لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې خارجه وزیر دا هفته بیا منځني ختیځ ته ورځي


روېټرز خبري ادارې د یو لوړ رتبه چارواکي له قوله وویل بلېنکن به د زیارت، پنجشنبې، په ورځ منځني ختیځ ته راونېږي. د امریکې د صدر جوبایډن صلاحکار اېموس هاکسټین به هم منځني ختیځ ته ورځي چې د اسرایل او د حزب الله ترمنځ تاوتریخوالی د کمولو دپاره کار وکړي
روېټرز خبري ادارې د یو لوړ رتبه چارواکي له قوله وویل بلېنکن به د زیارت، پنجشنبې، په ورځ منځني ختیځ ته راونېږي. د امریکې د صدر جوبایډن صلاحکار اېموس هاکسټین به هم منځني ختیځ ته ورځي چې د اسرایل او د حزب الله ترمنځ تاوتریخوالی د کمولو دپاره کار وکړي

په داسې حال کې چې په منځني ختیځ کې د اسرایل او حماس د جنګ په ترڅ کې تاوتریخوالي د زیاتېدو خطر زیات شوی، د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن دا هفته سیمې بیا سیمې ته تلونکی دی چې غزه ته د انساني امداد په زیاتېدو خبرې وکړي او په اسرایل نړیوال فشار زیات کړي چې ملکي کسان د نقصان نه بچ کولو دپاره ګامونه پورته کړي.

بلېنکن به منځني ختیځ ته دوره په داسې حال کې کوي چې د اسرایل او حماس جنګ دریمې میاشت ته نږدې شوی دی.

روېټرز خبري ادارې د یو لوړ رتبه چارواکي له قوله وویل بلېنکن به د زیارت، پنجشنبې، په ورځ منځني ختیځ ته راونېږي. د امریکې د صدر جوبایډن صلاحکار اېموس هاکسټین به هم منځني ختیځ ته ورځي چې د اسرایل او د حزب الله ترمنځ تاوتریخوالی د کمولو دپاره کار وکړي.

د ترکي خارجه وزیر فېدان هکان خبریالانو ته ویلي چې بلېنکن په د خالي، شنبې، په ورځ د ترک چارواکو سره خبرې کوي. دا خبر مقامي مطبوعاتو رپورټ کړی دی.

امریکايي مامورین منځني ختیځ ته سفر په داسې حال کې کوي چې د اسرایل او حماس د جنګ په ترڅ کې تاوتریخوالی نورې سیمې د غځېدو خطر زیات شوی دی.

په لبنان کې د حماس لوړ رتبه چارواکي صالح العاروري د وژل کېدو وروسته، د امریکې خارجه وزارت، وویل په دې اړه ډیر تشویش لري چې په سیمه کې جنګ نورو محاذونو ته هم خپرېدلی شي.

په لبنان کې مېش شیعه مسلح ډلې حزب الله نه یوازې په العاروري د حملې غندنه کړې بلکې د بدل دړکه یې هم کړې ده. که څه هم اسرایل په العاروري حمله نه ده منلې او نه یې هم څه ردونه کړې، خو اسرایلي پوځ وویل د حزب الله د ممکنه حملو دپاره یې تیاری نیولی دی.

العاروري د حزب الله مشر حسن نصرالله ته نږدې ګڼل کېدو. په تېلې وېژن خپل تقریر کې نصرالله وویل په العاروري د حملې په جواب او سزا وي. هغه دا واضحه نه کړه چې وسله به یې د اسرایل خلاف حملې زیاتوي.

د امریکې د خارجه وزارت ترمخه، حزب الله ته په مستقیم ډول پېغام ورکړی شوی دا تاوتریخوالي د زیاتولو وخت نه دی.

د امریکې د خارجه وزارت ترجمان مېتیو مېلر د شورو، چهارشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل امریکې په سیمه کې تاوتریخوالي د مخنیوي دپاره ګامونه اخیستي دي او سیمې ته یې هم دا پېغام ورکړی دی.

په لبنان کې د ملګرو ملتونو امن ساتونکي ځواک یو ايي اېف ايي اېل هم تاوتریخوالي د زیاتېدو په امکان تشویش څرګند کړی او په ټولو ډلو یې غږ کړی چې د زغم نه کار واخلي.

د لبنان نګران وزیراعظم نجیب میقاتي په العاروري د حملې غندنه کړې، دا یې جرم بللی او ویلي یې دي دغه حمله قصداً په دې مقصد شوې چې لبنان جنګونو ته راښکیل کړي.

ایران د حزب الله او د حماس مرسته کوي او د ایران په ملاتړ جنګېدونکي وسله په شام، یمن او عراق کې د اسرایل خلاف حملو کې لاس لري.

د انساني امداد دپاره د ملګرو ملتونو څانګې اوچا په غزه کې د ولسي صحت د مسلې راپورته کېدو په اړه خبرداری کړی او ویلي یې دي چې په سیمه کې په لویه کچه خلکو د بې کوره کېدو په سبب ناروغۍ خورېدلی شي.

د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې او د دې وروسته د حماس خلاف د اسرایل د حنګ شروع کېدو نه پس په غزه کې د یو تن نه بل ته د خورېدونکو ناروغو 400000 کېسونه رپورټ شوي دي چې 180000 په کې د ساه ناروغۍ دي. د دې نه علاوه د هېضې 136000 کېسونه هم رپورټ شوي دي چې د اوچا ترمخه نیمايي په کې د پنیخو کلونو نه د کم عمر ماشومان دي.

امریکايي چارواکو ویلي واشنګټن د دې مخالفت کوي چې فلسطینیان دې بې کوره کړی شي. امریکا د جنګ وروسته د غزه دپاره په تګلار هم کار کوي.

مېلر وویل د دې خبرې په اجازت نه ورکوي چې غزه په اسرایل د حملو دپاره بیا اډه جوړه شي، امریکا غواړي چې غز او وېسټ بېنک د فلسطیني رهبرۍ دلاندې متحده شي خو په دې چوکاټ د حماس دپاره ځای نشته.

په عین حال کې د حماس په ولکه کې د باقي پاتې یرغمالانو د ازادولو دپاره سفارتي کوښښونه دوام لري. داسې ګمان کېږي چې حماس اوس هم 129 کسان یرغمال نيولي دي.

مصر تېره هفته د سولې یو تجویز وړاندې کړی چې په کې ډز بندي، د یرغمالانو مرحله وار ازادي او د غزه او د وېسټ بېنک د انتظام دپاره فلسطیني حکومت جوړول شامل دي.

د امریکې خارجه وزارت ویلي یرغمالان ازادول د امریکې د حکومت لویه ترجیح ده.

د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس په حمله کې 1200 کسان وژل شوي او حماس تر د 240 پورې کسان یرغمال نیولي وو چې ځینې په کې ازاد کړی شوي دي او د رپورټونو ترمخه، ځینې یرغمال کسان په غزه کې وژل شوي هم دي.

امریکې، برطانیې، یورپین یونین او ځینو نورو ملکونو حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.

د حماس د انتظام لاندې د غزه د صحت وزارت ترمخه، په غزه کې د اسرایل په پوځي عملیاتو کې د 22000 نه زیات کسان وژل شوي دي. د وزارت په دغه شمېرو کې دا وضحات نشته چې کوم وژل شوي ملکي کسان او کوم وسله وال دي خو وايي د وژل شویو کسانو 70 فیصد ښځې او ماشومان دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG