د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن خپل پاکستاني هم منصب بلاول بهټو زرداري سره د امریکې او پاکستان په تعلقاتو او په سیمه اییز امن خبرې کړي دي.
د پاکستان خارجه وزات د جمعې په ورځ په یو بیان کې وویل په ټېلې فون خبرو کې بلېنکن بلاول بهټو ته د پاکستان خارجه وزیر په ټاکل کېدو مبارکي هم ورکړه.
د پاکستان د خارجه وزارت بیان وویل بلېنکن دا ژمنه څرګنده کړه چې غواړي د امریکې او پاکستان د يو بل دپاره ګټه ور تعلقات نور هم مظبوط کړي.
د وزارت بیان وویل د امریکې او پاکستان په مختلفو اړخونو د خبرو په مهال بلاول بهټو وویل امریکا او پاکستان د ډیرې مودې راهسې پراخ پنسټه تعلقات لري.
بلاول بهټو وویل د دواړو ملکونو ترمنځ مثبت او د یو بل دپاره د احترام او د یو بل د مشترکه مفاداتو په بنیاد تعلقات په سیمه کې او د سیمې نه بهر د امنیت د پرمختګ دپاره ضروري دي.
بلېنکن بلاول بهټو ته د کرونا وایرس اړه په هغه انلاین غونډه کې د شرکت بلنه ورکړه چې امریکا به یې دا میاشت کوربتوب کوي.
بلېنکن بلاول بهټو ته د می په 18 نېټه په نیویارک کې د خوراک په موضوع کېدونکي غونډه کې د ګډون بلنه هم ورکړه.
بلاول بهټو د اپرېل په 28 نېټه د خارجه وزیر د عهدې سوکند په داسې حال کې پورته کړو چې د پخواني وزیراعظم عمران خان حکومت عدم اعتماد تحریک دلارې ختم شو او پخواني خارجه وزیر شاه محمود قرېشي د دندې څخه فارغ شو.
عمران خان وايي د هغه خلاف د بې باورۍ تحریک د امریکې د سازش نتیجه وه خو امریکايي مامورین دغه خبره ردوي.
د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه د امریکې د خارجه وزارت ترجمان نېډ پرایس د نهې، سه شنبې، په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې امریکا پاکستان سره خپلو تعلقاتو ته اهمیت ورکوي او " مونږ غواړو چې د خپل همکار پاکستان سره د شريکو ګټو په برخه کې کار وکړو، چې په هغې کې د ترهګرۍ ضد مبارزه او د پولې امنيت هم شامل دی".