لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

که بایډن صدر شو د ګوانتانامو ځیني قیدیان ازادیدلی شي


د ګوانتاناموبی په قید کې پروت د درې اویا کلن پاکستاني قیدي سیف الله پراچه په قضیه کې وس د یو څه ښه پرمختګ تمه پیدا شوې ده.

د کیوبا په امریکايي زندان کې قید سیف الله تر ټولو ډېر عمر لرونکی او د تیرو شپاړسو کالو راهسې بې د څه قانوني اوریدنو قید دی.

د صدر ټرمپ په وخت کې د قیدیانو د اوریدنو او د خوشي کولو لړۍ ودرول شوې وه خو اوس تمه کېږي د بایډن په صدارت کې دا لړۍ بیا شورو کیدی شي.

د پراچه وکیله شیلبي سولوینبینېس وايي د یو ښه تمه پرمختګ امید کیدی شي، په نولسم اکتوبر د اورېدنې ورستو هغې د ټلیفون د لارې ایسوسي ایټېټډ پرېس ته وویل:

“د نوې انتظاميې سره زه وس د ښه پرمختګ تمه کومه”

تمه کیدله د پخواني صدر براک اوبامه په وخت کې د ګوانتاناموبی زندان وتړل شي، خو داسې او نه شو.

په دې زندان امریکا هر کال 445 میلینه امریکايي ډالرې خرچه کوي. وس یو ځل بیا تمې سوا شوي چې د بایډن د صدر جوړیدلو سره د قیدیانو قضیې روانې شي، مجرمان سزا شي او بې ګناه پرېښودل شي.

خو د بایډن د ګوانتانا موبی د زندان تړلو په حقله ښکاره دریځ نشته دی. د هغه د اقتدار د اخستلو په پړاؤ کې ویاند نډ پرایس وايي منتخب صدر ددې بندي خانې د تړلو پلوي دی خو دا به مناسب نه وي چې د هغه په واک کې د راتلو وړاندې په دې منصوبه نور معلومات ورکړی شي.

دې غیر واضحه بیان ته البته دغه خلک خوشبینه دی چې ګوانتاناموبی زندان تړلو په حق کې دي. د هیومن رایټس واچ ادارې اندریا پاسو وايي:

“ که چري ددې نه د مطبوعاتو د لارې لویه مسله جوړه نه شوه نو داسې ښکاري دا زندان به وتړل شي“

دا زندان په 2002 کې د پخواني صدر جارج ډبلیو بش په وخت کې پرانستل شوی ؤ او د یولسم سپټمبر د پېښو پس پکې د القاعده او طالبانو غړي ساتل کیدل.

پراچه په کال2003 کې د تايلینډ نه د القاعده سره د اړیکو په تور کې نیول شوی ؤ، دغه وخت د نړې د 50 هیوادونو څخه 700 قیدیان په ګوانتاناموبې کې قید وو.

د پراچه وکیله وايي هغه ناروغه دی، په کال 2006 کې پرې د زړه دوره هم راغلې وه.

هغې یوې بلې اهمې قانوني نکتې ته هم پام ورګرځولې، او هغه دا چې پراچه په نیویارک ښار کې کاروبار لرلو، او په پاکستان کې یو شتمن کاروباري ؤ.

چارواکي وايي پراچه د القاعده سره کمک کؤ، او د یولسم سپټمبر د دوه حمله کونکو مالي مرسته یې کړې وه. پراچه وايي ده ته معلومه نه وه دا کسان د القاعده دي.

د پراچه زوی عذېر پراچه هم په کال 2005 کې د القاعده سره د مالي مرستو په سر په نیویارک ښار کې محاکمه شوی ؤ، په هغه هم هغو خلکو ګواهي ورکړې وه چې کومو د هغه په پلار ورکړې ده.

خو چې کله جج د دغو ګواهانو ګواهي رد کړله نو امریکايي چارواکو عذېر خوشی کړو او بیرته ېې پاکستان ته ورولېږلو.

که چري د عذېر پلار د ګوانتاموبی په ځای په امریکه کې عدالت ته وړاندې کړی شوی وې نو ممکن ده لکه د خپل زوي په رنګ اذاد شوی وې.

خو وس به دا فیصله بایډن کوي. د وکېلې سلووین په خیال وخت به دا فیصله وکړي او دا فیصله ممکن ده:

“هغه ته د مرګ سزا هم ورکړی شي”

XS
SM
MD
LG