لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بل ګېټس فاونډېشن د پوليو هغه کارکوونکو سره مالي مرسته کړې چې سېلابونو نو يې کورونه زیانمن کړي

د سيمې د صحت محکمې ډي ايچ او ډاکټر ناصر وايي، له سېلابونو په اغېزمن شوو پوليو کارکوونکو کې نارينه او مېرمنې هم دي چې د بل ګېټس فاونډېشن له خوا ورسره مرسته شوې. دوی د فاونډېشن په مرسته خوشاله دي او مننه يې کوي
د سيمې د صحت محکمې ډي ايچ او ډاکټر ناصر وايي، له سېلابونو په اغېزمن شوو پوليو کارکوونکو کې نارينه او مېرمنې هم دي چې د بل ګېټس فاونډېشن له خوا ورسره مرسته شوې. دوی د فاونډېشن په مرسته خوشاله دي او مننه يې کوي

د امریکې بل ګېټس فاونډېشن د بلوچستان د پولیو هغه کارکوونکو سره مالي مرسته کړې چې د تېر کال په بارانونو او سېلابونوکې يې کورونه نړېدلي وو.

د بلوچستان په لورالايي سيمه کې د پولیو په ضد شاوخوا اتيا کارکوونکو ته د ضلعې د ډپټي کمشنرد مرستې چيک ورکړل.

ډپتي کمشنر عتيق الرحمن شاهواني وي او اې ډيوه ته ويلي، چې دغه مرسته به د پوليو کارکوونکو حوصلې لوړې کړي، چې په سختو موسمي حالاتو کې د پوليو کار کوي او تر هر ماشوم پوري ځانونه رسوي.

ښاغلي شاهواني وویل "دا د بينک چيک د بل ګېټس فاونډېشن له خوا له سېلابونو د متاثره هغه پوليو کارکوونکو ته ورکول شوي، کوم په پوليو کيمپېنونو کې کور پر کور ګرځي، چې د دوی حوصلې لوړې شي او خپل زيانمن شوي کورونه بېرته جوړ کړي. سېلابونو په پاکستان او بلوچستان کې ډېر زيان اړولی و."

د سيمې د صحت محکمې ډي ايچ او ډاکټر ناصر وايي، له سېلابونو په اغېزمن شوو پوليو کارکوونکو کې نارينه او مېرمنې هم دي چې د بل ګېټس فاونډېشن له خوا ورسره مرسته شوې. دوی د فاونډېشن په مرسته خوشاله دي او مننه يې کوي.

ناصر وویل شپږ اتيا نارينه او ښځينه پوليو کارکوونکو ته د بل ګېټس اېنډ ميلنډا فاونډېشن له خوا د مرستې چيک ورکوی شوي دي. "د بلوچستان حکومت او د صحت محکمه د فاونډېشن مننه کوي، چې د ايالت پوليو کارکوونکو حوصله پورته کوي."

د تېرکال په وروستي مياشت کې د پاکستان حکومت په هيواد کې فرنټ لاين یا د لومړي محاذ پوليو کارکوونکو ته چې په سېلابونو کې يې کورونه زيانمن شوي وو، دوه نيم ميليونه مرستې ورکړې وې. دغه مرستې د صحت د مرکزي وزير عبدالقادر پټېل له خوا ورکړل شوې وې.

  • 16x9 Image

    رفیع الله مندوخېل

    رفیع الله مندوخېل په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې د پولیو په اړه رپوټونه جوړوي. ده له بلوچستان پوهنتونه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او وخت په وخت یې د پاکستان له ګڼ شمېر رسنیو لکه «ډان»، «نوای وقت»، «انډیپینډینټ اردو»، «دي فرنټېر پوسټ» او «پیکټ رېډیو» سره هم کار کړی دی.

This item is part of
XS
SM
MD
LG