لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان په کیچ سیمه کې د بې درکه کسانو د کورنیو لخوا احتجاج په شپاړسمه ورځ هم روان دی


File Photo
File Photo

د پاکستان بلوچستان ایالت کېچ ضلعې مرکزي ښار تربت کې د اتو بې درکه کسانو د کورنیو لخوا احتجاجي پرلتنن په ۱۶مه ورځ هم روان وو.

په سخته ګرمۍ کې د کیچ ډپټي کمشنر دفتر بهر دغه احتجاج کونکي وايي د دوي خپل خپلوان له تربت او نورو سيمو څخه لادرکه شوي دي.

په کېچ کې هم د دھرنې له ګډونوالو سره د پیوستون څرګندولو لپاره یوه احتجاجي غونډه شوې چې پکې د ښځو په ګډون ګڼ شمېر خلکو ګډون کړی.

لاریون کونکي غوښتنه کوي چې لادرکه شوي کسان دې بېرته خلاص کړل شي او که پر دوی کوم تورونه وي نو عدالتونو ته دې وړاندې کړل شي.

هم نن د کوټې مطبوعاتو کلب کې یو خبري غونډې ته د وینا په وخت د یو بې درکه تن د کورنۍ غړو تور لګولی چې درې ورځې وړاندې د دوي یو تن په رڼا ورځ بې درکه شوی.

دغه کورنۍ د حکومته غواړي چې په سملاسي ډول دې دغه وګړی راخوشې کړل شي.

د کورنۍ په وینا بې درکه تن (ظهیر احمد) د تیرو پینځلسو کالو راهسې د ډاک په محکمه (پاکستان پوسټ افس) کې ملازم وو.

د دغه تن د تره زوي قدیر نواز وي او ای ډیوه ته ویلي چې د بې درکۍ د خواست لپاره سریاب تهاڼې ته ورغلي خو تر اوسه یې اېف ايي ار نه دی ثبت شوی.

وي او ای ډیوه د بلوچستان د صوبایي حکومت وياند شاهد رند څخه د ضلع کېچ د بې درکه کسانو د خپلوانو د پرلت په اړه په (وټس اېپ) پوښتنې کړي خو نوموړي تر اوسه کوم ځواب نه دی ویلی.

روانه مياشت د بلوچستان د کورنو چارو وزير ضيا ء الله لانګو دبې درکه شوو خلګو په حقله ويلي وو:٫٫ زما په فکردا داسي خبري دى، چې نه يي سر وى، نه يې پښې چې کيداى نو د دوى ايف آي آر ولې نه درج کوي، دلته وايي چې په بلوچستان کې 6000 کسان بې درکه دى، يوکس هم بې درکه کيدل، ډېره لوي خبره ده، د بې دکه شو کسانو د کميشن مشر څخه پوښتنه وکه ، د بې درکه شوي نوم شته د پلار نوم ، د ځاى او ښارنوم يې مالوم نه وي.٬٬

د بې درکه شووکورنيو سازمان واٸس پار بلوچ مېسنګ پرسن او د بشري حقوقو فعال بلوځ يکجهتى کمېټۍ دعوه کوى چې د مٸ په مياشت كي په جبرى توګه 68 کسان له بلوچستان څخه بېدرکه شوي دى، چې زياتره پېښې یې د تربت ، ګوادر او پنجګور کې رامنځته شوي دي.

واٸس فار بلوڅ مېسنګ دا خبره هم کوى چې يوځل بيا د ځوانانو د پورټه کولو پېښې زياتى شوي دي. د دوى په خبره چې د مي تر مياشتې له کوټې، تربت ، نوشکۍ ، جعفر آباد ، کېچ ، مشکې څخه 17 کسان پورته کړل شوي دى.

دوی زیاتوي چې سږکال 150 کسان له بلوچستان څخه بې درکه شوي دي. د بې درکه شو کورنى د جبرى لادرکه شو، پړه د پاکستان پر استخباراتى ادارو باندي لګوي خو حکومت او پوځ دغه تورونه ردوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG