفف هم یاديږي، د هغه په امر استنبول کې د سعوديعرب په کونسلخانه کې وژل شوی وو. اېم بي اېس وېلی دي دې په دغه وژنه کې لاس نه لري.
یمن کې د حوثي یاغیانو سره د سعودي عرب په جنګ کې په عامو خلکو د بمبارۍ په وجه سعودي مشران د نړۍ د نیوکو سره هم مخ شوی وو.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي