لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شریف بل ګیټس ته ویلي د پولیو  مامورینو د تحفظ لپاره به ریاست ټولې وسېلې پکار راولي


Bill Gates and PM Shehbaz Sharif
Bill Gates and PM Shehbaz Sharif

د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف ویلي ملک نه د پولیو ناروغۍ نوغی ویستل د ده دحکومت وړومبۍ ترجیح ده اؤ د پولیو د مخنیوي د مامورینو تحفظ لپاره به ریاست ټولې وسېلې پکار راولي.

هغه دا ګیټس فاونډیشن د مشر بل ګیټس سره لیدنه کې دا خبره په داسې حال کې کړې ده چې سږکال هم په شپږو میاشتو کې د پاکستان دننه د پولیو پینځه پېښې مخې ته راغلي دي.

وزیراعظم شهباز شریف د ګل په ورځ بل ګیټس سره لیدنه کې هغه ته باور ورکړی چې د پولیو د له مینځه وړلو لپاره د روانو هلو ځلو څارنه به پخپله کوي.

بل ګیټس دا مهال د پاکستان په سفر دی اؤ‌ هغه ته ددې سفر بلنه ‍ ښاغلي شهباز شریف ریاض کې روان کال د نړیوال اقتصادي فورم د ترسره شوې غونډې په موقعه ورکړې وه.

د وزیراعظم د دفتر نه د خپور شوي بیان له مخې بل ګیټس سره لیدنه کې وزیراعظم هغه په ډیجیټل مالیاتي خدماتو کې د شوؤ پرمختګونو، روغتیایي اسانتیاؤ ته لاسرسي کې د رامنځته شوي غوره والي اؤ دپولیو ختمولو لپاره د حکومتي هڅو په بابله خبرتیا ورکړې ده.

وزیراعظم ویلي د پاکستان د حکومت اؤ ګیټس فاونډیشن په وړاندې زیات اهداف پراته دي
چې هغې کې صنفي‌ پوپیر ختمول، روغتیایي اسانیو ته لاسرسي کې ښه والی راوستل،غذایي تحفظ ښه کول د اقلیمي بدلون په حواله موافقت اؤ مالیاتي شمولیت شامل دي.

بیان وایي چې په دې لیدنه کې بل ګیټس پاکستان نه د پولیو ختمولو په لړ کې حکومتي هڅې اؤ د وزیراعظم ذاتي خوښي وستایله اؤ د هغه مننه یې وکړه.

بل ګیټس ووی چې د پرله پسې ویکسن اؤ د حکومت د کلک عزم سره به د پولیو د ختمولو کمپاین کې غوره والی رامنځته شي.

د روان کال په اوږدو کې په پاکستان کې د پولیو پینځه پېښې مخې ته راغلي دي اؤ پروسکال پاکستان نه د پولیو شپږ پېښې رپورټ شوې وې.

په نړۍ کې پاکستان اؤ افغانستان هغه دوه یوازیني هیوادونه پاتې شوي دي چې د پولیو وایرس پکې شتون لري .

خو په پاکستان کې بیا د پولیو د کمپاینونو مخې ته د تندلارو سخت مقاومت هم خنډان راولاړوي اؤ وخت په وخت پاکستان کې د پولیو ډلې د تندلارو د بریدونو ښکار کیږي.

د خېبرپښتونخوا د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د رپورټ له مخې، خېبر پښتونخوا صوبه کې سږ کال د پولیو ضد ټیمونو باندې په ترسره شوؤ 15 بریدونو کې 13 پولیس عسکر وژل شوي دي

په پوليو ضد ټيمونو د ترسره شوؤ بريدونو په اړه د خيبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد څانګې لخوا روانه میاشت کې د خپور کړل شوي رپورټ شمېرې ښیي چې په دې بریدونو کې 36 پولیس عسکر ژوبل شوي هم دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG